مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-02-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پاکستان یې هم وژني اوهم یې حلوا خوري

محمد انور ولید

 
: ۱۳۹۵ لمریزکال ـ د کب۳ مه
 
وایي چې یو وخت یوه حرفوي غله خپله داړه چېرې لیرې ګاونډۍ سیمې ته د غلا کولو له پاره له ځان سره ملګرې کړه . په پوښتنه پوښتنه یې د یوه شمتن خو بې کسه سړي کور په نښه کړ . د غلاکولو له پاره یې پلان ورته جوړکړ. خوکله چې د کورلارې ګودرې اود نغد اوجنس ټول ځایونه یې ځانته معلوم کړل ، د غلاکولود پلان عملي کولو شپه راورسېدله ، نوخپل یوملګری یې د ماښام په تیاره کې دغې شتمن لرغوني کورته ورد ننه کړ.
 
شپه چې پخه شوه ، په قلا کې د ننه ملګري یې دروازه ورته پرانستله او ټول داړه ماران قلا ته ور ننوتل اولومړی یې په نغدو پسې پلټنه پیل کړه . سره ، سپین او نغدې پیسې یې ټولې لوټ کړې ، بیا یې پرجنس باندې پیل وکړ او د خپلې خوښې هرڅه یې ټول کړل او له قلا د باندې ووتل .
 
د کورمېرمن پاس په زینه کې ورپسې ودرېدله او د څټه یې پرې نارې کړې چې ؛ ستاسې د پلارڅه وڅه ، ومې پېژندلۍ . د غلو مشرچې دا خبره واورېدله ، سملاسي یې ټوپک له اوږې پرې را واړاوه او په زینه کې ولاړه توړۍ یې په سینه کې وویشتله او په زینه کې یې لاندې را ورغړوله او سا یې ورکړه .
 
غلو دوې پښې خپلې او دوې پردۍ کړې او په منډه منډه له سیمې ووتل . خو په لاره کې په کومه اوبه شوې شود یاره کې د غلو مشرورګوزارشواو پڼې یې په شود یاره کې ترې ورکې شوې . نوموړي په خپلو پڼو پسې لاسونه او پښې تپول ، چې پرې سبا شو او د کلي له خوا پرې دوه بې تجربې او ناپامه کسان را غلل او ترې ویې پوښتل چې څه کوۍ ځوانانو؟ ولې لانده خیشته یۍ ؟ غلوورته وویل چې په دغه شود یاره کې زموږ پڼې را څخه ومښلېدلې ، هغه مو را واخیستلې او چېرې لیرې روان یو .
 
هغو دووکسانو ورته وویل چې تاسولانده شوي یاستۍ او یخنۍ به هم پسې اخیستي وۍ ، په هغه برکلي کې بېګا شپه غلو د یوه مالدار سړي ښځه ویشتلې او توده حلوا یې پسې باندې کړې ده ، ولاړشۍ ! هلته به ځانونه هم تاوده کړۍ او حلوا به هم وخورۍ !
 
حرفوي مجرمان غله بېرته پرڅټ را وګرځېدل ، هم یې د ویشتلې ښځې په همغه کورکې ځانونه تاوده کړل اوهم یې د هغې ښځې حلوا وخوړله او په مړه ګېډه او پوره ډاډ ترې راروان شول .
 
خو دحرفوي غلو داړه ماران چېرې هم په آرامه نه کښېناستل اود خپلو ګاونډیانوهرکور به یې چې په واره کې په نظرورغۍ ، پرهغه باندې به یې چاپه او داړه اچوله اوخپله شوکه به یې ترې کوله . همدا ددوی بېزنېس ؤ ، همدا ددوی حرفه وه او همدا ددوی مسلک ؤ .
 
که به د ګاونډیانو له کورونو څخه څه په لاس ورنه غلل ، نو د خپل کور په ناسکه غړو به یې پیل وکړ،  پرغصب اواستثمارسربېره به یې نورهم وځپل ، مشران به یې ورمړه کړل او د کورنۍ پاتې غړي به یې د خپل پوځي ګلېډر په زورسره د هراړخیزه محرومیت څنډې ده ورټېل وهل .
 
پنجاب شاهي اداره چې په اصل کې نه د پاکستان د ملت اصلي وارثه ده او نه هم د خپلو جنوب ختیځو او شمال لوېدیځوګاونډیانودوسته ده . دې ادارې د فیتوي چینچي په څېرد پاکستان د ملت په کلموکې ځای نیولی او د خپل ځان د بقاء او واک چلولو له پاره ټوله اقتصادي ، نظامي ، سیاسي ، ټولنیزه ، کلتوري ، دیني ، ژبنۍ اوتوکمي تغذیه د پاکستان پوځ ، استخباراتي اداره ، په اصطلاح دیني ټېکه داران اود پاکستان هغه (۹۴) کورنۍ ترې کوي چې برتانوي استعماري ځواکونو هغوی په پټه او ښکاره تمویلول او ترنن پورې د هغوی مدیریت اوملاتړکوي او په پاکستان کې د واکمنو څوکیو له پاره دغزل او نصب ټول کاندیدان هم له هغوی څخه تراوس پورې ټاکل کېږي چې له امله یې نورټول ملت له هرډول کورنیو ، سیمه ئیزو او نړیوالو ګواښونو سره پرې مخ کړی دئ .
 
د افغانستان او هندوستان په خاوره کې د پاکستان په نامه جوړه شوې مصنوعي جغرافیه کې واکمنه اداره په بشپړه توګه یوه انګریزي میراثي اداره ده چې د اوپراتفیي مدیریت ریموټ کنټرول یې اوس هم د لندن له شاهي کورنۍ سره دئ .
 
پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د ګارډین په حواله د پاکستان د پخواني پوځي واکمن پروېزمشرف له خولې لیکلي چې : د ده حکومت د افغانستان پرضد له طالبانو څخه د وسیلې په توګه کاراخیست . ډان د ګارډین په حواله لیکلي چې : متقاعد جنرال پروېزمشرف د ملېشو ( طالبانو ) په وسیله په افغانستان کې د نیابتي جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه . ښاغلي مشرف اعتراف کړی چې : کله چې د پاکستان دولتمشر ؤ، پاکستان د افغانستان د پخواني ؤلسمشرحامد کرزي حکومت ته د ګوزار ورکولوهلې ځلې کولې ، ځکه چې کرزي د هند ملاتړکاوه چې پاکستان ته زیان اړوي .
 
ماته ښه یا ددي چې کله دوهم بوش مشرف او کرزی دواړه امریکې ته ورغوښتي وو ، نود خبرو په لفظی مشاجره کې پروېزمشرف ښاغلي کرزي ته د فیلمرغ خطاب وکړاوکرزي وژړل اوله سترګو یې اوښکې و بهېدلې ، چې دا د پاکستان بل سپکاوی ؤ افغانستان ته . خومشرف اوس وایي چې ؛ اوس وخت بدل شوی ،اوس باید له ؤلسمشر محمد اشرف غني سره همکاري وشي .
 
همداسې د پاکستان اوسني لومړي وزیرد مجاهدینو تر بریا وروسته ویلي وو چې : ما د افغانستان زرکلنه ملي اردو ورړنګه کړه . بېنظیربوټواو نصیر الله بابر بیا طالبان خپل بچیان وبلل . پخوا ترهغې جنرال ضیاءالحق د افغانستان او پاکستان ترمینځ پرمرزباندې قائل نه ؤ . ذولفقارعلی بهوټوبیا د داؤد خان پرضد د مجاهدینو د ملاتړپه پلمه بله توطئه پیل کړه . خوترهغې وړاندې د جنرال ابوب خان په څېرد پاکستان نورو واکمنوجنرالانو به بیا تل د افغانستان خواته سترګې نیولې وې اود سترا تیژیک عمق خوبونه به یې لیدل .
 
خود(20مې )پېړۍ په دوووروستیواود(21مې) پېړي په دوولومړیولسیزوکې په افغانستان کې د پاکستان له خوا دځانمرګي اوسترو پلانیزه ترهګریزوبریدونو پایلوداوښودله چې : پاکستان د شاه شهید ، ابوالعباس اوکارته سخي زیارتونواوپرجنبش روښنايي باندې د دهمزنګ چوک سره بریدونه . د طلوع تلویزیون پرکارکوونکوباندې برید. په تکایاوواومذهبي ځانویوباندې بریدونه . پرریاست ده باندې برید په کندهارکې پردیپلوماتانوباندې شرمېدلی برید . په هلمند اوملي شورا باندې بریدونه . پرګوشتې ، تورخم ، خوست ، پکتیکا ، اوکونړونو باندې پوځي بریدونه .اودشاه سلیم له لارې پربدخشان باندې بریدونه . د لاجوردواو زمرودوغلاګانې او له افغانستان څخه د غلاکړیو یورانیمو کنجاړې په افغان خاوره کې تشول اوهمداسې د کابل ، کونړونو او پنجشېرد اوبوخپلولودامونه اودسیسې جوړول ټول هغه څه دي چې پاکستان له یوې خوا زموږ د بېګناه هېوادوالو ژوند اخیستی ، اوله بل پلوه یې زموږد نظام کاواکه کولو او د خاورې د بې ثباته کېدو پلانونه په لاره اچولي او پرله پسې یې زموږ په خاوره او د خپل هېواد په بلوچ مېشتواو پښتون مېشتوایالتونوکې پرتخریبي عملیاتواو دعائقو سیمو په لاندې کولولاس پورې کړی اوهمداسې د ډېورنډ د منحوسې کرښې لرې خوانه په شمالي اوجنوبي وزیرستان کې یې استخباراتي څارګرو ادارو د سیلاب مسید له قوله (۵۰۰۰) قبائلي مشران وژلي دي . په بلو چستان کې ( 8000) بلوڅان ژوندي ورک دي .       
 
بریتانوي استعماري امپراتورۍ د (۲۵۰) کالوپه اوږدو کې هرڅه له اشغالي سیمو وړي او پاکستان ته یې په خپله خاوره کې هېڅ هم نه دي پرې اېښي . دا مصنوعي غریب هېواد په اصل کې هېڅ هم په خپله خاوره کې د ځان له پاره نه لري . ددوی ژوند د پرازیتو په څېردئ ، خوخپله غلچکي تغذیه له خپلو ګاونډیانواو نړیوالو څخه کوي .
 
د بېلګې په توګه :
 
(15) کاله یې د افغان جهاد د ملاتړ په پلمه خپل پوځي او ملکي ګودامونه او بانکونه ډک کړل ، مجاهدین یې په ټوټوسره ووېشل اود جهاد سنګراو ملي یووالی یې له پېله له منځه وېوړ، ځکه خوبه په ټولو نړیوالوغونډوکې د افغان مجاهدینو پرځای پاکستان په خپل سراستازیتوب کاوه . (4) کاله یې د افغانستان ټول نظامي تأسیسات او نهادونه ونړول اوافغانستان یې ( 5) کاله د طالب رژیم په پلمه اشغال اوافغانان  یې بې وسلې او بې واکه کړل او اوس همغه وسلې او همغه مهمات پر افغان خاوره باندې کاروي . (14) کاله یې د ترورېزم په پلمه له امریکې او ناټو څخه ځان اکمال کړ.
 
د پاکستان له پاره افغان جهاد یوه لنګه غوا جوړه شوه چې شیدې ، مستې ، قروت او غوړي  یې ټول پاکستان وخوړل ، خو په کې وژل کېدل به افغان بچیان . د افغانستان په جهاد کې جوړافغانستان ړنګ اوړنګ پاکستان جوړاو آباد شو . 
 
په داسې حال کې چې دا هېواد د خپلو ځمکوخړوبولو له پاره خپلې اوبه هم نه لري اوخپله تنده د افغانستان او هندوستان په خیراتي اوبو باندې ماتوي . په دې معنا چې که د افغانستان اوهندوستان اوبه نه وي ڼو داد وچې کب ( پاکستان ) ژوند هم نه شي کولی .
 
ځکه ژوند خو پراوبو باندې دئ ، که اوبه نه وي ، د انسان ، حیوان او نبات ژوند هم ورسره ختمېږي .همدا اوبه دي چې ځمکه یې را ژوندۍ کړې ده او له پاکستان څخه یې دغلو دانو ګدام جوړکړی . نن چې د هندوستان او افغانستان اوبه پر پاکستان باندې ودرېږي ، پاکستان او پنجاب شاهي اداره به د ډوډۍ پرځای شین ډکی هم په خپل هېواد کې ونه مومي او له لوږې به مفلس خط په لاس د نړیوالو ګدایي ګرانو په کتاربه کې به ودرېږي .
 
د افغانستان د دولت په لاس کې پرځمکنیوزېرمو سر بېره ډېره ستره اوآزمویل شوې وسله ده ، دغه وسله دافغانستان خپلې اوبه دي ، چې که مهاراوسمې مدیریت شي ، افغانستان به هم په زراعتي سکتورکې د سیمې پرهېوادونو باندې مخکې اوخود کفا شي اوهم به د برښنایي انرژۍ او تولیدي سکتورڅښتن شي . دغه عائداتي منابع کولی شي افغانستان د پردو له باج او خراج او وارداتي برښنا څخه نورخلاص کړي ، بلکې موږ به نوروهېوادونو ته برښنا صا دروونکی هېواد شو.ځکه افغانستان د لسګونو زره مېګاواټه آبي او آفتابي برښنايي انرژۍ د تو لیدولو ظرفیت لري .
 
که موږ خپل بندونه د اوبود سالم مدیریت له پاره ولرو، نو پاکستان اوایران به هېڅکله هم زموږ د اوبو خپلولوله پاره ناروا پروژې اوتروریستي ډلګۍ ونه شي ګومارلی اوموږ به کولی شو چې د صادراتي برښنا پرعائداتوسره خپله ملي اردو تمویل ، تجهیزاوله دښمن سره د مقابلې له پاره پرخپلو پښو ودروو.
 
 هغو هېوادونو چې تر پرون پورې یې هېڅ هم نه لرل او نن د اتوم څښتن شول ، هغوی هم له صفر څخه پیل کړی ؤاودخپلو ملي عائداتو پرسالم بنسټ اوروغ مدیریت یې ځانونه دخپلوسیالانو په کتارکې ودرول  
 
اوس خوزموږ د واک ژرنده هم د سوال په یاریواوکچکول ګرځولو باندې چلېږي او د هرکس اوناکس په دروازه کې افغان چارواکي او کډوال افغانان ولاړوي او وایي چې : ( خوارافغان یم ! بچي مې کورکالي ، ډوډۍ نه لري ! بېجایه جای ولاړ یم ! خیر راوړۍ ! )
 
پاکستان او نوروګاونډیانو زموږ له همدغې زارحالت څخه ناوړه ګټه پورته کړې ، څه یې له موږ څخه برمته له ځان سره ساتلي ، پرچا باندې چاودیېدونکي توکي وروتړي ، څوک په خپله اعدام کړي ، څوک پرچا باندې وپلوري ، څوک په تروریستي ډلو کې سره تنظیم کړي ، چاته په افغانستان کې دجهاد روا کولو فتوا ګانې ورکوي اوپه پاکستان کې یې بیا ناروا او حرام قطعي ګڼي . او حرام قطعي
 
لنډه دا چې پاکستان هم افغانان وژني اوهم یې حلوا خوري . له افغان مهاجرواو ترورېستي ډلو څخه د سپر په شکل کاراخلي او د افغان نظام له مخالفینوڅخه د ملي ستراتېژیواو پرمختیایي پلانونوپه مخنیوي کې کاراخلي .
 
د پاکستان اصلي سترا تیژي او بهرنی سیاست د افغانستان پروړاندې همدغه دئ چې کله خپله او کله هم د نورو په مرسته افغان نظام اوخاموش اکثریت ته خنډونه را ټوکوي او د افغانانو نظام او خاوره یې له دوامداره بې ثباتیو سره مخ کړي دي . ځکه له افغان حکومت او خلکو څخه یې زموږ د خپلو ناوړه او معامله ګروعناصروپرمټ آرام اود واک دوام دواړه اخیستي دي .
 
 موږ ته په کارده چې ترهرڅه وړاندې د خپلې خونې جاهل او بې طلب د افغانستان ددښمنانو له اوبدلیو جالونو او ژورو دسیسو څخه را وباسو، ترڅو د کورمل د بهرني غله سره لاس یو نه کړي .        
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery