مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-02-27   مخپرونکئ : 054 - دبېنوا خبریال - روزګان

خروټي:طالبان غواړي ارزګان دخپل مرکز په توګه وټاکي.

احسان الله ولس يار
دارزګان ولایتي چارواکي په راتلونکي پسرلي موسم کي ددغه ولایت امنیت ته اندیښنه لري او وايي چې مرکزي دولت باید دلته پراخ عملیات وکړي. ولایتي شورا هم دپسرلي موسم په راتلو سره دارزګان امنیت ته اندیښنه لري. خو دملي دفاع وزارت بیا وايي چې دوی په ارزګان کي په کافي اندازه دملي اردو ځواکونه لري او ولایت يي د سقوط له ګواښه ژغورلی دی. چارواکي:ارزګان لا اوس دنا امنیو مرکز دی. دارزګان ولایت والي محمد نذیز خروټي تيره ورځ بينوا ته وویل چې ارزګان یو غرنی ولایت دی ځکه نو وسله والو طالبانو دلته خپل کوښښونه ډير کړي دي او هڅه کوي چې دلته یو لوی مرکز جوړ کړي او له دي ځایه دافغانستان نورو ولایتونو ته لاسونه اوږده کړي. هغه اندیښنه لري چې دپسرلي موسم په راتلو سره به په دغه ولایت کي نا امنۍ نوري هم ډيري سي. والي زیاتوي چې دوی په څو څو ځلي له مرکزي اداري څخه په دغه ولایت کي دپراخو عملیاتو او پولیسو لپاره دوسلو او تجهیزاتو غوښتنه کړي خو تر اوسه ورته هیڅ مثبت ځواب ندی ویل شوی او نه يي هم ستونزي حل شوي دي. له سره ولایتي شورا هم ددغه ولایت امنیتي وضیعت داندیښني وړ بولي. دولایتي شورا رئیس امیر محمد بارکزی وايي چې لا اوس هم وسله والو طالبان دمرکز ترینکوټ ښار په یو کیلو مترۍ کي شتون لري او باید دسیمو دتصفیوو لپاره جدي هلي ځلي وسي. له دي ټول سره سره دملي دفاع وزارت وايي چې دوی په ارزګان کي په کافي اندازه دملي اردو سرتیري لري او هیڅکله به دښمن ته اجازه ورنه کړي چې خپلي ورانکاره کړني تر سره کړي. دملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري (رسنيو ) سره په خبرو کي وویل چې په ارزګان ولایت دوی پر وسله وسله والو مخالیفیو برلاسي دي او هغوی ته يي درانه تلفات اړولي دي. دنموړي په خبره چې دوی دهر ډول پروړاندي چمتوالی لري هیڅ ډول اندیښنه نه لري. ارزګان چې له ۶ میاشتو راهیسي پکښي دوسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښتي پیل سوي دامهال يي دټولو ولسوالیو لاري تړلي او دولایتي شورا په خبره چې ولایت يي ټوله دمحاصري په حالت کي دی او هره ورځ پکښي دافغان امنیتي ځواکونو او وسل والو طالبانو ترمنځ جګړه وي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery