مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-02-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دفرانسه د ۶۱.۵ میلیونو یورو په ارزښت په کاپیسا کي بریښنايي پروژه پیلوي

جواد

د مرستو دغه تړون  د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او په افغانستان کې د فرانسې سفیر ښاغلي فرانکویس ریچیر ترمنځ تیره ورځ لاسلیک سو  چي  د ولسي جرګې او ولایتي شورا ګانو استازو هم ګډون پکښي  درلود، د فرانسې هیواد به د کاپیسا ولایت او سروبي ولسوالۍ لپاره د کرنې پیاوړتیا، برېښنا او روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي په برخو کې  د ۶۱.۵ میلیونه یورو په ارزښت د وړیا مرستې ورکوي .  د یادو پیسو له برخې څخه ۳ میلیونه یورو یې د افغان حکومت لخوا ورکول کېږي.

په کابل کې د فرانسې سفیر وویل: "د فرانسې له خوا افغان حکومت ته یاده وړیا مرسته د انرژۍ تامینولو، د کرنې سکټور، پراختیا او په افغانستان کې روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي په برخو کې ورکول کېږي چې موخه یې په افغانستان کې د اقتصاد پیاوړتیا، کاري فرصتونو رامنځته کول او د بېوزلۍ کمول دي".

په یادې پروژه کې د ۲۰،۷ میلیونه یورو(۳۴٪)، په ارزښت له محمود راقي څخه تر نجراب پوري د ۴۴ کیلو مترو بریښنایي مزي لېږد او بیا له نجراب څخه تر نغلو پورې د ۴۰ کیلومترو په اږودو سره هم د برېښنایي مزي لېږد او هم د برېښنا وېشل شامل دي. په ۲۰۱۱ کال کې د برېښنا له ملي شبکې سره د کاپیسا ولایت نښول صفر سلنه وو.

 کلیو او بانډو ته د برېښنا رسونې پروګرام له لارې د فرانسې هیواد په مرسته د برېښنا رسونې فیصدي په ۲۰۱۷ کال کې ۲۴ سلنې ته ورسېده، دا په دې معنی ده چې ۸۵۰۰ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې دي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery