مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-02-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

هلمندي ولسونو د پاکستان په ضد لاریون ترسره کړ

benawa afghanistan
جواد
هلمندي ولسونو له لوري دپاکستان دورستيو راکيټي بريدونو په غبرګون کي لاریون تر سره سوو: دغه لاریون دوي دپاکستانی ځواکونو دهغه راکیټی بریدونو په اړه وو چي له تیرو څوورځوراهیسی یې دکنړ او یوشمیر نوروسیموکي پرافغان خاوره ترسره کړي دي.
دهلمند مدني ټولنی او هلمندي ولسونو له لوري دپاکستان دورستيو راکيټي بريدونو په غبرګون کي لاریون تر سره سوو:
دغه لاریون دوي دپاکستانی ځواکونو دهغه راکیټی بریدونو په اړه وو چي له تیرو څوورځوراهیسی یې دکنړ او یوشمیر نوروسیموکي پرافغان خاوره ترسره کړي دي.
لاریون کوونکو له ولسمشره غوښتنه وکړه چي دپاکستان پرضد جګړه اعلان کړي ترڅو دوی په جګړه کي برخه واخلي.
لاریون چي دهلمند مدني ټولنی له لوری جوړسوي د سلګونو ځوانانو ،قومي مشرانو،دیني عالمانو او مدني فعالانو ګډون درلود له نړیوالو وه غوښتل چي پاکستان دي په تورلست کي شامل او دترهګرو اډه دي وه بلل سي.
دوي وویل له تیرو څو کلونوراهیسی پاکستان ورته بریدونه کوي نه نړیواله ټولنه او نه هم افغان دولت ددوي ددې کارمخه نیسي.
هغوې دپاکستان بیرغ ته اورواچوي او له افغان دولته یې وغوښتل چي خپل اړیکي په اقتصادي ،سیاسي ،ټولنیزو فرهنګي او کلتوري برخو کي  له پاکستان سره پری کړي.
دغه لاریون چي شاوخوا  دوه ساعته یی دوام وکړ خپل پریکړه لیک کي یې لیکلی وو چي نړیواله ټولنه دي نور نه پریږدي ترڅو پاکستان بهرنیو هیوادونو سره خپلی اړیکي ټینګې کړي دوي زیاته کړه سلګونه ځوانان چمتودي چيله ملي امنیتي ځواکونو سره یو ځای دپاکستان سره پرپوله جګړه وکړي او مخه یې ونیسی.
دهلمند مدني ټولنی مشر سردارمحمد همدرد وويل: دپاکستان داکړغیړن اوله شرمه ډک هغه عمل چي پرافغان خاوره بریدونه کوي په کلکه غندو که چیری افغان دولت ددې عمل پروړاندی ګام وانه خلی موږ هلمندی اولسونه په سراو مال دپاکستان ددې عمل ځواب ته چمتویوو
هلمندکی داسی مهال دپاکستان پرضدلاریون کیږي چي دری ورځې وړاندي دپاکستان په لاهورښارکي دیوصوفی لعل شهبازقلندرپه زیارت کي له ځانمرګی برید وروسته چي ترسلو زیات کسان پکی ووژل سول او تر۲۵۰ نورژوبل سول پاکستان پرافغان خاوره هم راکیټی بریدونه وکړل او هم یی دتورخم او چمن دواړي دروازي وه تړلي
افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي پدی برخه کي یې له پاکستان سره خبری پیل کړي او هغوې سفیریې څوځلی اظهارکړي هم دي خو دغه خبری تراوسه پوری کومه پایله نده لرلي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery