مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-12-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د استقامت اهميت

مولوي عصمت الله عزام


 بسم الله الرحمان الرحيم
 نحمده و نصلی علی رسوله الکريم امابعد :
د استقامت مطلب دا دی چي په يوه خبره درېدل او کلکېدل
د بېلگي په توگه چا توبه وايستله چي زه به  په راتلونکي کي د چا غيبت نه کوم،  يا به دروغ نه وايم، يا به چا ته دوکه نه ور کوم او يا يې بله گناه ياده کړه او د هغې له کولو يې توبه وايسته، له دې وروسته ورته موقع دهغې گناه پيدا شوه چي ده توبه ترې ايستلې ده، نو اوس په خپله توبه درېدل استقامت دی .

شيطان د گناه د موقع په وخت کي قسم قسم پلمې او مصلحتونه جوړوي، خو د هغه له ټولو پلمو په وړاندي په خپله خبره کلکېدل استقامت دی .

استقامت ډېر اړين دی، دا ځکه چي په دين باندي د عمل کولو په لار کي د انسان لپاره درې ډوله موانع او خنډونه موجود دي :

۱ : نفس :

نفس غوښتنه کوي چي بايد د ده ټولي غوښتني عملي شي او په دې غوښتنه ټينگار کوي .

۲ : شيطان  : شيطان هم د خير له کارو خلگ را گرزوي او د گناه کارونه ور ته ښائسته کوي .

د دې لپاره ډېري زياتي او نه ستړي کېدونکې هلي ځلي کوي

هر چا ته د هغه د حالت مطابق گناوي ښائسته کوي .

۳ : انسانان : انسانان ځيني وخت د انسان لپاره د دين په هکله موانع گرزي

د چا ملگري وي، د گناه دعوت ور کوي، يا يې له خير څخه منع کوي، کله کله د کورنۍ خلگ د دين  لپاره موانع جوړېږي .

انسان غواړي چي په دين عمل وکړي خو هغوی يې مخالفت کوي، يا په رواج د شريعت په وړاندي ټينگار کوي او يا د نفس او شيطان د غوښتنو په پلي کولو .

نو د دغو ټولو موانعو د مقابلې لپاره استقامت اړين دی، په استقامت سره د دغو ټولو خنډونو په وړاندي مقابله شونې ده .

علماوو فرمايلي دي چي استقامت تر ايمان وروسته تر ټولو ستر نعمت دی چي د الله پاک دوستانو ته ور کولو شوی دی .

الله تعالی تعالی په قرآن کريم کي هغو مؤمنانو ته چي د ايمان سره يې استقامت لري،  زېری ور کړی دی  .

الله تعالی فرمايلي دي : إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَيْهِمُ الْمَلَائِكَةُ أَلَّا تَخَافُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَبْشِرُوا بِالْجَنَّةِ الَّتِي كُنْتُمْ تُوعَدُونَ ، نَحْنُ أَوْلِيَاؤُكُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآَخِرَةِ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَشْتَهِي أَنْفُسُكُمْ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَدَّعُونَ ، نُزُلًا مِنْ غَفُورٍ رَحِيمٍ .

 (حم السجدة :۳۰\۳۱\۳۲)

ترجمه  : بې شکه هغه کسان چي و يې ويل : زموږ رب الله دی، بيا ( په دې وينا ) ټينگ شي، نو پر دوی به ملايکي را نازلېږي چي مه وېرېږئ ! او  مه خفه کېږئ ! او په هغه جنت خوشحاله او سئ چي ستاسو سره يې وعده کېدله !!
موږ د دُنيا په ژوندانه کي هم ستاسو ملگري يو او په آخرت کي هم او هلته به ستاسو لپاره هر هغه څه وي چي ستاسو زړه يې غواړي او په هغه کي چي څه غواړئ، هغه در ته شته،دا مېلمستيا ده د بخښونکي مهربان ( خدای ) له لوري !!
په دې مبارکو آيتونو کي الله پاک د کاملو مؤمنانو حالت بيان کړی او په دُنيا او آخرت کي يې د دوی لپاره د اعزاز او اکرام ذکر کړی دی .
يعني هغه څوک چي د الله پاک په وحدانيت او يووالي ايمان راوړي او بيا په خپلي دغي عقيدې تر مرگه پوري کلک پاته شوي، دوی ته الله پاک د جنت، بې غمۍ، امن، د الله پاک د دوستۍ او  زېری ور کړی دی .
معلومه شوه چي استقامت د انسان د بري لپاره ډېر اړين او مؤثر دی .
که استقامت په چا کي نه وي، هغه په دين باندي په صحيح توگه عمل نه شي کولی .
په دې اړه غواړم يوه واقعه دلته له محترمو لوستونکو سره شريکه کړم حضرت سري سقطي - رحمه الله – يو ځل په لار روان وو، د غرمې وخت وو، خوب ورغی، دی د قيلولې په نيت تر يوې وني لاندي ويده شو، د څه ساعت خوب کولو وروسته يې کله چي سترگي خلاصي شوې، يو آواز يې واورېدی، کله چي متوجه شو، معلومه شوه چي آواز د هغي وني له لوري راځي د کومي لاندي چي دی پروت دی، آواز داسي وو : يا سري، کُن مثلی ! ( اې سِري، ته زما غوندي شه !!)
- د دې آواز په اورېدو ډېر زيات حيران شو – کله چي الله پاک وغواړي دغسي ( د عادت خلاف ) پېښي ښکاره کوي –
کله چي معلومه شوه چي آواز د وني له لوري دی، نو له وني يې و پوښتل : کيف اکون مثلک ؟ ( څنگه ستا په څېر شم ؟ )
وني جواب ور کړ : ان الذين يرمونني بالاحجار ارميهم بالاثمار !!
ژباړه : ( زما دا صفت په ځان کي راوله ! ) هغه څوک چي ما په ډبرو ولي، زه هغوی په مېوو ولم !!
نو ته هم زما په څېر شه
(  يعني څوک چي ستا سره بد  کوي، ته ور سره ښه کوه)
خو نېکانو خلگو ته فراست ور کول شوی وي، د ده په  ذهن کي فورًا فکر راغی چي که دا ونه دومره ښه وي چي څوک يې په ډبره ولي، دا هغه ته مېوه
 ور کوي، نو بيا ولي الله پاک د دې لرگي د اور خوراک گرزولي دي ؟
 نو ده پوښتنه وکړه چي که ته دومره ښه يې نو ولي ستا ور تگ د اور په لور دی ؟
 په دې سره وني جواب ور کړ، اې سِري ! په ما کي خوبي هم لويه ده، خو په ما کي يوه لويه خامي هم شته،  زما په دې لويه خوبي هغي خامي اوبه اړولې دي، هغه زما عيب الله تعالی ته دومره  ناخوښ دی چي له امله يې زما لرگي د اور خوراک دي . 

هغه خامي دا ده چي :  اُميل بالهواء هکذا و هکذا .

يعني زه په باد سره يوې او بلي خوا ته کږېږم !!

( له کوم لوري چي باد وي، زه ور سره کږېږم ) يعني په ما کي استقامت نشته .

( خطبات فقير بتغيير ص : ۱۸۵ ج : ۸)

معلومه شوه چي استقامت داسي مُهم صفت دی چي په نه شتون کي يې د يوه شي ښه ښه صفتونه بې اغيزي وي .
له دې امله بايد کوښښ وکړو چي په ځانو کي استقامت راولو .
ځکه خو صوفياوو ويلي دي : الإستقامة خير من ألف كرامة ( مرقاة المفاتيح شرح مشکوة المصابيح ص : ۲۰۸ ج : ۱ )
يعني استقامت تر زرو کرامتونو غوره دی .
نو الله پاک دي توفيق راکړي چي دغه ښکلی صفت په ځانو کي راولو .
و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين
 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery