مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-02-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

متمرکز او غیرې متمرکز نظامونه، افغانستان کې کوم یو ښه دی؟

غازي عابد


 په دې وروستیو کې یو ځل د متمرکز او غیرې متمرکز نظامونو په اړه بحث راپورته شوی. له بدمرغه په افغانستان کې هر څه په پټو سترګو راولاړیږي او له منځه وړلو او نه منلو لپاره هم په تړلو سترګو ناره پورته کیږي. اما ددې فکر ډیر کم دی، چې په څه کې مو رښتیني ګټه ده، څه زموږ اړتیا پوره کولی شي او څرنګه سوکاله کیدلی او مخکې تللی شو.
اوس د متمرکز او غیرې متمرکز نظام بحث په تړلو سترګو کیږي او غوښتل کیږي، خو عیني شرایطو ته پام نشته.
دلته مو د متمرکز او غیرې متمرکز نظامونو پر پيژندنې، ګټو او زیانونه بحث کړی، په ځانګړي ډول په افغانستان کې یې د غیرمتمرکز نظام پر زیانونو خبرې شوي.
لومړی به غوره وي چې نظام او سیاسي رژیم وپيژنو:
۱- نظام او سیاسي رژیم
 سیاسي رژیم د دولت شکل ته ویل کیږي. دا یوه طریقه ده چې په وسیله یې قدرت په جریان او اجرا کې اچول کیږي.
یا د یوه دولت د ننه د ټولو سیاسي، تقنیني او قضايي بنسټونو یوځای والی او د کار د څرنګوالي مجموعې ته سیاسي رژیم ویل کیږي.
یعنې کله چې د سیاسي رژیم خبره کوو، دا مو ذهن ته راځي چې: پارلماني سیاسي رژیم، ریاستي سیاسي رژيم او که اسامبلي سیاسي رژیم؟
 په سیاسي رژیم کې له دریو ګونو قواوو، د هغوی له مشترکاتو، څرنګوالي او ترمنځ اړیکو په اړه بحث کیږي.
خو نظام کې بیا ملي هویت، ملي ارزښتونه، ملي شخصیتونه هم راځي او دا هم روښانه کیږي چې ایالاتونو او ولایتونو ته ورکول شوی او که څنګه، چې هغه بیا د مرکب دولتونو بحث دی.
یعنې په ټوله کې نظام پراخه بحث دی، چې ډیر څه په ځان کې رانغاړي، خو سیاسي رژیم د دولت، د ځینو علماوو په نظر د حکومت شکل او ډول یوازې تر بحث لاندې نیسي، چې تمرکز یې د درې ګونو قواوو ترمنځ پر اړیکو او څرنګوالي وي.

۲- متمرکز او غیرې متمرکز نظامونه
 ۱- متمرکز نظام هغه نظام ته وايي، چې ټول واک له مرکز سره وي، ولایت ته ډیرواک نه ورکوي، لکه افغانستان، ایران او نور...
۲- خو غیرې متمرکز نظام هغه ته وايي، چې واک یوازې له مرکز سره نه، بلکې ولایتونو یا ایالاتونو ته یې هم ډیر واک ورکړی وي، چې هغه بیا مرکب دولتونو یوه برخه ده.
ځکه د مرکبو دولتونو یو څانګه د فدریشن ده، چې پر اساس یې واک د اساسي قانون پر اساس ولایتونو ته هم ورکول کیږي، په ټولو چارو کې ازاد وي، خپلواکه مقننه قوه، اجرایه قوه او قضایه قوه لري، خو په مهمو داخلي او ټولو بهرنیو چارو کې د مرکزي حکومت تابع وي.
۳- د پورته دواړو نظامونو ګټې او زیانونه کوم دي؟

 ۱- د متمرکز نظام ګټې
 ۱- کله چې مدیران یا مشران تصمیمونه نیسي، نو په ښه ډول سره کولی شي چې په متمرکز نظام کې ټول فعالیتونه سره هماهنګ او ترسره کړي، ځکه دوی واک لري، د کاروونو د ترسره کولو په برخه کې هماهنګي جوړه او ترسره کړي.
۲- کله چې په هېودا کې بحراني حالت واقع کیږي، نو په لویو پریکړو سره مرکزي نظام کولی شي چې هر څه اسانۍ سره کنټرول کړي. دا ځکه چې مشخص مشر په کې وي او د ستونزې د مخنیوي لپاره له مشخصه ځایه د بر رسۍ امر کیږي.
۳- پریکړې او تصمیمونه د مشخصو مشرانو له خوا نیول کیږي، نو په چټکۍ سره نیول کیږي، ځنډ په کې نه راځي.
۴- دا چې ټول مالي مسایل مرکز پوري تړلي وي، نو هغوی ټولو ولایتونو او سیمو ته په مساوي ډول سره ونډه ورکوي.
۵- ملي یووالی په کې ایجاد او ساتل کیږي.
۶- له قومونو او ډلو سره په کې د بې عدالتۍ مخه نیول کیږي، ځکه ممکن د یوه ولایت یا ایالت اوسیدونکي اکثریت د یوه قوم یا ژبې مربوط وي، نو خامخا به واک هم همدغه خلک په لاس کې اخلي، چې له دې امله به له لږکیو سره له ظلم او زیاتي څخه کار اخیستل کیږي.


۲- د متمرکز نظام نیمګړتیاوې:
۱- په دې نظام کې تصامیم له مرکزه نیول کیږي، تر ډیره محلونو ته سم ژور پام نه کیږي.
۲- هغه خلک تصامیم نیسي چې هغوی د عمل له ساحې څخه لري وي، نو پر همدې اساس زیاتره وخت د اړتیا او امکاناتو ترمنځ ډیر واټن یا لرېوالی موجود وي.
۳- که چېرته په تصمیم کې خلا یا نقض وي، ټول هېواد ته یې زیان رسي.
۴- د سیمې د شرایطو او د دولت د طرحو ترمنځ تناسب شتون نه لري.
۵- که یوه سیمه ډیر عاید هم ولري، خو بیا هم د هغوی د ارزښت په تناسب له نورو ډیره ونډه نه ورکول کیږي.

۲- د غیرې متمرکز نظام ګټې
 ۱- د ټیټې کچې مدیرانو د تجربې د پراخولو لپاره مهم بلل کیږي. یعنې په وسیله د ټیټي کچې مدیران او چارو سمبالوونکي کسان نور هم ډیر د سیستم پر مخ بیولو سره اشنا کیږي.
۲- د لوړې سطحې مدیران د تصامیمو لوی بار د یوه شخص په غاړه نه ور اچوي، بلکې د تصمیم پرځای پر پایله ډیر تاکید کوي.
۳- کولی شي په ډیر سرعت سره محلي شرایطو ته ځواب ووايي.
۴- د هېواد د مختلفو برخو حالات او شرایط په پام کې نیول کیږي.
۴- د هېواد جغرافیوي، ټولنیزو او فرهنګي حالاتو ته توجه کیږي.

د غیرې متمرکز نظام نېمګړتیاوې:
۱- کیدای شي د هېواد مختلفې برخې په مادي، انساني، علمي او اقتصادي امکاناتو کې توپيرونه ولري، ممکن ځني سیمې عالي امکانات ولري او ځیني ممکن ونه لري، نو دلته بیا طبقاتي ټولنه رامنځته کیږي.
۲- خلک په محلي حکومتونو کې مستقماً مداخله کوي، خاص ډول تعلیمی او فرهنګي برخه کې، مثلاُ څوک یو تعلیمي نصاب وټاکي او څوک بل او خپل ناوړه اهداف ترلاسه کړي.
۳- محلي اړتیاوو ته زیاته توجه کولو له امله، ممکن ملي اهداف او ګټې زیانمن یا شاته پریږدي، ځکه هر ایالت به خپله ګټه ویني او د نور هېواد غم به ورسره نه وي.
۴- په دې کې ملي او فرهنګي یووالی زیانمن کیږي.
۵- مصارف او لګښتونه یې لوړیږي.
۶- کیدای شي د ټولو مناطقو یا سیمو د چارو د سمبالښت لپاره د متخصص کسان نه وي.
ـــــ
 ۳- اصلي بحث دا دی چې په افغانستان کې غیرې متمرکز نظام ولې ښه پایله نه شي لرلی؟
 دا چې اوس په افغانستان کې موږ متمرکز نظام لرو، تر ډیره اوسنیو حالاتو، شرایطو او امکاناتو ته کتو سره برابر ښکاري. ځکه موږ تر اوسه په سیاسي لحاظ پرمختللي نه یوو، موږ په ټولو برخو کې نامنظم او او اړمن یوو او له داخله او بهره راته د تجزیې او نور ګواښونه متوجه دي، ځکه سیمه مو څو اړخیزه ستراتیژیکه ده، ګاونډیان او نړۍ غواړي چې له داسې موقعیته باید د ځان په ګټه استفاده وکړي.
دا چې ولې غیر متمرکز نظام ته نه یوو برابر، ځینې نیمګړتیاوې مو دا دي:
۱- دلته د بیلابیلو قومونو، قبیلو... شتون دی، که چېرته غیرې مرکزي نظام ولرو او واک محلي حکومتونو ته ورکړل شي، هلته بیا هغه کسان واک په لاس اخلي، چې اکثریت هغوی نا اهله، ناوړه، پردیپاله او تجزیه غوښتونکي او ناپوهه دي، هغوی به خامخا له محلي خودمختارۍ نه په مهارت سره ستره ناوړه استفاده کوي، نور قومونه او ډلې به ځپي او له منځه وړي.
۲- له نېکمرغه طبعي زیرمي لرو، ممکن محلي حاکمان به لا زیاته هڅه وکړي، چې دا زیرمې پر خپلو شخصي ګټو راوڅرخوي، نه به مرکز ته ورکول شي او نه به د هیوادو نورو سیمو ته ترې ګټه ورسي.
۳- ملي یووالی متسحکم نه دی، اوس په بیلابیلو پلمو هڅه کیږي چې زموږ ملي یووالی زیانمن کړي او له منځته یې یوسي، که چېرته سیمه ییزو حکومتونو ته پراخ ورکړل شي، یووالي زیانمن کیدو ته ممکن لا ډیر کار وویل شي.
۴- خودکفا نه یوو، ځکه مالي او بودجوي امکانات مو کم دي. اوس تقریباً په هره برخه کې نورو ته سترګې غړوو، چې داسې اختیاج یوو نو بیا د کومو امکاناتو په وسیله موږ د ولایتي یا ایالاتي مقننه قوې، اجریه او نورو ته دا د سوال امکانات ورسولی شو، ځکه هلته اداري واحدونه او پوسټونه ډیریږي.
۵- د ګاونډیانو لاسوهنې زیاتې دي، ممکن له دې نه ګاونډیان ناوړه استفاده وکړي او تجزیې ته کار وکړي.
۶- په محلي سطحه موږ متخصص او ډیر پوه خلک نه لرو، ممکن چارې مو ښې ترسره نه شي، ځکه اوس اکثره هغه خلک تر ټولو مخکې او واکمن دي، چې هغوی متخصص نه دي. د چارو په سمبالښت نه پوهیږي، یوازې د ناقانونه ونډې او زورواکۍ په وسیله قدرت ته رسیدلي دي.
۷- په محلي سطحه دلته زورواکي او ناقانوني بې حده ډیره شتون لري، ممکن ناوړه استفاده ترې وشي، یا یې زورواکي ټول قدرت په خپله ګټه راوڅرخوي او لا د زورواکۍ او ناقانونۍ لپاره ځان غښتلی کړي.
۸- موږ په علمي او سیاسي لحاظ د نورې نړۍ په شان هغومره نه یوو پرمختللي چې په محلي سطحه حکومتولي سمه سمبال کړو.
۹- موږ پياوړي حکومتي بنسټونه، له پردیو لاسوهنې پاک سیستم او... نه لرو، له ډیموکراسۍ سم نه یوو بلد، یوازې به ددې نظام پر متني شکل تمرکز نه کوو، بلکې په عمل کې به یې ګورو، چې څومره په عمل کې ښه ثابیتدلی شي.
کاش قدرت غوښتونکي پر قدرت مړیدای، ځکه د غیرې متمرکز نظام غوښتنه هم هغوی کوي، کوم چې له موقفونو لرې شوي او یا د نامشروع عاید مخه نیولو هڅې یې کیږي.
یو ځل مخکې هم داسې بحثونه تاوده شوي ول، چې یوه موخه یې نامشروع غوښتنو ته سم ځواب او واک کې شریکول ول.
یادونه: یو ستونزه چې په اوس وخت کې پ رسنیزو بحثونو او خبرو کې تر سترګو کې کیږي، هغه د پارلماني او غیرې متمرکز نظام خبره ده، ډیر کسان د غیرې متمرکز نظام نه د پارلماني رژیم تعبیر کوي، چې دا یوه ستره تیروتنه ده، کیدلی شي یو رژیم ریاستي وي خو واک په کې غیرې متمرکز وي، لکه د امریکا او کیدای شي یو نظام پارلماني وي، خو واک متمرکز وي، لکه ترکیه، چې اوس اردغان هڅه کوي، ریاستي ته یې واړوي.
یعنې اوس یو شمیر د غیرې متمرکز پلویان وايي، رژیم دې ریاستي وي، خو واک دې وویشل شي او یو شمیر وايي، رژیم دې هم پارلماني شي او نظام دې هم غیرې متمرکز.
په دې بحث کې مې د استاد خوشحال جواد له چپټره هم لږه استفاده کړې.
له لوستو مو مننه
Ghazi Abid 2017-02-08-sfa-off-Jalalabad

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery