مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-02-28   مخپرونکئ : 054 - دبېنوا خبریال - روزګان

په ارزګان کي امنيتي ځواکونو د جګړي ترڅنګ خپله ورځ هم ولمانځل

احسان الله ولس يار
دکب دمیاشتي ۹ نیټه چې په افغانستان کي دامنیتي ځواکونو دورځي په نامه نمول سوي په ټول هیواد کي په شانداره مراسمو سره ولمانځل سوه. ارزګان کي هم دملي اردو په څلورمي پلي لېوا کي دامنیتي ځواکونو دورځي په مناسبت سلګونه کسان راغونډ سوي وه او دملي امنیتي ځواکونو ستاینه يی وکړه. دکب ۹چې دامنیتي ځواکونو ورځ ده چي په مناسبت يي په ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کي دملي اردو دڅلورمي پلي لېوا په قوماندانۍ کي پراخ مراسم نیول سوي وه چې پکښي سلګونه لوړ امنیتي چارواکو،سربازانو او قومي مشرانو ګډون کړی وو. په غونډه کي دملي اردو دڅلورمي پلې لېوا قوماندانۍ قوماندان برید جنرال غلام حضرت کاکړ دخپلي وینا پرمهال دغونډي ګډون والو ته ښه راغلاست ترڅنګ ددي ورځ مبارکي ټولو ملي امنیتي ځواکونو ته وویل او دټولو شهیدانو روح ته يي دوعا او ټپیانو ته يي عاجله شفا وغوښتل. نموړي سرتیرو ته اشاره وکړه او وي ویل چې همدا تاسي میړني او باتوره زلمي یاست چې دهیواد له مټ مټ خاوري څخه مو په کلکه دفاع او ساتنه کړي ده. نموړي زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه ددي توان لري چې وسله وال طالبان وځپي او دهغوی پلانونه شنډ کړي. دارزګان ولایت والي محمد نذیر خروټي هم ددغي ورځي لمانځ غونډه کي له ټولو ملي امنیتي ځواکونو مننه وکړه چې په سختو حالاتو کي يي له ارزکان او ټول افغانستان څخه ساتنه کړي. نموړي وویل چې دامنیتي ځواکونو دکامیابۍ لپاره دولسي خلګو ډیري همکارۍ او ملاتړ ته هم اړتیا ده. والي پر وسله والو طالبانو هم دسولي ږغ وکړ. امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري بیا په خپلو خبرو کي دامنیتي ځواکونو دپرمختګ څخه خبري وکړي او وي ویل چې دارزګان لپاره دطالبانو دوالي په ګډون ګڼ شمیر نور يي وژل سوي دي. په غونډه کي دمحاکمو رئیس مولي محمد جان او یوشمیر قومي مشرانو هم خبري وکړي او له امنیتي ځواکونو سره يي په کلکه خپل ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ. یوشمیر دملي اردو سرتیري وايي چې دوی خپل هیواد ته په خدمت کولو ویاړي او تر هغو به دوطن او خاوري ساتنه کوي څو چې يي په بدن کي یو څاڅکۍ وینه وي. دغونډي په پای کي دولایت مقام له لوري یوشمیر دامنیتي ځواکونو افسرانو ته تقدیر نامي هم ورکړل سوي او تر هغه ورسته بیا راغلو کسانو امنیتي ځواکونو ته دګولو ګیډۍ ور په غاړه کړي او په هغوی سره يي ویاړ وښودی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery