مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-01-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د اسدالله غيرت د پوهاوي په پار : د ملنګ خبره له قرآني مدعا سره په ټکر کې ده

سيد حسين پاچا

 

د يو ملنګ له خولې

له الله تعالی سره مينه ((دوستي)) د پېغمبر په منښته ((اطاعت)) کې ده
((قل ان کنتم تحبون الله فاتبعونی يحببکم الله ويغفر لکم ذنوبکم والله غفور رحيم؛ قل اطيعوا الله والرسول فان تولوا فان الله لايحب الکافرين)) ال عمران : ۳۱ - ۳۲


[[ملنګ ته مې وويل ((راځه چې ښوونځي ته دې بوځم، ساعت به دې تير شي)).
ملنګ سترګې راپورته کړې ، په داسې حال کې چې سترګې يې له خوبه ډکې وي ، راته يې وويل : ((زه له خدای ج څخه پيعمبر ص ته نه يم وزګاراو ته مې ښوونځي ته بيايي)).

د ملنګ ددې خبرې په اوريدو مې د ښوونځي لاره ونيوه او ترې لاړم
د لارې په اوږدو کې مې د ملنګ په دې خبره چې ((زه له خدايه پيغمبر ته نه يم وزګار او ته مې ښوونځي ته بيايي)) سوچ وکړ.
وروسته له څه فکره د ملنګ دغه خبره راته يوه داسې لويه خبره ښکاره شوه چې تر دې دمه راته هيچا نه وه کړې.
د ملنګ دغه بې شانه خبرې زما په ژوند کې زښت ډير مثبت بدلون رامينځ ته کړ.
او د ژوند هرې شيبې ته يې په ډير احتياط د سر ورښکاره کولو ته اړويستم.]]

أنظر مثال في صيد الخاطر يقول ابن الجوزي واصفاً حال الصوفية مع العلم ص97 وهو كلام يصف واقع القوم:
ليس في الوجود شيء أشرف من العلم،كيف لا وهو الدليل.فإذا عدم وقع الضلال.
وإن من خفيِّ مكائد الشيطان أن يُزين في نفس الإنسان التعبد ليشغله عن أفضل التعبد وهو العلم.
حتى أنه زين لجماعة من القدماء أنهم دفنوا كتبهم ورموها في البحر.وهذا قد ورد عن جماعة!!وأحسن ظني بهم أن أقول:كان فيها شيء من رأيهم وكلامهم فما أحوا انتشاره.
وإلا فمتى كان فيها علم مفيد صحيح لا يخاف عواقبه،كان رميها إضافة للمال لا يحل.
وقد دنت حيلة إبليس إلى جماعة من المتصوفة حتى منعوا من حملِ المحابر تلاميذهم.
وحتى قال جعفر الخالدي: لو تركني الصوفية جئتكم بإسناد الدنيا،كتبت مجلساً عن أبي العباس الدوري فلقيني بعض الصوفية فقال:دع علم الورق،وعليك بعلم الخرق.
ورأيت محبرة مع بعض الصوفية،فقال لهُ صوفي آخر: استر عورتك،وقد أنشدوا للشبلي:
إذا طالبوني بعلمِ الورق .. برزت عليهم بعلم الخرق وهذا من خفي حيل إبليس {ولقد صدق عليهم إبليس ظنه} وإنما فعل وزينه عندهم لسببين:
أحدهما : أنه أرادهم يمشون في الظلمـــة.
والثاني : أن تصفح العلم كل يوم يزيد في علم العالم،ويكشف له ما كان خفي عنه ويقوي إيمانهُ ومعرفته،ويريه عيب كثير من مسالكه خصوصاً،إذا تصفح منهاج الرسول صلى الله عليه وسلم والصحابة.
فأراد إبليس سد تلك الطرق بأخفى حيلة، فأظهر أن المقصود العمل،لا العلم نفسه،وخفي على المخدوع أن العلم عمل وأي عمل.
فاحذر من هذه الخديعة الخفية،فإن العلم هو الأصل الأعظم،والنور الأكبر.http://www.dd-sunnah.net/forum/showthread.php?t=17835

د ښاغلي اسدالله غيرت په زړه پورې ليکنه چې په افغان سباوون کې خپره شوې ولوسته. د نوموړي د لا پوهاوي او روښانتيا لپاره دومره لازمه بولم :
د ځان، کورنۍ او ټولنې لپاره علم يا زده کړه او پوهه له قرآني اړخه ډېره مهمه او ارزښتناکه ده. حضرت يعقوب عليه السلام چې بوډا شو، نو زامن يې راوغوښتل او ويې پوښتل :
((ما تعبدون من بعدي)) له ما روسته به تاسې څه کوئ؟

هغوی ورته وويل :
((نعبد الهک واله آبائک ابراهيم واسماعيل واسحاق الهًا واحدًا ونحن له مسلمون)).
موږ به ستا او ستا د پلارانو ابراهيم، اسماعيل واسحاق عليهم السلام پرستش ((عبادت)) به کوو او موږ ټول تابعدار و منونکي يو.
له شک پرته چې هغوی ټولو د خپلو پلارانو لار تعقيب کړې او ټولو د الله تعالی عبادت کولو، خو مهمه خبره دلته د زده کړې ده چې تاسې به علم ته شا نه کوئ او له علم يعنې زده کړې نه به مخ نه اړوئ. هغه وخت چې يعقوب عليه السلام يوه کورنۍ وه د خپلو زامنو لپاره يې له مرګ وروسته د علم يا زده کړې اندېښنه وه چې خدای مه کړه دوی علم ((پوهې)) ته شا نه کړي. د الله تعالی د عبادت خو اصلاً پوښتنه مطرح نه وه، بلکې هغوی ټولو د الله تعالی عبادت کولو او ورته پابند ول.

په هر حال که يې اسلامي اړخ او ديني ارزښتونه يا ديني ((اسلامي)) زده کړې او يا يې نننۍ عصري وساينسي زده کړې راواخلو دواړه د ټولنې لپاره حياتي ارزښت لري. نن خو بې علمه او بې پوهې ژوند په ټولنه او نړۍ کې نه شي کېدای.

د حديث مدعا هم دا ده چې ((علم يا زده کړه پر هر انسان لازمي [فرض] ده)). ان تر دې چې د حديث د مدعا پر بنسټ تاسې علم يعنې زده کړه که په چين کې هم وي ترلاسه کړئ. دا د هغه وخت د جغرافيا ته هم اشاره کوي چې له علم يا د زده کړې پسې ولاړ شئ او ترلاسه يې کړئ.

قرآن مدعا هم دا ده چې :

((فلولا نفر من کل فرقة منهم طائفة ليتفقهوا فی الدين)) ان تر دې چې د دين د زده کړې او پوهاوي د لاسته راوړلو لپاره بايد له هر چا نه خلک ولاړ شي، زده وکړي او بيرته راشي او خپلې ټولنې ته خدمت وکړي.

همداسې نورې بېلګې لکه : ((هل يستوی الذين يعلمون والذين لايعلمون)) يا ((انما يخشی الله من عباده العلماء)) يا ((خذوا ما اتکم فانتهوا ما نهاکم)) او داسې نور.

همدا ډول تقوی واخله چې ((انما اکرمکم عند الله اتقاکم)) يا دا چې ((ولباس التقوی ذلک خير واحسن تأويلا))، خو د دې د لاسته راوړنې لپاره علم ((زده کړه او پوهاوی)) اړين دی.


ځينې وخت زموږ ملګان دومره زياتی کوي چې ګواکې ځانونه له پېغمبر صلی الله عليه وسلم نه په پرستش او عبادت کې الله تعالی ته ځانونه وړاندې بولي چې دا همدا نه پوهاوی دی. پېغمبر صلی الله عليه وسلم خو لا څه کړې ان تر دې چې دوی راشده خليفه ګانو او ايمه وو ته نه رسيږي.


لومړی خو دا روښانه نه ده چې نوموړی يا دوی څومره له الله تعالی سره په عبادت کې ښکېل دي؟ قرائت يې څنګه دی؟ اسلامي پوهای يې څنګه دی؟ عايد يې څنګه دی؟ په لمانځه او اذکارو کې توجه، تضرع او خشوع څنګه ده؟ او داسې نور. خلکو ته په عبادت کې ځان ښوونه دا پخپله مشکل دی. دا خو ادعا ده او ادعا څنګه ثابتوې؟


حضرت عائشة أم المؤمنين پېغمبر عليه السلام ته وايی چې ته ولې دومره زيات عبادت کوې، الله تعالی خو تاسې مخکې و روسته ټول ګناهونه بښلي دي، نو هغه مبارک صلی الله عليه وسلم ورته وايی ((افلا أکون عبدًا شکورًا)) زه بايد د الله تعالی مشکور واحسانمند اوسم.


پېغمبر صلی الله عليه وسلم کورنۍ لرله. بيبيانې يې لرلې، ژوند يې لرلو. خوراک وڅښاک يې کولو، لمونځ يې کولو، روژه يې نيوله او هم يې په ټولنه کې له خلکو سره تعامل کولو او خپل ژوند يې مخ ته وړ. اسلام د رهبانيت دين نه دی. اسلام اجتماعي دين دی او پېغمبر صلی الله عليه وسلم خلک کار وزحمت ته هڅولي، لکه ((الکاسب حبيب الله)) او قرآني مدعا هم دا ده چې ((اذا نودی للصلاة من يوم الجمعة فاسعوا الی ذکر الله وذروا البيع)) کله چې مو اذان واورېده لمانځه ته راشئ او خپل کاروبار پرېږدئ چې البته دا د ټولنو تر امنيت پورې اړه لري. کله چې له لمانځه خلاص شوئ ((فانتشروا فی الارض)) نو بيرته خپلو کارونو او خپل کار پسې ولاړ شئ. نه دا چې کار نه کوم او عبادت کوم.


همدارنګه ټولو انبياء عليهم السلام کاروبار و مزدوري کړې. داود عليه السلام به زغرې جوړولې او خرڅولې، موسی عليه السلام شپني کړې. هغه پېغمبر چې د زوی په نبوت وسلطنت کې يې ټوله نړۍ راتله، خو پلار يې پښتوب ((آهنګري)) کولو او هغه پېغمبر چې الله تعالی ورسره خبرې کړي د خپل خُسر شعيب عليه السلام رمه پوله. نو دا زموږ ملنګان له انبياء عليه الصلاة والسلام نه ځانونه پورته ګڼي چې کار کول ورته عار (شرم) ښکاري.

سعدي رحمه الله وايی :

کار کردن خصلت انبياء است


د الله تعالی په عبادت کې داسې بوخت کېدل چې د هغه د پېغمبر اطاعت ته وخت نه پيدا کوي، نو دا مدار د اعتبار نه ده. دا چې يو څوک د هغه د پېغمبر پر لارښوونو پوی نه شي، نو پر کوم بنسټ مخې ته ځي؟ پر داسې خبرو خپل عبادت تر پوښتنې لاندې راولي چې دا ښه کار نه دی. د حل وحرمت او د مشروع ونامشروع او مشتبهاتو مسايل څنګه کيږي؟ څنګه اجتناب کيږي؟


 ((ويطعمون الطعام علی حبه مسکينًا ويتيمًا واسيرًا)) دا خوند کوي چې ويې ګټې او د الله تعالی په لار کې يې ولګوې، نه زموږ بوجۍ دين چې د جهاد په نوم يې هر څه چور وتالان کړل. که د غيرمسلمو د ماليه پيسې وې، خو دوی ته د ملت مال خوړل جايز نه ول.

همداسې نورې ډېرې بېلګې درواخله.


پخوا به د صوفيانو مراکز او خانقاوې د علم او زده کړې مراکز ول، خو نن د زياتره صوفيانو مراکز او خانقاوې د خرافاتو مرکزونه علم دي. علم او زده کړې ترې کډه کړې او دوی هم د خپلو نفسي غوښتنو ښکار شوي او د علم د زده کړې پرځای د علم دښمنۍ ته مخه کړې.خپله يې هم نه زده کوي او نورو ته هم د مخنيوۍ سپارښتنې کوي.


دا چې موږ ته قرآن وحديث ستر اسلامي مقدسات وارزښتونه مخې ته پراته دي او هسې د ناپوه ملنګانو پسې روان يو چې دا ښه خبره نه ده، بلکې موږ ځانونه د الله تعالی له ستر کتاب او د هغه د پېغمبر عليه الصلاة والسلام له لارښونو ځان خبر کړو او د هغوی پر بنسټ له الله تعالی سره مينه او دوستي ټينګه کړو، نه دا چې د هسې يو ناپوه ملنګ چې خپله د اسلامي ارزښتونو توپير نه شي کولی. کتاب الله وسنة رسوله زموږ لپاره هر څه دي. که چا پر دوی ځان پوی کړ حاجت ملنګانو ته نشته.


په دې هيله چې علم يا زده کړه له اسلامي ارزښتونو ((الهي ونبوي ارشاداتو)) مدعا ده. موږ ټول افغانان بايد خپل ځانونه، کورنۍ و ګاونډيان او هېوادوال يو بل ته لاسونه ورکړو او يو بل دېته په ګډه د حکومت په شمول دېته وهڅوو چې علم يعنې زده کړې ته خپله خاصه پاملرنه وکړو چې ټول هېوادوال مو له زده کړې برخمن شي. برابره خبره ده چې هغه اسلامي زده کړې وي او که عصري وساينسي، خو چې ترې د خپل ځان او ټولنې د بهبود او سوکالۍ لپاره ترې کار واخلو.


په درنښت

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery