مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-02-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

حصارک کې د ظلمونو کېسې: لومړۍ برخه

اتل زړور):

 

حصارک کې د ظلمونو کېسې: طالبان حصارک کې په هر فصل سلګونه لکه کلدارې عشر ټولوي

جلال اباد (اتل زړور): د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې طالبانو له تېرو څلورو کلونو راهیسې په هر فصل له ۳۰۰ تر ۴۰۰ لکو کلدارو عشر له خلکو ټولوي.

ځآيي خلک وايي طالبان دغه عشر د چرسو او اپینو دفصلونو پرمهال ټولوي. په حصارک کې چرس تر بل هر ځایه ډېر کېږي او د چرس د پېر او پلور په مارکیټ کې هم حصارکي چرس تر هر ځایه مشهور او قېمته دي. اپین هم د ننګرهار د نور ولسوالیو پرتله په دغه ولسوالۍ کې ښه وده کوي.

تیر کال د یو من ښو چرسو بیه ان تر یو نیم کلدارو هم رسېدله او په دغه ولسوالۍ کې هر عادي دهقان تر ۱۵ منه چرسو په کال کې تولیدوي. داسې بزګر هم شته چې کال کې له پنځوسو تر اتیا منو چرس هم له خپلو ځمکو اخلي.

چرس، د طالبانو لنګه غوا

 دا چرس دطالبانو لپاره د جنګ ماشین دی، ځکه ټولو لګښتونه یې له همدې لارو پوره کېږي. نو چرس د طالبانو د عاید لپاره لنګه غوا ده.

د سیمې یو قومي مشر اشرف خان وايي، طالبانو په دغه ولسوالۍ کې پر هغو درو پوره واک ولري چې چرس او اپین پکې ډېر کرل کېږي. دی وايي ډېر چرس په سره دره کې کېږي چې بشپړه د طالبانو واک کې ده.  د ده په وینا د چرسو د ډبولو پرمهال طالبانو کور په کور لیکلي خطونه وېشې او هر دهقان ته له ۵۰۰۰۰ تر ۲۰۰۰۰۰ کلدارو د عشر او زکات پرچې ورکوي.

ښاغلي اشرف خان وايي، طالبانو په دغو پرچو دهقانانو ته اخطار ورکوي چې تر ټاکلي وخت پيسې د طالبانو دعشر مسوولینو ته وسپاري.  د ده په وینا هیڅوک د دې جرات نه شي کولای چې له ټاکلي وخت یوه ورځ هم د عشر پیسې وځنډوي. ځکه وایې بیا د  (طالب د وهلو زور څوک نه لري)

طالبانو د چرسو او اپينو لپاره  د خوږیانو په توتو نومې سیمه کې هره جمعه د پیر او پلور بازار جوړوي او هرڅوک پکې ازادنه چرس او اپین خرڅوي.

خو د زکات او عشر پیسې یواځې تر چرسو او اپینو نه دي محدودې.

 د حصارک د جوکان کلي ملک انار وايي، طالبانو اوس له تېرو دوو کلونو راهیسې د هر جومات په سر د عشر او زکات په نوم پیسې راټولوي. دی زیاتوي ( طالبان هغو جوماتونو ته چې غټ وي او د ډېرو کورونو خلک ولري، ډېرې پيسې ټاکي او هغه چې کوچني وي، په همغه اندازه لږې پيسې ورته د زکات پرچه کې لیکي)

ښاغلی انار وايي، په اوسط ډول هر جومات ته له ۴۰۰۰۰ کلدارو تر ۲۰۰۰۰۰ کلدارو پورې ټاکل کېږي، چې هیڅوک ترې سرغړونه نه شي کولای.

د زکات پرچه

د طالبانو د اصولو له مخې، دهر جومات لپاره ټاکل شوې پيسې، خلک د خپلو ځمکو په تناسب ویشي. هغوی چې ځمکې ډېرې ولري، ډېرې پيسې ورکوي او هغوی چې کمې ځمکې ولري، نسبتا لږې پیسې ورکوي.

د حصارک یوه بزګر چې  له وېرې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي، ځینې خلک چې ډېر بې وزله وي او د طالب د پيسو د ورکړې توان ونه لري، طالبانو ته قومي مشران واسطه کوي چې د غذر په ډول یې په پرچه کې زکات په نوم لیکل شوې پيسې راکمې کړې.

دی وايي ( زموږ د کلي جومات لپاره یې د ۱۰۰۰۰۰ کلدارو پرچه را استولې وه، خو خلکو یې وس نه درلود، مجبور شولو د طالبانو ولسوال او دعشر مسوول ته زارۍ وکړې، قومي خلکو مو وروستل چې خلک د دې پيسو وس نه لري، د خلکو په روی یې ۲۰ زره راکمې کړې او د ۸۰ زره پرچه یې راکړه)

د فصل په سر زکات او عشر

د حصارک د پرمخیتايي شورا یو مخکینی مشر وايي، په  حصارک کې تر ۱۸۰ لوی او واړه جوماتونه شته چې له ټولو نه طالبان د عشر او زکات په نوم پیسې ټولوي.

د ده په وینا هغه کلي چې دحکومت تر ولکې لاندې دي، هغوی هم له وېرې طالبانو ته عشر او زکات ورکوي، ځکه که دا کار ونه کړي، په ولسوالۍ کې ازاد نه شي ګرځېدای او جلال اباد ته هم نه شي تلای.

طالبانو په دغه ولسوالۍ کې پخوا په کال کې یو ځل عشر له خلکو ټولاو خو له تېر کال راهیسې په کال کې دوه ځلې، یانې دهر فصل په سر د عشر او زکات په نوم پيسې ټولوي.

ځايي خلک وايي طالبانو پر همدغو پيسو وسلې پيري، خپلو وسله والو ته پرې، موټر، موټر سیکلونه، جامې، بوټ او نور ټولو ضروري وسایل اخلي، او خپل ټول زخمیان پکې په پېښور او په کور دننه تداوي کوي.

د سیمې د قومي مشرانو په وینا، ولسي خلک مجبور دي د طالبانو هر امر ته غاړه کېږدي، ځکه د دوی په خبره حکومت له تېرو شپږو کلونو راهیسې په دغه ولسوالۍ کې په نشت حساب دی او ټولې لارې پرحکومت تړل شوې دي.

ځايی حکومت هم مني چې طالبان هر کال دوه ځلې له خلکو دعشر په نوم په لویه کچه پیسې ټولوې. د حصارک ولسوال عبدالخالق وايي، دوی له خلکو غوښتي چې طالبانو ته دعشر په نوم پيسې ورنه کړي، خو وايي خلک له وېرې طالبانو ته پيسې ورکوي.

ولسوالي مني چې طالبان د هر کلي د جومات په سر آن له یادو شویو پیسو ډېرې اخلي.

د حصارک ځینو خلکو دا ادعا هم کوله چې ځینې سیمه ییزو پولیسوقومي خلکو ته خبرداری ورکړی وه که طالبانو ته د عشر په نوم پیسې ورکړي، دوی به یې هم ترې وغواړي. دا هم ویل کېږي محلي پولیسو له ځینو کلیو د عشر په نوم پیسې ټولې کړې دي. وايي دا کار یې ځکه کړی چې خلک طالبانو ته پيسې ورنه کړي. خو ولسوال او په ننګرهار کې چارواکي دا ادعاوې نه مني.

په حصارک کې د ظلمونو نورې کیسې په راتلونکو رپوټونو کې د سیمې د خلکو له خولې لوستی شئ. 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery