مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-03-29   مخپرونکئ : 054 - دبېنوا خبریال - روزګان

ارزګان: دخالد په نوم پسرلني عملیاتو پیل سوي او چارواکي د پرمختګ خبره کوي.

احسان الله ولس يار
ارزګان کي امنیتي چارواکي وايي چې دترینکوټ په شمال لویدیځ لوري کي دګډو امنیتي ځواکونو له لوري دخالد په نوم نوي پسرلني عملیات يي دسه شنبي په ورځ پیل کړي چې دپام وړ پرمختګ يي هم کړی. دارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري دعملیات له سیمي بینوا ته وویل چې په ننیو پیل سوو عملیاتو کي تر پنځو کیلو مترو پوري پرمختګ سوی او تر ۲۵ پوري وسله وال طالبان وژل سوي او یوشمیر نور يي ټپیان سوي دي. دنموړي په وینا چې ددوی لوري ته هیڅ کوم زیان ندی اوښتی. دولسمشر سلاکار وزیر محمد قسیم پوپل چي خپله دعملیاتو سیمي ته تللی وو رسنیو سره په خبرو کي وویل چې امنیتي ځواکونو دپام وړ پرمختګ او په وینا يي چي داعملیات يي ترنورو ځکه ډير بریالي دي چې امنیتي ځواکونه په بریالیتوب عملیات مخ ته وړي. نموړي له خلګو هم غوښته وکړه چې له خپل امنیتي ځواکونو سره پوره همکاري وکړي. هغه پولیس چې په عملیاتو کي يي برخه اخیستي وه وايي چې دوی له تيري ورځي راهيسي په عملیاتو پیل کړی او ډیری سیمي يي نیولي دي. بلخوا هغه خلګ چې سیمي يي له وسله والو طالبانو تصفیه سوي له دولت څخه خوښ دي او وايي چې عملیات باید نور هم مخ ته ولاړ سي. ملک طاوس محمدي په سیمه کي رسنیو ته وویل چې دسیمي خلګو ته سخت مالي زیانونه اوښتي نو ځکه دولت باید ورسره مرستي وکړي. جیلاني هم ورته نظر لري او خو شحاله دی چې سیمي يي تصفیه سوي دي. که څه هم امنيه قومندان د پرمختګ خبره کوي خو دوه ورځو مخکي دترينکوټ په شمال او شمال ختيځ لوري کي دپوليسو پر امنيتي قمربندونو بريدونه وکړل چي دځينو سرچينو په خبره چي پکښي يوه شمير امنيتي سرتيرو ته مرګژوبله هم اوښتي وه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery