مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-02-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

امارات :عبدالرزاق دې دوی ته د کندهار د پېښې په اړه د تحقيقاتو لپاره وسپاري

سيد حسين پاچا


ملا عمر خو عرب اسامه د امريکا د سوداګريزو برجونو د نړولو له امله د مشرف وجنرال محمود په لمسونه بُش ته ونه سپاره، خو امارات رازق د وظيفوي غفلت له امله تحقيقاتو ته هلته غواړي

پاکستان که د بېنظيرې ومشرف په وخت کې ايمل کانسي، ملا ضعيف، شيخ خالد او داسې نور طالبي څڼور امريکا او نورو ته سپارلي، خو افغانستان په نړيوال جنګ کې هم بهرني جرمني او هندي اتباع د هغه وخت زبرځواک ته ونه سپارل. دا هغه وياړ دی چې افغانستان په تش لاس له خپلې خپلواکۍ اخېستو سره د وخت نړيوال زبرځواک ته د هند او ترکيې جبهو کې مخې ته شو
Raja Mahendra Pratap, Molvi Rahmatullah, Molvi Vaidulla in the 1915-16 came to Afghanistan and established a government in exile in Afghanistan for a while.


د دندې ((وظيفوي)) غفلت :
له بده مرغه خلک يا ملتونه او ولسونه په جنګ کې هوښياريږي، خو موږ له ورځې بلې ته پوهه او جنګې تجربې او مهارتونه له لاسه ورکوو. کنه له مقدوني سکندره تر دې دمه هر ډول تاړاکونه راباندې راغلل، خو زموږ لا هېڅ عقل سر ته نه دی راغلی.

له تاريخي پلوه موږ تل په جنګ ګټلې، خو پر مېز مو بايللې. دا ځکه چې تل مو پر مذهب دوکه خوړلې او هم مو د دندې ومسووليت او د مذهب ترمينځ توپير واولويت نه دی توپير کړی. که موږ نن د تلويزيوني ژوندي خپرونو ته وګورو، نو موږ کتلی شو چې د مکې مکرمې يا د حرم د امام مخې، لومړي صف او نورو صفونو کې چې لوړ پوړي چارواکي راځي، نو امنيتي ساتونکي ورته د صف مخې او يا د صفونو په ليکو کې ولاړ وي، کنه هلته خو يو لمونځ پر يو لک ثواب لري، ولې بيا هم هغوی ثواب ته نه ګوري او خپله دنده ترسره کوي، خو زموږ لوړپوړي چارواکي چې پخپله هم د نورو د وژنو موخې ((هدف)) دي او هم بهرني اتباع او مېلمانه چې راځي او دلته پرديو استخباراتي جګړه هم روانه ده. د افغانستان د پرمختګ، بېثباتۍ، کمزوري کولو، د نهادونو د له مينځه وړلو او د بې اعتباره کولو پورې هر اړ خيزې هڅې روانې دي او دا د ملي و والي او هم د هېواد د ټولو اتباعو مشترکه مسووليت دی چې د خپل ګران هېواد د سوکالۍ وارامۍ، امنيت او پرمختګ لپاره برابره خبره ده چې دنده ولري او يا نه د خپل ملي اسلامي رسالت له مخې له دولتي مقاماتو سره مرسته وکړي. په داسې حال کې چې دښمن زموږ له هرې ضعيفې نقطې او غفلت څخه ګټه پورته کوي او خپلې موخې ته ځان رسوي. درست ده چې زموږ په نزد ((عند الاحناف)) هر وخت لمونځ بايد پخپل وخت وشي، خو بيا هم ځينې استثناآت شته چې د مريض، مسافر او باران وچيکړو ((خټو)) له امله که د کلي امام خلکو ته د سهولت لپاره د ماسپښين ومازيګر او د ماښام وماخوستن لمونځ يوځای وکړي سمه ده.

همدارنګه که د امنيتي پېښو او د وينې تويدو د مخنيوي لپاره که جمع بين الصلاتين وشي او يا مؤخر شي څه باک نه کوي. کله ناکله بايد موقع او حالاتو ته په کتو که لمونځ وروسته شي او يا دوه يو ځای يعنې د ماسپښين ومازيګر ((ظُهر وعصر)) او ماښام وماخوستن ((مغرب وعشاء)) يوځای اداء شي پروا نه کوي، خو امنيتي پېښو او مسووليتونو ته بايد زياته پاملرنه وشي. ان تر دې که لمونځ قضا شي، نو اعاده يې شته، خو که انسان ووژل شو بيا خو نه راژوندی کيږي. ځکه چې د روح اعاده له حشر يا بعث پرته نه شته. له دې امله موږ بايد تر خپلې وسې او توان کوښښ وکړو چې د انسان وژنې مخنيوی وکړو. دا ځکه چې د يو انسان وژنه او ژوندي ساتنه د ټول عالم له وژنې او ژوندي ساتنې سره ورته ده. موږ لا تر اوسه دغې ارزښت ته نه يو رسيدلي، ځکه خو د انسان وژنه راته بې ارزښته ده. که د لمونځ کونه يې يو حکم دی، خو د انسان ساتنه يې بل حکم دی. ځينې اسلامي ارزښتونه لکه لمونځ، روژه، زکات وحج او داسې نورو کې د اعادې يا د وسعت امکات شته، خو په ځينو لکه په روح کې بيا نشته. البته ځينې تدابير او سپارښتنې شته چې په تر سره کولو يې د انسان د ژوند مخنيوی تر يوه وخته کيدای شي، لکه يو ناروغ پخپل وخت روغتون ته رسول او داسې نور.

ځينې وخت سړي ته ګيله ورشي چې پخواني هېواد مشر ښاغلي کرزي او ښاغلي غني استاذ سياف د څه لپاره ساتلی. په هجرتي چاپيريال کې د دعوت والجهاد پوهنتون په هره غونډه کې به يې له حمد وثنا وروسته سملاسي پر مرحوم پاچا محمد ظاهر شاه باندې د تکفير حکم کولو، خو د امريکا و دولت له هومره شنو بنډلي ډالرو او غصبونو سره سره يوه مساله د جمع بين الصلاتين دې ولس ته نه شي کولی. د شمال ټلوالې په هره توصيفي غونډه کې خو له هر چا مخکې د طوطي په شان دې غږيږي، خو د امنيتي ستونزو او نورو ملي مسايلو کې يې بيا خوله د چا خبره پر انبور هم نه خلاصيږي او نه د حق خبره کولی شي. زما په اند خو د طالبانو له راپرځولو نه تر ننه پورې نوموړي يوه د حق خبره د دولت او د ملت ((ولس)) په ګټه نه ده کړې. د دې دومره ډالرې معاش او مځکو غصبونو او امتيازونو سره سره نوموړي د خپل سلفي مسلک سره سره يوه د جمع بين الصلاتين ((د دوه لمونځونو يووالي)) مساله نه ده کړې، نو دا معاش اخېستنه ورته درست نه ده او د محمد ظاهر شاه تکفيرونې ته خو لکه صحرايي زمری په دوه پښو شين ناست وو.

تېر تاريخي او اسلامي لاسوندونو ته په کتو جنګ ټولنې ته بدبختي مينځته راوړي، ځکه خو بلقيس له تاريخي و قرآني پلوه له سليمان عليه السلام سره له ټکره ځان وساته او قرآنکريم د هغې قول ((وينا)) رااخېستې چې ((وجعلوا اعزة اهلها اذلة)) مانا دا چې په جنګ کې چا ته عزت نه پاتې کيږي. دا ځکه چې د ټولنې اقتصاد له مينځه ځي، فقر وغربت ټولنې ته راځي، ټولنه د خلکو بسپنې ته اړ کيږي او بل ته لاس نيولو کې انسان ته څه نه پاتې کيږي. ځکه خو وايی :
نعم الامير علی باب الفقير
بئس الفقير علی باب الامير

زموږ د پښتنو قرآن يا د صوفي رحمان بابا کلام هم همدا وايی :
د منت دارو چې ومرم نه يې غواړم
ما رحمان لره درمان د مسيحا

که هغه وخت زموږ درېواړو تنکيو ځوانانو ((مرح)) د کاکا صاحب د سترګور په ريبارۍ چې د هغه وخت سيکولر او څارګري ادارو ته کوله په لمسون له کابله پېښور ته ورتښتېدلی نه وای او هلته بيا هغه د مردان نظامي چارواکي د بوټو په لارښوونه تر روزنې لاندې نيولی نه وای، نو نن به دا دومره ستونزې موږ ته نه پېښېدای او نه د وخت چپيانو او راستيانو د ختيځ ولويديځ ډول ته نحېدلی نه وای، او نه د کندهار فقير و هغه بل قاچاقبر او نه يې نن د مدرسې ملا او نه يې د شمالي وزيرستان کباړيان د نورو ډول ته نڅلی نه وای، نو ولې به د بل په اور کې سوځېدلی. د سرګودهې دوزخي د سودان له وچو او سپېرو دښتو عربي مېلمه راوست او پر موږ يې راتاوان کړ چې دملا ضعيف په خبره موږ ته به يې يو څه ويل او امريکا ته بل څه او اخر يې هم دوی ټول له خپلو ملي ګټو نه بلهاريان کړل.

مشرف:
موږ اړ شوو چې په افغانستان کې د خپلو اتلانو په مقابل کې د امريکا ملاتړ وکړو
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=49044
ضياء الحق :
افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي.

The Five Evils who destroyed Afghanistan
http://www.thevoicetimes.com/five-evils-destroyed-afghanistan/
Former interior minister of Pakistan , General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:
Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Alo Bhutto . He ( Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.
Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar , Ahmad Shah Mahsood , Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan . I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus we started to destabilize and burn Afghanistan.
Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

مولانا سميع الحق :
د امريکې د ماتې په خاطر له روسانو پيسې او وسلې اخېستل روا دي
The Rise of Taliban

Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appreaed in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:

“The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force”.

مولانا محمد خان شيراني :
د پاکستان په ښوونيز (تعليمي) نصاب کې د قران کريم د جهاد په باره کې اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړل شوي وو، چې د کمونيزم پر خلاف خلک چمتو کړای شي
قاضي حسين احمد :
درهنگام حکمروايى داوود خان دشمن پاکستان و اسلام، پس از آنکه استاد ربانى از راه مهمنددره به پاکستان رفت، شش ماه او رادر منزل خود، از حکومت آن وقت مخفى نگهداشته بود.

حکمتيار :
د پاکستان مجاهد پوځ (؟!) او د پاکستان د ديپلوماسۍ دستګاه په مهارت سره کولای شي د افغان جهاد مفاد او منفعت وساتي.
سعدالدين شپون :
[د شهادت لپاره مرکه]
[[حکمتيار : زما دعا دا ده چې زه هم د اسلام په لار کې شهيد شم.]]
[[شپون : ما هم ورغبرګه کړه : ((آآأمين)).]]

پايله :
که له پيله مو ځانونه پېژندلی وای او د پنتاګون او د کريملين له زړو غوټو او يو بل ته له کينو ډک زړونه به دلته نه تشېدای. نه به شهيد داود خان له بريژنيف سره د يو سخت او تند غبرګون په نتېجه کې له مينځه تللی وای او نه به کارمليانو او دې نورو ته ميدان خالي کېدای.

کاشکې چې بيا مو په تېر جهادي وهجرتي پير کې، بيا په جهادي و طالبي حکومتونو او کاشکې چې بيا مو د ښاغلي کرزي په پير کې ځانونه پېژندلی وای، نو هغه چا ته به شل ځلې نه ورتللای چې د پلار له لاسه يې راته د جهادي غوبل بنسټ اېښوول شوی وو او د لور له لاسه يې راته د طالبي غوبل بنسټ ډبره کېښوول شوه او روزنکی يې د ټولو يو هماغه د مردان خلقي دوزخي جنرال وو چې بيا وروسته ورسره دې نورو هم په روزنه او پالنه کې شريکه برخه واخېسته.
اوس خو لا وختي دی او بايد ځانونه وپېژنو. زموږ په سر دې څوک بيا له کريملين، تهران او نورو سره معاملې نه کوي.

طالب د غازي امان الله خان غوندې په هغه مرحله position کې نه دی چې په هغه وخت کې د هند په نيمه وچه کې درې مختلف ملتونه ((مسلمانان، هندوان وسيکهان)) ان بودايان هم په دې خوښ نه ول چې د هغه وخت د زبر ځواک د لاس لاندې پاتې شي. هغه وخت د مذهب نه، بلکې د ((خپلواکۍ)) د مشترکې موخې لپاره ټول د يو بل غيرمسلم نړيوال زبرځواک پر وړاندې راپورته شول او افغانستان يې په تش لاس په ختيځه او لويديځه جبهه کې د ترکيې او عربو په دفاع کې مخ ته سپر شو.

په بله مانا طالبه ستا پر سر د هماغه زوړ زبرځواک پاتې شونی ميراثخور د خپلو سياسي، اقتصادي نظامي او ستراتيژيکو موخو لپاره له نړيوالو ځواکونو سره معاملې کوي. په تېر کې يې هم موږ ته دوکه راکړې. د روسانو د مخامخ خبرو وړانديز يې راڅخه هلته سبوتاژ او بيا يې د بين سېوان د ملګرو ملتونو د تخليې پروسه د جبل السراج تر ائتلاف لاندې سبوتاژ کړه، نو نن به بيا تا ته څنګه خپله بهرنۍ خپلواکي درکړي په داسې حال کې چې ضياء لا وخته ويلي وو چې ((افغانان نه شي د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي)) او نن زموږ ځينې جهاديان لا د دې پورته ټولو زمکنيو حقايقو سره سره بيا هم د جهاد لاپې او پرړې وهي، نو دا په حقيقت کې پر ځان ملنډې وهل دي.

تېر ته په کتو موږ له خپلو ګاونډيو سبوتاژ شوي يو او له موږ څخه يې خپله خپلواکي غصب کړې او نن هم کوښښ کوي چې زموږ د پرمختګ، سوکالۍ او د بيا رغاونې او د اوبو وځنګلونو او معادنو او نورو مخه ونيسي او تر خپل کنترول لاندې يې راولي. دا اوس زموږ د تاريخي وسياسي پوهاوي پورې اړه لري او له مذهب سره تړاو نه لري. دا بايد هغو ته په زغرده ووايم چې موږ ته د خپلو سياسي - استخباراتي فتواو پر ځای د خپلو کچنيخانو غم وخوري چې د هيرا بدنامې منډيي تر څڼګ اوس لا رسنيو ته يې د لاهور د هوټلونو رسوايي هم رابرسېره شوه او د الرحمان، الجهادي وغازي هوټلونو د مقدسو نومونو تر پوښښ لاندې يې خپلو فحشاو او نارواو ته مشروعيت ورکړی.

که مو له جنګه لاس اخېستی وای او خپل هېواد مو د نورو لپاره وران کړی نه وای، نو نن به ولې زموږ لاس نورو ته اوږد وای او نه به راڅخه چا دغسې غوښتنې کولای شوای. د جهاد له برکته نن اړ او د خلکو د ناروا او نامشروع غوښتنو له ځوابه نه يو. دا ځکه چې تمه و احتياج او فساد له انسانه ايمان وشهامت او ملي - تاريخي وياړونه ټول اخلي. ځکه خو ملکې بلقيس په هغه سليماني وخت د خپل ولس ((رعيت)) د عزت خيال وساته او له سلميان عليه السلام سره يې له مخامخ ټکره ځان وساته او د مفاهمت لاره يې غوره کړه. ځکه الله تعالی يې عزت زموږ په ستر اسماني مؤمن به کتاب کې زموږ د ژوند د لا ښه مديريت او پوهاوي لپاره د يوې بېلګې په توګه راوړی. دا زموږ لپاره د دې استنباط دی چې موږ څنګه له يو ځواکمن او زبرځواک او له سيمه ييزو ستونزو څخه څنګه د ځان ساتنې په موخه ترې کار واخلو او د زورورو له ګوزاره او څپېړې څخه ځانونه وساتو او هم خپله ټولنه د خلکو له احتياجه خلاص کړو.

فاعتبروا يا اولی الابصار!

په درنښت

 

اماراتو له افغان حکومت څخه غوښتي چې جنرال عبدالرزاق دې دوی ته د کندهار د پیښې په اړه د تحقیقاتو لپاره وسپاري
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=53892


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery