مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-02-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مالیې وزیر د ایران له سفیر سره په دوه اړخیزو اقتصادي مسایلو خبرې وکړې

جواد


مالیې وزیر اکلیل حکیمي نن په افغانستان کې د ایران له سفیر ښاغلي محمد رضا بهرامي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې لیدنه کې چې د افغانستان بانک رئیس ښاغلي خلیل الله صدیق، د افغانستان ریل پټلۍ رئیس ښاغلي یما شمس او د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رئیس ښاغلي احمد رشاد پوپل هم شتون درلود، د افغانستان او ایران تر منځ د بانکي اړیکو پر پیاوړي کولو، د خواف-هرات د څلورمې قطعې ریل پټلۍ، د دواړو هیوادونو تر منځ د ګمرکي هوکړه لیک، په چابهار بندر کې د خصوصي بانکونو د څانګو پر پرانیستلو او یو شمیر نورو مسایلو باندې هر اړخیزې خبرې وکړې.

د یادونې وړ ده چې په دې لیدنه کې مالیې وزیر او په افغانستان کې د ایران سفیر یو ځل بیا د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery