مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-03-03   مخپرونکئ : 054 - دبېنوا خبریال - روزګان

په افغانستان کي دغوڅ ملاتړ ماموريت وايي په ختيځ کي د داعش ډله سخته څپلي دي

احسان الله ولس يار
دامريکا په مشري د غوڅ ملاتړ ماموريت وايي دافغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کي يي داعش ډله سخته څپلي او دهوايي بريدونو پر مهال په ۲۰۱۶کال کي ددي ډلي د۲۰۰۰تر۳۰۰۰پوري جنګيالي وژلي دي دغوڅ ملاتړ ماموريت وياند ديوه خبري کنفرانس پر مهال وويل چي اوس مهال دننګرهار په دريو ولسواليو کي شاوخوا ۷۰۰داعش فعالت لري او دافغان ځواکونو سره په کډه دا هڅه کوي چي په افغانستان کي ددي ډلي شتون صفر کړي دافغانستان په ختيځ ننګرهار کي دتير ۲۰۱۶کال په بريدونو کي د داعش په زرګونه وسلوال وژل سوي دي او س دننګرهار په دريو ولسواليو کي د ۷۰۰ په شمير داعشان فعاليت کوي او هڅه کوه چي د داعش ډلي شتون ختم کړو غوڅ ملاتړ ماموريت يو ځل بيا ژمنه وکړه چي دافغان امنيتي دفاعي او هوايي ځواکونو دپياوړتيا لپاره به مرستي زياتي کړي او په پسرلي کي به دوسلوالو طالبانو پر وړاندي دجګړی دبرياليتوب لپاره افغان ځواکونو تجهيز او پیاوړي کړي طالبانو ته زما پیغام دادي چي دروغي جوړي لار دي غوره کړي هيڅ کله دوي نسي توانيدلاچي دفوځي لاري دوي خپلو موخوته ورسيږي ځکه اوس افغان ځواکونه ډير پیاوړي سوي دي په افغانستان کي دناټو غوڅ ملاتړ ماموريت وويل اوس مهال افغان ځانګړي ځواکونه دوسلوالو پر وړاندي ۹۰سلنه عمليات په خپلواک ډول ترسره کوي او يوازي لس سلنه عمليات دغوڅ ملاتړ په همږغي کيږي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery