مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-02-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ګوګل پښتو ژباړن او دمورنیو ژبو نړیواله ورځ

نصیر ستوری

 

 د پښتو ژبې په سلګونو زرو مینه والو دانټرنټ له لارې له ګوګل څخه غوښتنه کړې وه، چې پښتو ژبه چې له ۷۰ میلونو زیات ویونکي لري، د ګوګل پشتو ژباړې ته ورداخله کړي .په زرګونوپوهانو، لیکوالانو، څیړونکواو د پښتو ژبې او کولتور خدمتګارانو او په ځانګړي ډول د هیواد بهر او دننه د پښتنو ځوان کول (نسل) پکې په خپله خوښه په وړیا توګه، بې له مادي ګټې د زړه له تله کار وکړ ، چې له نیکه مرغه او د کوګل دمشرانو نه په مننه ۲۰۱۶ ع کال د فبرورۍ د میاشتې په ۱۷ مه نېټه ګوګل د ۱۲ نورو ژبو تر څنګ پښتو ژبې ته هم ګوګل ژباړن کې ځای ورکړ،چې د ډېرو نیمګړتیاوو او ستونزو سره سره دا د پښتو ژبې د ودې، پرمختګ او بډاینې په برخه کې یو بې ساری او ستر ګام دی.
د۲۰۱۶ ع کال د فرورۍ د ۱۷ مې نېټې راپدې خوا هم په ګوګل پښتو ژباړن کې د پرمختیا او ودې لپاره ګڼ شمیر کسانو وړیا کار کړیدی، چې د پښتو ژبې د پرمختګ لپاره لکه څنګه چې لازم دي بسنه نه کوي او دشته ستونزو ، خنډونو او نیمګړتیاوو د له مینځه وړلو او سمولو لپاره اوپه ګوګل کې د پښتو ژباړن د تلپاتې ساتلو او پالنې لپاره اوس هم لاډیر کار ته اړتیا ده.
موږ د افغانستان له حکومت څخه غوښتنه کوو،چې ګوګل پښتو ژباړن ته لومړیتوب ورکړي او په اړینه او ګړندۍ توګه دې علومو اکاډمۍ ته دا دنده وسپاري ، چې ژرتر ژره د ژبپوهانو، څیړونکو، مسلکي کسانواو لیکوالانو یوه تلپاتې ډلګه ګۍ او کاري ډله د ګوګل پښتو ژباړې له پاره وګوماري، چې د اطلاعاتو او کولتور، د مخابراتو او ټیکنالوژۍ ، د قومونو او قبایلو، د پوهنې او دلوړو زده کړو وزارتونو او د نورو اړوندو ادارو سره په ګډه یو مرکز جوړ کړي او هره ورځ په منظمه توګه پښتو ژباړن مخ پر وړاندې بوزي اودګوګل پښتو غږیز ژباړن پیل شوی کار ته وده ورکړي.
دپښتوژبې په معیاري کولو او د پښتو ویونکو بیلابیلو لهجو په همغږي کولو کې دپښتو اکاډمۍ ـ پېښور ، پښتو اکاډمۍ کوټې سره هم په ګډه لاس په کار شي او له هیواده بهر ژبپوهانو او څیړونکو فعاله ونډه پکې جوته کړي، تر څو په ګوګل کې پښتو ژباړې ته ژوند وروبښخي او دا لاسته راوړنه په ګوګل کې تلپاتې ځای ولري
 پښتو ژبه د ټول پښتون ملت ګډه هستي ده ، نو په ولسي کچه د پښتو ژبي ټول مینه وال او په تیره بیا هغه ځوانانو چې تر اوسه یې پښتو ژباړن کې کار کړی دي خپل کار ته لکه د پخوا په شان دوام ورکړي او خپله ونډه پکې جوته کړي
 د پښتني کولتور او پښتو ژبې د غوړېدا،
 بډاینې، ودې او غښتلتیا په هیله

 دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند جنرل سیکرټري

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery