مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-03-03   مخپرونکئ : 054 - دبېنوا خبریال - روزګان

ارزګان: جګړه ځپلي ښځي وايي دولت له پامه غورځولي.

احسان الله ولس يار
په ارزګان ولایت کي جګړه ځپلي ښځي دخپلو حقونو غوښتنه کوي او وايي چې ددوی په نوم دمرستي پارچي پلورل کیږي او دوی ته هیڅ حق ندی ورکول سوی. په ورته وخت کي دکډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست دښځو دڅرګندونو په ځواب کي وايی چې په ټول ارزګان کي یوازي ۲۳ مهاجري ښځي سته او نوري هیڅ مرستو ته اړتیا نه لري. جګړه او فقر دواړه هغه څه دي چې ارزګانۍ میرمني يي ګالي. په ارزګان ولایت لسګونه ښځي نن دښځو چارو په ریاست داعتراض په توګه راغونډي سوي وي او ادعايي کول چې دولت ورته هیڅ پاملرنه نده کړي. دوی وايي چې دمرستي لپاره يي ولایت مقام ته عاریضي کړي خو دکډوالو چارو ریاست يي نه مني او دغه ریاست یوازي له هغه کسانو سره مرسته کوي چې ښي روپی ولري. دوی همداراز وايي چې دولایتي شورا وکیله شمشاد قزلباش دمهاجرو پار چې د۳۰۰ کالدارو په بدل کي پلوري خو دوی ته نه رسیږي. دولایتي شورا وکیله شمشاد قزلباش بیا وايي چې دوی هیڅ پارچه نده پلورلي او ټولو هغو میرمنو ته دمرستي پارچي ورکوي چې مستحقي وي. دښځو چارو ریاست رئیسه رڼا سمیع وفا وايي چې په ارزګان کي جګړو ډيری میرمني بي سر پرسته کړي او باید ورسره مرستي وشي. خو دمهاجرو رئیس عبدالقهار بیا وايي چې دوی په ارزګان کي یوازي تر ۳۰ پوري مهاجري ښځي لري او نوري هیڅ مرستي ته اړتیا نه لري. دمهاجرو رئیس دمهاجرو د نه شتون خبره په داسي حال کي کوي چې دطبعي پیښو پروړاندي دمبارزي دمعلوماتو له مخي په ارزګان کي دورستیو جګړو له امله تر ۲۳ زره ډیري کورنۍ بي ځایه شوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery