مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-02-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غزل

روغوال
غزل
اې خدایه سوله راولي زمونږ ملک کښی پخپله
څوک په یو لاره روان یو څوک په بله څوک په بله
ای خدایه مونږ راسم کړي سره یو کاږه واږه
د زړو کینه مو کم کړي چې لږ شو سره خواږه
زمونږ د منځه او با سي جګړي تل تر تله
څوک په یو لاره روان یو څوک په بله څوک په بله
د پا ک افغان په خاوره د اورونو بل لمبي دي
خاشاک یی افغانان شول همیشه پکښي جګړي دي
د خپلی نا پوهۍ د لاسه شو خا وري خځله
څوک په یو لاره روان یو څوک په بله څوک په بله
پخوا وه سره ورونه د افغان اولس قومونه
په دغه پاکه خاوره کښي هیڅ نه وه جنجا لونه
په خپلو کښی یی تقسیم کړو نن په ډ له او ټپله
څوک په یو لاره روان یو څوک په بله څوک په بله
که دا شان زمونږ حال وي تباه کیږو مونږه ټول
ډ یر ژر به شو نابودهٔ نابود یږو مونږه ټول
خو داسي به نا بود شو بیا به پورته نه شو کله
څوک په یو لاره روان یو څوک په بله څوک په بله
(روغواله) پدي ملک باندی راغلي لوي ناورین دي
ددي جګړو د لاسه نن د هر افغان زړه شین دي
د ښمن په خولي تیر نه اوزۍ نور یی سم په تندی وله
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery