مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-02-27   مخپرونکئ : 054 - دبېنوا خبریال - روزګان

سنګري:ارزګان کي دعملیاتو پرمهال له طالبانو ګڼي سیمي نیول سوي

احسان الله ولس يار
سرچینه : اروزګان
دارزګان ولایت دامنیه قوماندانۍ چارواکي وايي چې له نن سهار راهیسي يي دترینکوټ په ځینو سیمو کي عملیات پیل کړي چې تر دي مهاله يي دپام وړ پرمختګ کړی دی. دارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري تيره ورځ دعملیاتو په سیمه کي دبينوا سره په خبرو کي وویل چې دترینکوټ په شمال،او شمال شرق لوري کي دګډو امنیتي ځواکونو له لوري عملیات پیل سوي چې دري کیلو متره پرمختګ يي کړی او دکوټوالو دپله په شمول يي ګڼي نوري سیمي هم په خپل کنټرول کي راوستلي دي. نموړی وايي چې په نیول سوو سیمو کي ۶ امنیتي پوستي هم ځای پرځای کړي دي او دوسله والو طالبانو دبیا فعالیت مخه يي نیولي ده. امنیه قوماندان زیاتوي چې دعملیاتو پرمهال دوسله والو طالبانو دري مړي دجګړي په سیمه کي پاته دي او لسګونه نور يي ژوبل سوي دي. دنموړي په ویناچې يي دطالبانو یو هاموی او یوشمیر سپکي او درني وسلي هم له منځه وړل سوي دي خو په خبره يي چې ددوی لوري ته هیڅ کوم زیان ندی اوښتی. وسله والو طالبانو په دي اړه تر اوسه رسنیو ته څه ندي ویلي. دا یادوني وړ ده چې په ارزګان کې ولایت کي خلګ او ولایتي شورا دپسرلي موسم په راتلو سره ددغه ولایت امنیت ته اتدیښمن دي خو چارواکي بیا دامنیت ډاډ ورکوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery