مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-02-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ګونګ سیاست،دسیمی اونړۍ نوی استخباراتي لوبه!!!

عبدالصبورصابري

 

که څه هم دڅو لسیزو راپه دیخوا په افغانستان کې دسیمی هیوادونواوغربي نړۍ لخوا په افغانستان کې په متواتره توګه،دجګړی بهیر پیل شوی،چې په رنګارنګ نومونو،مذهبي،سیاسي،اقتصادي موخو یی افغانان قربانیان شول،اوپه دوامدره توګه دا لړۍ روانه ده.

ددی بهیر د ودریدو په خاطر زمونږ ګڼ شمیر چارواکي،تش په نوم سیاستوال،اوځینی مدني خوځښتونه هم پاتی راغلي،چې ځینویې دخپلووجدانونو معامله کړي،اودیوڅوپیسو په خاطر یی ځانونه اوافغانان په نوروخرڅ کړي،چې له امله یی بیګناه افغانان قربانیان دي.

رابه شم اصلي موخی ته!

دنړۍ او سیموهیوادونوګونک سیاست اونوی استخباراتي لوبه په افغانستان کې دبیا دپاره تکراریږي...

دسیمي هیوادونو پاکستان،ایران اوروسی ناستی او پریکړی دافغانستان په هکله دافغانستان دولت په نه شتون کې په څه مانا وی اودي!!!؟

 ایا ددی پریکړو هدف په افغانستان کې دبهانی په بڼه کورنۍ،مذهبي،سیاسي جګړو ته بیا لمن وهل اود اور راتازه کولوسره بیا پوکي ورکول دي!!!؟

 دوسله والو لپاره دروسی ښکاره مرستی ورکول،اوبیا دهغوی څخه دډال اوڅپرپه څیرګټه اخیستل اودامریکایی ځواکونو بمبارول چې له امله یی بې ګناه افغانان قربانیان شول،او دا لړۍ روانه ده......

دپاکستان او ایران مخلصانه سیاست خوټولو ته څرګنددی چې په دی ځو لسیزو کي څومره ولوبولو اولوبوي مو.

دډونالډ ټرمپ نوی سیاست د دروسی سره دښو اړیکو دافغانستان په هکله یولړپوښتنی رامینځ ته کړي دي...

له یوی خوا وسله وال طالبان په ښکاره توګه دروسی لخوا تش په نوم دداعش په مقابل کې حمایه کیږي،او له بلی خوا بیرته دغه وسله وال طالبان دعام اولس دځایونو څخه دسنګر ګټه اخلي،او دامریکایی ځواکونو لخوا بمباریږي چې دې ګونګ سیاستونوافغانان اندیښمن کړي.

په عین وخت کې له بلی زوایی په افغانستان کې دغیرمتمرکزنظام دپلی کولو لپاره،ځینو چیغی اوناری سوری شروع کړي،اودافغانستان تجزیی خوبونه وی،چې داهم دنړۍ او سیمی هیوادونوګونګ سیاست او استخباراتي لوبی دي چې په کار اچول شوي.

دی حالت سیمی هیوادونو او نړیوالوته دازمینه براره کړی چې له افغانستان څخه دجغرافیوي موقعیت لپاره خپل شوم اهداف ترسره کړي اوخپل ستراتیژیک پلانونه له همدې موقعیت څخه وکاروي،چې ګټه یی دافغانانوقربانول،له خپلووسلوڅخه په تجربوي بڼه ګټه اخیستل،افغانان هوساینی اویووالي ته نه پریښودل، افغانستان کې دجګړو لپاره نوي پلانونه څخه کاراخیستل،اوافغانان په همدې بهیر کې ویده ساتل دي.

زمونږ رښتیني سیاسون،رښتیني چارواکي،اولیکوالان باید اونور اړونده غړي دې نړیوالی ټولنی ته جدي سپارښتنی اونیوکی دی وکړي،اودروان بحران په هکله دې تری ځواب وغواړي،چې افغانستان دروان بحران سره مخ دی،اوورځ تر بلی یی وضعیت او دنړیوالی ټولنی په شمول لاسوهنی پکی ترسره کیږي،چې نړیوالی ټولنی هم یاد حالت ته ځان ګونګ نیولی او کوم غوڅ دریځ یی ندی اعلان کړی.

که چیری داسی ونشول،اواړونده ذکر شوي وګړي لاس پکارنشول،خدای نخواسته افغانستان به مودویتنام اوسوریی په سرنوشتونو اخته شي.

لاس به مروړو وخت به تیر وي.

درنښت

 دیوسوکاله،خپلواک اوپرمختللي افغانستان په هیله

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery