مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-02-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ارزګان:نوی امنیه قوماندان وايي دپولیسو ټولي ستونزي حلوم.

احسان الله ولس يار

ارزګان:نوی امنیه قوماندان وايي دپولیسو ټولي ستونزي حلوم.
دارزګان ولایت لپاره نوي ټاکل شوي امنیه قوماندان نن رسماً خپله دنده پیل کړه او دپولیسو پر وړاندي دټولو ستونزو دحل ډاډ يي ورکړ.
ارزګان کي میشت قومي مشران له نوي امنیه قوماندان څخه غوښتنه کوي چې قانون پلي کړي او په هرڅه کي دقومي مشرانو نظرونه واخلي.

ارزګان لپاره نوي ټاکل سوی امنیه قوماندان په امنیتي برخو کي دستونزو دحل ژمنه کوي.
دارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري نن يي خپله دنده رسمي پیل کړه ديوه کنفرانس پر مهال يي رسنیو ته وویل چې دامنیتي ارګانونو ترمنځ همږغي او دپولیسو دستونزو حل به يي په کاري لمړیتوبونو کي وي.
نموړي داهم وویل چې په هره برخه کي به دقومي مشرانو نظرونه اخلي او دهغوی سره به سلا مشوري کوي.
ښاغلي سنګري زياته کړه چې دامنیت لپاره هم نوي پلانونه لري او هڅه کوي چې په ارزګان کي ټولي امنیتي ستونزي حل کړي.
نموړي له وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه چې جګړه بس کړي او سوله وکړي خو دارزګانیانوڅخه  يی وغوښتل چې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
داروزګان امنيه قومندان غلام فاروق سنګري
 
ارزګاني وګړي بیا له نوي امنیه قوماندان څخه دقانون دپلي کیدو غوښتنه کوي.
په ارزګان ولایت کي قومي مشر عبدالباري باور وايي چې که نوی امنیه قوماندان په کارونو کي دبریالیتوب هیله لري نو په دغه ولایت کي دي دمیشتو قومي مشرانو او فعالینو سلا مشوري له ځانه سره ولري.

دیادوني وړ ده چې تر دي وړاندي رحمت الله صدیقي دارزګان دامنیه قوماندانۍ دسرپرست په توګه دنده تر سره کوله.
خو دا په تیر یوه نیم کال کي ۷ امنیه قوماندان دی چې دارزګان دامنیه قوماندان په توګه ټاکل کیږي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery