مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-01-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغانان ترشېخانود د سیسوپراستخباراتي سیاست ښه پوهېږي

محمد انور ولید

 
 : ۱۳۹۵ لمریز کال ـ د مرغوني ۲۹ تمه
 
د روانې جنوري میاشتې په لسمه نېټه چې کومې ترورېستي پېښې په افغانستان کې وشوې او په لسګونو مرګ ژوبلې یې زموږ معصومو او بېګناه هېواد والو ته ور واړولې ، له هغودری واړوهمزمان پېښو څخه ددوو( کابل اوهلمند ) پېښومسؤولیت خوهغو طالبانو کراموپرغاړه واخیست چې له متحده عربي اماراتو اواسلام آباد سره یې خپل شیطاني مثلث له پخوا را هیسې تشکیل کړی ، خو اوس همدغه مثلث په یوه کثیرالاضلاع باندې د بد لېد و په حال کې دئ .
 
ځکه طالبانوته دعربي شېخانوله لستوڼو دانه وراچول کېږي ، د (آی اس آی ) تر وزرو لاندې یې خوري ، په مسکواو بیجېنګ کې شرطونه ور باندې تړل کېږي ، او په افغانستان کې یې له خپل ؤلس سره جنګوي .
 
د خلیج ملنګان (عربي شېخان) هم دا مهال د همغه پنجابي ډاکو خان په پلوۍ پرجګړو ځپلیو افغانانو باندې د هغو کرېکټرونو په څېر خپل اکټونه کوي اود پاکستاني استخباراتوترورېستي ګاډي ته تېل هم همد وی وراچوي . افغانان هم په قصدي اوعمدي توګه د پاکستاني استخباراتو په ترورېستي موټرو با ندې وهي ، لاسونه او پښې یې ورماتوي ، او بیا د ناحقې شاهدې هم ورباندې وایي چې ګواکي ؛ که تاسوکم بخته افغانان دلته په دا خپل ټاټوبي کې نه وای ، د (آی اس آی ) د خان موټر به ولې چیتېدلی .
 
وایي چې د مارګیرمرګ آخرله مارڅخه وي . پاکستان خو د خپل سترا تیژیک عمق او د افغانستان له لارې په سیمه کې خپلو موخو ته د رسېد و په هیله د افغانستان په خلکوکې د نفاق تخمونه کرلي ، نود خلیج شېخانو د لته په افغانستان کې څه شولې کرلې چې کله ناکله په غیرمترقبه شکل د ټولونړیوالونورمونواود افغانستان جغرافیې ، هوائي حریم ، نظام او قانون ته په سپکه سترګه ګوري او د لته په خپله خوښه د بازانو ښکارکولوخپلسرې د یپلو ماسي چلوي .
 
د خلیج ځینې شاهزاده ګان او د یپلو ماتان چې کله افغانستان ته په خپل سر راغلي ، افغان دولت یې هېڅکله هم په جریان کې نه دئ اچولی ، خو چې کله رسوا شوي او نیول شوي ، نو بیا یې یوه پلمه کړې چې هېڅ توجیه به یې نه لرله . اوس چې په خپله په خپل دام او لومه کې بند شول ، نو بیا پړه پرافغان امنیتي ځواکونو باندې ورغورځوي .
 
د خلیج متحده عربي اماراتو په خپل لستوڼي کې ماران ساتلی ، اوس خود ( آی اس آی ) له ځالې څخه د دې مارانو نسل آن تر مسکو او بیجېنګ پورې هم ورسېد . د ایران پا ډ وګران خو د مستولو او د لکۍ په نارد رولو له پاره  شپېلۍ ورته غږوي . ( سني مذهبه افغان طالبانوته د جګړواو انتحاري بریدونو پروګرامونه تنظیم او مدیریت کوي ، او شیعه مذهبه افغانان بیا د مذهب ، توکم ، ژبې ، ترمینالوژۍ او محروم اقلیت په نومونو سره مدیریت کوي . )
 
کله چې طالبان واک ته ورسول شول ، نوخلیخ مېشتوعربي واکمنو هغوی په رسمیت وپېژندل ، د طالبانو سفیران یې ومنل ، او طالب ماشین هغه مهال د شېخانو په چند و راټولولو او تېلو باندې چلېده . بن لادن او ډله یې په پاکستان کې تنظیم اوهمد لته په افغانستان کې ټرېنېنګ شول . خو چې کله د نیویارک د سودا ګریزو برجونو د ړنګولو او پر پنتاګون باندې د بریدونو نوبت را ورسېد ، امریکا طالب رژیم ته د بن لاد ن د ورسپارلو پرسر وارنېنګ (اخطار) ورکړ، نو بیا همدغوشېخانو طالبانوته د ( آی اس آی ) د پاکستاني ملایانو په خوله د بن لاد ن د نه ور سپارلو فتوا ورکړه او طالب رژیم یې پرې ړنګ کړ .  
 
اوس چې پاکستان او د سیمې نورو استخباراتي سیستمونوطالب ماران په خپلو ټوکریو کې ځای پر ځای کړل ، نو خا مخا به کله ناکه له استخباراتي ټوکرۍ څخه سر راباسي او ټوکرۍ والا ته به هم ټک ترې ورکوي .
 
کله چې صدام حسین پرکویټ باندې حمله وکړه او ټول سره ، سپین او نغدې پانګې یې ترې وېوړې ، هغه وخت تاسو شېخانو ولې د کویټ پرامنیتي او د فاعي پرسونل باندې دا پړه نه ورغورځوله ؟
 
اوس چې د متحده عربي اماراتو پینځه تنه د يپلو ماتان د پاکستاني مارګیرانو له ټوکرۍ څخه و چیچل شول ، نو د اماراتو امنیتي چارواکي له پاکستان څخه پوښتنه نه کوۍ او نېغ په نېغه د خپلو پرله پسې غلطیانو پړه پر افغان امنیتي چارواکو باندې ور اچوي !  په داسې حال کې چې د یوه تمویلوونکي او حامي دولت په توګه عربي متحده اماراتو ولې له پاکستان سره په همغږۍ کې خپل دیپلو ماتان افغانستان ته نه را لېږل ، ترڅو د ( آی اس آی ) له خوا تنظیم شوی  برید  په کندهارکې ددوی پر ديپلوماتانو باندې نه تر سره کېدلی ؟ خو د تعجب ځای دادئ چې ددوی ددغو پینځو تنو ديپلو ماتانو له امله زموږ یو ښکلی والي ټپي ، مرستیال یې سره له ګڼو نورو لسګونو هېواد والو شهیدان او ټپیان شول . دلته خو لکه چې افغانان نورونه مباح الد م دي . د افغانانو مرګ ژوبلې ورته د خولې نسوار ښکاري ، خو د خپلو تېروتنو جرړې بیا آن د حضرت آدم (ع) له شجرې څخه را سپړي . دېته وایي قضاوت ، او دغه دئ انصاف .
 
افغانان ددغواستخباراتي دسیسو پر سیاست له خلیجي شېخانو څخه ډېرښه پوهېږي چې هم افغانان وژني ، اوهم یې حلوا خوري . پرون د پاکستان لوی درستیز حنرال باجوه د افغانستان غوره شوي ؤلسمشر ته د تلېفون په لیکه د کابل ، کندهار او هلمند د خونړیو پېښو تسلیت وړاندې کړ ، وروسته د افغان ؤلسمشر له منفي غبرګون سره مخ شو چې ښایي پر خپله دې اړیکه به پښېمانه شوی هم وي ، ځکه ځواب  پر ځای او پوره ورغۍ .
 
د متحده عربي اماراتو امنیتي چارواکي دې هم لږ په خپل ګرېوان کې سر ټيټ کړي او له ځانه دې پو ښتنه وکړي چې په دې پېښه کې دوی خپله ګرم دي ، که افغان امنیتي چارواکي ؟  ځکه له پاکستان امنیتي او استخباراتي ځواکونو سره خو ددوی اړیکې ټینکې دي ، نو دلته ولې خپل دیپلو ماتان دوی په داسې برید کې پرې ووژل چې هغه هم په پاکستان کې پلان شوی ؤ . له دېنه داسې ښکاري چې د متحده عربي اماراتو امنیتي مسؤولین خپله پړه او د خپلو دیپلو ماتانو قاتلین دي ، نه افغان امنیتي چارواکي .
    فاعتبروا یا اولی الابصار  
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery