مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-02-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سنګري:ارزګان کي دنښتي پرمهال دواړه لورو ته مرګ ژوبله.

احسان الله ولس يار

 


دارزګان ولایت دامنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري نن رسنیو ته وویل چې دمرکز ترینکوټ اړوند په شاه منصور سیمه کي تیره شپه وسله والو طالبانو پرمیشتو امنیتي ځواکونو بریدونه وکړه چې دواړه لوریو ته پکښي مرګ ژوبله اوښتي.

دترینکوټ-چوري پر لویه لاره دمرکز ترینکوټ ښار په یو کیلو مترۍ کي  دشاه منصور په سیمه کي دپُل دخرابوالي له امله پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتي.

دارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري نن رسنیو ته وویل چې تیره شپه وسله والو طالبانو دپُل پر هاغي غاړي امنیتي پوستو بریدونه وکړه چې تر سهاره يي دوام وکړ.

نموړی وايي چې ددوی کومکي ځواکونه دجګړي له پیل سره سم دجګړي سیمي ته ورسیدل خو دپُل دخرابوالي له امله يي وه نه سوه کولای چې دزري وسایطو سره له رود څخه پري وزي او جګړه مهار کړي چې له امله يي ددوی ۴ سرتیري ووژل سوه او ۵ تنه نور ټپیان سوه.

نموړی وايي چې په جګړه کي لسګونه وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتي.

هغه داهم وویل چې که څه هم دامنیتي ځواکونو دنده نده خو اوس خپله امنیتي ځواکونه دپُل په رغولو بوخت دي او اړوند ریاست[فواید عامه] مسؤلین لاس تر زني ناست دي.

امنیه قوماندان که څه هم دا وه نه ویل چې څو پوستي سقوط سوي خو دومره يي وویل چې اوس دوی دخپلو امنیتي پوستو په بیا جوړولو بوخت دي.

یوي بلي امنیتي باوري سرچیني بیا دنوم نه ښودلو په شرط بينوا ته وویل چې دتیري شپي په نښته کي دوي امنیتي پوستي سقوط سوي دي.

دتیري شپي دنښتو په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو تر اوسه څه ندي ویلي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery