مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-12-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د علامه رشاد بابا د ۱۲ تلينې په مناسبت د څېړنغونډي تدارکاتي غونډه وسوه

 

په ولايت مقام کي درې ورځي مخکي د مرستيال والي عبدالعلي شمسي له خوا يوه غونډه جوړه سوه چي موخه يې د علامه عبدالشکور رشاد بابا د ۱۲ تلينې په مناسبت د څېړنغونډي جوړل وو. په هغه غونډه کي يوه کمېټه جوړه سوه چي د څېړنغونډي جوړول او ټولي تدارکاتي چاري به پر مخ وړي.

پرون ماځيګر په اطلاعات او کلتور رياست کي د انجنېر شېرشاه رشاد په مشرۍ د دې کمېټي لومړنۍ ناسته وسوه چي د څېړنغونډي پر جوړښت، د ځای پر تشخيص، له هند، کابل، ننګرهار، پکتيا، کوټي او پېښور څخه د مېلمنو پر رابلني، د هغوی پر اوسېدني، د مقالو پر موضوعاتو، ارتباطاتو او د غونډي پر ځينو نورو تخنيکي مسايلو بحث وسو. په ناسته کي ځينو کسانو ته ځانګړي مسئوليتونه وسپارل سول او په دوهمه ناسته کي د هغو مسئوليتونو د راپور وړاندي کولو غوښتنه وسوه.

د ناستي په پای کي پرېکړه وسوه چي مېلمانه او ويناوال کولای سي د علام عبدالشکور رشاد د لاندي موضوعاتو په باب مقالې وليکي او د ارتباطاتو مسئولينو ته يې ولېږي، څو د يادي کمېټې له خوا د څېړنغونډي لپاره انتخاب سي او وروسته په کتابي بڼه خپرې سي.

لاندي هغه موضوعات دي چي درانه ليکوالان کولای سي مقالي پر وليکي:

1. علامه رشاد بابا او روشنفکري 2. د علامه رشاد بابا سياسي ژوند 3. د علامه رشاد بابا ژورناليسټيکي فعاليتونه 4. د علامه رشاد بابا د څېړني مېتود 5. د علامه رشاد بابا د تدریس او ښووني مېتود 6. د علامه رشاد بابا ادبي فنون  7. د علامه رشاد بابا خاطرات 8. د علامه رشاد بابا تاريخي اثار 9. د علامه رشاد بابا او ژبپوهنه 10. د علامه رشاد بابا علمي سفرونه 11. د علامه رشاد بابا د شخصي ژوند ټولنيز اړخ 12. علامه رشاد بابا د نورو له نظره 13. د علامه رشاد بابا ژباړه 14. د علامه رشاد بابا نثر 15. د علامه رشاد بابا نظم 16. په تدريسي نصاب کي د علامه رشاد بابا ونډه. يادونه: محترم ليکوال کولای سي چي خپلي مقالې د مرغومي تر ۷ نېټې پوري پر لاندي ايمېلونو راولېږي: fb.baryalai2006@gmail.comnisar_salih@yahoo.com

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery