مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-12-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

هله بودجه ولګوله!

محمود نظری

د وحدت وزیرانو ولي و نه لګوله بیا بودجه
 ځکه د ا هل کار نرانو ډیر دي د اهل کار امجه
 اهل کار پکې لکه په مرچکو کې خواږه پیدا کیږي
 ټول واکمن دلویو غلو دي زوی، اخښی اوباجه
 موږ ویل ستا کابینه به وي لکه تا ښه متفکره
 هغوهم بل څه زده نه وه لکه تا بیله ټنجه پنجه
 دهر یو سترګې یوازې ړدي ختلي وې رشوت ته
 هر یوه هغه کوله چې په کې وه سوچه ولجه
 موږ ویل دا وزیران به خوله کړي دولس خوږه
 خبر نه وه د هر یو کارخوندکوه لکه د هینجه
 دهر واکمن شاوخوا خپل دوستان راټول کړه
 هغوی د هغه دخوشحالی لپاره ټولوله جیجه
 بیا جشن جوړ یږی په ارګ کې لپاره دښه کابینه
 بیا به د وزیرانو په سر وي غروته د ختلو لانجه
 ګلاجان به یې مني ګل مرجان به وا یې نه منم نه نه
 هر یو به ورکوي خپل ږغ ته لکه پتنګ ته مانجه
 یو به وایي بې سواده ښه غل وزیر زما مقررکړه
 باید د شورا ی نظار وي وزیر کل مختار ه بی تجربه
 وزیران د اهل کار په اساس نه باید وی اهل د واسطه
 بیا هم منفی ده منفی د بلې کابینې دکار اخیره پایله
 دهر وزیر سره خپله ارګمشر کوي ښه غوړه مصاحبه
 ورکوي دواکمنو شیر خوارو زامنو ته د ستر جنرالي رتبه
 د نرو بریتورو وخت تیر سو په دې خوار وطن کې
 اوس واک دی د شیک مرییانو او لوی پایڅه خوجه
 دا وطن ناعلاجه ناروغ دی باید به زیارتو وګرځول سي
 مخکې د پیر کیري اوس د ترامپ مرشدغواړي پنجه
 دواک سیاسي ناروغي همداسې وي اوس په دنیا کي
 سیاسي ناروغ کله لري د پیر دخولې دتف پرته خورده
 هغه چي دواک پسې مړه پراته دي امریکا او اروپا کې
 هر یو دخپلي ګتې لپاره کوي لکه بیزو هر خوا ترانجه
 عین وایی هله زما غلو وزیرانو بودجه په ګنډه وهئ
 بګیلانو ته به غین صیب وډنګوئ د غاو بانډ و باجه
 په دې وطن کې دهیڅ چا په سترګو کې غیرت نسته
 د وحشت دولت کوي د نا هلو وزیرانو لاهم سیله
 ترانجه ( ترپکه ) ، خوجه ( بې خټو)،جیجه( باج)،ټنجه پنجه ( نازونخره)، بوڅه( ډد)، امجه( یزک)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery