مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-02-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دیني عالمان:په مخۍ او بدو کي دښځو ورکړه ناروا ده.

احسان الله ولس يار

په ارزګان ولایت کي دحج او اوقافو ریاست رئیس وايي چې په مخۍ او بدو کي دښځي ورکړه ناروا ده او باید مخه يي ونیول سي.
په ورته وخت کي دښځو چارو ریاست مسؤلېن وايي چې دوی دښځو لپاره هغه حقوق غواړي چې اسلام دوی ته ورکړي وي

په مخۍ او بدو کي ورکړه ارزګان کي یو دود ګرځيدلی.
د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي دمنخیوي غونډه چې په ولایت مقام کي جوړه سوي وه پکښي د یوشمیر ادارو رئیسانو او دیني عالمانو ګډون کړی وو او  پردي يي خبري وکړي چې څنګه دښځو پروړاندي تاوتریخوالۍ له منځه یو وړل سي.
دیني عالم او دحج او اوقافو رئیس مولوي حمدالله ابدالي په غونډه کي وویل چې دښځي مخۍ کول او په بدو کي ورکړه ناروا ده او اسلام ورته جواز ندی ورکړی.
که څه هم بشري حقونه په کوچنیوالي کي دښځي له ورکړي سره خلاف دي خو دحج او اوقافو رئیس وايي چې پلار ددي حق لري چې خپله لور په کوچنيوالي کي هم ورکړي.
دښځو چارو ریاست مسؤلېن هم وايي چې په ارزګان کي دښځو پروړاندي دتاوتریخوالي پیښي ډیري سوي خو له ټولو ارګانونو يي غوښتنه وکړه چې دښځو پروړاندي دتاوتریخوالي په مخنیوي کي خپله ونډه ادا کړي.
دپوهني سرپرست رئیس نجیب الله کامران هم وايي چې په ارزګان ولایت کي ډیر خلګ دښځو له زده کړي سره مخالیف دي او اجازه نه ورکوي خو په خبره يي چې  نر او ښځه دا حق لري چې زده کړه وکړي.
دښځو پروړاندي دتاوتریخوالي دمخنیوي دغه غونډه په داسي حال کي کیږي چې څو ورځي دمخه دښځو چارو ریاست مسؤلینو ویلي وه چې په تیر کال کي په ارزګان ولایت کي دښځو پروړاندي دتاوتریخوالي ۷۵ بیلا بیلي قضيي ثبت سوي دي.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery