مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-03-11   مخپرونکئ : 054 - دبېنوا خبریال - روزګان

ارزګان پوهني ریاست هڅه کوي چې دقراردادي ښوونکو پرځای رسمي ښوونکي وګماري

احسان الله ولس يار
دارزګان په مرکز ترینکوټ کي دپوهني ریاست له لوري دجمعي په ورځ له ۴۰۰ کسانو په دي موخه ازموینه واخیستل سوه چې تر بریالي کیدو وروسته به په ښوونځیو کي دښوونکو په توګه وګمارل سي. ددغه ولایت دپوهني ریاست چارواکي وايي چې دوی په دغه ولایت کي دمسلکي ښوونکو له کمي سره مخ دي خو هڅه يي داده چې دغه ستونزه حل کړي. ارزګان دپوهني ریاست دښوونکو په برخه کي سلګونه خالي بستونه لري خو یوشمیر يي په قراردادي ښوونکو ډک سوي. دهمدي خالي بستونو د ډکولو په موخه نن له ۴۰۰ کسانو ازموینه هم واخیستل سوه. ددغه ولایت دپوهني ریاست رئیس احسان الله ناشر د ازمویني دپیل پرمهال رسنیو ته وویل چې دوی په مرکز او ولسوالیو کي دښوونکو په برخه کي تر۸۰۰ زیات خالي بستونه لري خو یوشمیر يي په قراردادي ښوونکو ډک کړي وه چي په وینايي همدغه خالي بستونو ته رسمي ښوونکو دګمارلو په موخه يي له ۴۰۰ زده کوونکو ازموینه واخیستل چې ۳۰ تنه يي ښځینه دي. دنموړي په وینا چې دوی هڅه کوي څو ټولو خالي بستونو ته رسمي ښوونکي په دندو وګماري. یوشمیر ښوونکو چې په ازموینه کي يي ګډون کړی وايي چې دوی به هڅه وکړي څو زده کوونکو ته په ښه میتود زده کړي ورکړي خو دوی له یوشمیر ستونزو هم یادونه کوي او له دولت څخه يي دحل غوښتنه کوي. ددوی په وینا چې دښوونکو لپاره دښار ګوټي نشتون،دمعاشونو کموالی او درسي موادو کمی هغه ستونزي دي چې ښوونکي ورسره مخ دي. د یادوني وړ ده چې په ارزګان ولایت کي له دي وړاندي دپوهني ریاست مسؤلېنو ویلي وه چې دورستیو نا امنیو له امله په دغه ولایت کي له ۶۰ زرو زیات زده کوونکي له زده کړو بي برخي سوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery