مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-01-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

حاجي شاتوت کاپر دی!!

توریالی مالیار


څنګ ته پروت ژڼکی یې له خوبه راويښ کړ، تر لنډکي غسل وروسته یې مخ ور واړاوه:
ماته خو دا حاجي شاتوت مسلمان ښکاریده ما وې ځه حج یې هم کړی د خدای خونه یې لیدلې دومره سخت کاپر او مرتد به نه وي.
ژڼکي په تعجب ترې وپوښتل:
مفتي صاحب هغه خو ان د سهار لمونځ لا بې جمعې نه کوي هغه به څنګه مرتد کیږي، مفتي صاحب وې، استخباراتي مامورین همداسې وي، بس اوس دې فیصلې ته ورسیدم چې حاجي شین کاپر دی، مخبر دی، جاسوس دی، د یهودو نصاراوو ملګری دی او په دې کې هېڅ شبه نه ده پاتې.
ژڼکي بیا وپوښتل جناب مفتي صاحب دې توره شپه کې په دې هر څه چا پوه کړې؟
 مفتي صاحب ځواب ورکړ پدې هر څه خپلو کراماتو او خپلو جنیاتو پوه کړم، خپلو استخاري معلوماتو پوه او دې حقیقت ته یې ورسولم چې شاتوت ملحد او کاپر دی.
- نو هغه څه کړي دي؟
 همدا نن شپه مې خوب لیده چې حاجي شاتوت له کوپارو سره شراب خوړل، ګډېده او مست شوی و، بیا مې چې کتل ماته بوڅ بوڅ کېده نیت یې را ته شوم مالوم شو او بیا د کاپر بچي جنسي تیري ته ملا وتړله ما چې هر څو ځان ترې شېله کاوه پرې یې نه ښودم، مګر ما هم پرې ټوپک ور واخیست خو بس ټوپک دووسي وکړه د ‌ډز پر ځای یې ټس وخوت او بچ پاتې شو.
- ښه ودې نه ویشت؟
 نه هلته خو مې ونه ویشت او بچ شو خو په وېښه چېرته رانه بچ کېدلی شي اوس به یې په ریښتیني غولي خوله له خاورو ډکه کړم.
- نو د خوب فتوی صحیح وي؟
 ولې نه د ولي والله وو استخاري خوبونه له حقیقت پرته بل څه نه وي.
سهار کلیوالو چایونه جومات تا راوړل، هګۍ، کوچ، پراټې، رش، حلوا او.... د مفتي صاحب مخې ته کېښودل شول، تر چای وروسته د حاجي شاتوت د الحاد فتوای صادره شوه، لمر چې تودیده په شاتوت پسې دوه پټ مخي ورغلل رایې وست د مفتي صاحب مخې ته یې کیناوه او لومړی یې ترې د شپې د قضیې پوښتنه وکړه چې ولې یې په دومره ستر او ممره سړي جنسي تېری وکړ او ولې یې شراب خوړل او له پردیو زنانه وو سره ګډېده؟
 د حاجي شاتوت سترګې او لاسونه کلک تړلي وو او د خدای پار چیغې یې وهلې چې په خدای که په هیڅ هم خبر وم والله که مې تر اوسه د شرابو بوی لا لیدلی وي او هلک ته خو ولا که وړاندې شوی وم.
مفتي صاحب په غصه ورته کړل هلک پرېږده هغه خو له ما سره وو زما ماغزه د همدې لپاره درته ګرم شوي چې هلک دې پرېښود په ما دې را هی کړل؟
 حاجي شاتوت یوازې زارۍ کولې او چیغې یې وهلې چې له هیڅ هم نه دی خبر؟
 مفتي صاحب نو د شاهدۍ لپاره شپنی ژڼکی وړاندې کړ چې حال د واقعې ووايي، بس ژڼکي وې چې ریښتیا هم شاتوت بیګا د مفتي صاحب شاته پروت و او دومره سپین سترګي یې وکړه چې زه یې بیخي یادولی نشم.
د ګنا او بې لارۍ د ثبوت لپاره همدوره کافي وه ډله خلک د پوښتې ډډې ته شول، شاتوت یې راوست د شرابو، لواطت او بد مستۍ په تور یې په دورو شین مین کړ.
خلکو وې مفتي صاحب د ډېر ترحم څښتن دی شین کاپر یې په دورو له مرګه بچ کړ.
غرمه د مفتي صاحب د ګېډې خدمت ته مفت چرګان دانګې وانګې پراته وو.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery