مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-12-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مړ

دادمحمد ناوک

مړ

 

يوه ورځ به تاسې واورئ

چې ناوک له دنیا تېر شو

غږ يې خپ شو

رنګ يې هېر شو

د فیسبوک اکاونټ يې پاتې

د یارانو د ټګونو

خواخوږۍ او اسویلي دي

خپل وروستی پوسټ يې د عشق و

د یو درد د یوې مینې

هغه تللی لاندې تللی

وال يې ټول

د جینکو پوسټو نیولی

د ملایانو استغفار دی

د یارانو وخ او وۍ دی

ځینې نور ورباندې خوښ دي

په یو پوسټ کې يې ټګ کړی

ـ شکر شکر چې ته ورک شوې

ځه ورځه اخته په غم شې

له جنته لرې اوسې

غټ برغولی د جهنم شې!

یوه بله بیا انفرینډه

خو قلم ته ورغلې

ښه يې زړه پکې تش کړی

خپله لایف ویډيو يې ايېښې

د قلم په عمومي وال

څه نادرې يې ویلې

د ناوک څېره ښکاره شوه

خپاره کړي يي چټونه

سترګکونه، څومچکې او جنګونه

یوه ورځ به تاسې واورئ

چې اکاونټ د ناوک اف دی

نه يې لایک نه يې کمینټ شته

نه تر نیمې شپې انلاین دی

نه يې ګروپ کې کتابونه

اپلوډېږي او زیاتېږي

نه قلم کې مطالب را تازه کېږي

نه نقیب ته په کوم پوسټ کې

نیم پېغور نیمه خندا کړي

نه اتل ته افرین کړي

نه د کومې نجلۍ پوسټ ته

په کمینټ کې

ها د چینګې خولې سټیکر ږدي

یوه ورځ به تاسې واورئ

چې ناوک تر خاورو لاندې

څه میراث ور ځنې پاتې

کتابونه، قلمونه، کمپیوټر دی

يو يې زړه، طارق، یوسف او بل عمر دی

د کور هر کونج کې کتاب کې

ور غبرګ شوې پاڼې پاتې

دا يې نښه د لوستو وه

کمپیوټر کې د ډې ډرایف کې

د لیکنو فولډر پاتې

کتابونه، ډيزاین شوي

څه خورې ورې لیکنې

د واده يې تصویرونه

د زامنو يي کليپونه!

۱۳۹۵-۱۰-۰۱

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery