مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-12-11   مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل

ولسمشر غني له مخالفینو وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي

سمون
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد «ص»د مبارک میلاد په مناسبت له وسله والو مخالفینو وغوښتل چې له جګړو لاس واخلي او د سولې بین الافغاني خبرې پيل کړي. ښاغلي غني چې نن یې د ميلاد النبي په مناسبت یوې غونډې ته وینا کوله وویل: "زه په دې مبارکه ورځ یوځلې بیا ټول وسله وال مخالفین بین الافغاني مذاکراتو ته رابولم او ورته وایم چې د ملت او مسلمانانو خیر په دې کې نه دی چې وطن مو وران او په کنډوالو بدل شي." تردې وړاندې د افغانستان د سولې عالي شورا هم د ميلاد النبي په مناسبت وسله وال مخالفین بین الافغاني خبرو ته رابللي اخوا د دولت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د حضرت محمد «ص»د مبارک میلاد په مناسبت په یوه پيغام کې ټینګار کړی چې ټول مسلمانان باید تر هر بل وخته د دیني اصولو په پام کې نیولو سره د افراطیت او تروریزم پر ضد مبارزه وکړي. د ربیع الاول دولسمه د حضرت محمد «ص» د مبارک میلاد په مناسبت په اسلامي هېوادونو کې د میلاد د ورځې په نوم لمانځل کېږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery