مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-03-07   مخپرونکئ : 054 - دبېنوا خبریال - روزګان

ارزګان:ملي اردو دسیمه ایز خبریال پلار په ډزو وواژه.

احسان الله ولس يار
دارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کي تيرماځیګر مهال دملي اردو له لوري پر یوه ملکي کس ډزي سوي او وژلی يي دی. ملي دفاع وزارت وايي چې دوی په دي اړه څيړني کوي او دپیښي عامل به دقانون منګولو ته وسپاري. بل لوري دمدني ټولنو غړي دغه پیښه په کلکو ټکو غندي او عاملینو ته يي دسختي سزا غوښتنه کوي. په ارزګان مرکز ترینکوټ کي د دوشنبي په ورځ دملي اردو له لوري دپیوستون ږغ راډيو دخبریال سردار ولي سمسور پلار په ډزو ووژل سو. په ارزګان ولایت کي د افغان مدني ټولني مسؤل اسد بینوا سره په خبرو کي دغه پیښه په کلکو ټکو وغندل او وي ویل چې دملي اردو له لوري دغه کړنه دانسانیت او بشریت ضد عمل دی. دملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش بینوا ته وویل چې ملي اردو دخلګو دسر او مال دساتني مسؤلیت لري نه داچې هغوی له ناخوالو سره مخ کړي. دنموړي په وینا که بیاهم ملي اردو دقانون خلاف عمل تر سره کوي دوی به ورسره قانوني چلند وکړي. په ارزګان ولایت کي دملي اردو دڅلورمي پلي لیوا قوماندان جنرال غلام حضرت کاکړ هم وايي چې دوی په دي اړه پلټنه کوي او دپیښي عامل سره به قانوني چلند کوي. دا په داسي حال کي ده چې له دي څه موده وړاندي هم په ترینکوټ ښار کي دملي اردو له لوري ورته پیښي رامنځته سوي او دملي اردو دڅلورمي پلي لېوا مسؤلین وايي هغه کسان چې ددغو پیښو عاملین يي زندان ته لیږلی دي خو دا لا تر اوسه معلومه نده چې دملي اردو له لوري دغه ډول پیښي په خطاکي رامنځته سوي او که په قصدي ډول .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery