مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-12-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ابادۍ د کال څلور نورې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې:

جواد

  د لغمان ولایت د ابادۍ او پرمختګ د روان کال په بهیر کې په یوه ورځ د کرنیزې ودې او انکشاف په ډګر کې د قرغیو ولسوالۍ د بلوچ ۷۰۰۰ متره کانال،د برګمین د ابیارۍ د ۴۸۰۰ متره کانال،د قرغیو ولسوالۍ د الو کانال او د مهترلام ښار دسرک غاړي د ۲۴۶۰ متره ویالې جوړونې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.  هغه مراسم چې په همدې موخه جوړ شوي و، لغمان والي خلکو ته مبارکي ورکړې ترڅنګ یادې پروژې د لغمان ولایت د انکشاف ،کرنیزې ودې او اوبو د تنظیم په برخه کې خورا مهمې پروژې یادې کړې چې په مستقیم او غیر مستقیم توګه یې زرګونو کورنیو ته ګټه رسیږي نوموړي زیاته کړه چې یادې پروژې د ولس د غوښتنې پر اساس پلې شوې.

د خبرو پرمهال لغمان والي عبدالجبارنعیمي شاهي کانال ته په اشارې سره وویل، چې د د شاهي کانال په جوړیدو سره به لغمان ولایت د زون او هېواد په کچه بنسټیز پرمختګ وکړي او په یو زراعتي او تولید کوونکي ولایت به بدل شي. نوموړي زياته کړه،  چې یادې پروژې د (۱۹،۲۵۶۶) میلیونه افغانیو په ارزښت سره د کرنې ،مالدارۍ او اوبو رسونې ریاست او ښاروالۍ ریاست په چوکاټ کې پلې شوې، د لغمان ولايتي ادارې مشرتابه اړونده ریاستونو ته لارښوونه وکړه چې ولس ته د لازیاتو خدمتونو د وړاندې کولو جوګه شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery