مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-03-29   مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل

کوچنی څه غواړي؟

benawa afghanistan
لیکوال: حکمت الله صدیقۍ
کوچنی چي کله دې نړۍ ته سترګي پرانيزي په څه نه پوهيږي تر هغه وخت پوري چي دی د ښه او بد توپير ونکړي. د ښو او بدو توپیر بايد څنګه ورته زده کړو؟ د ښو او بدو توپير د مور او پلار په لاس کي وي که چيري دوي وغواړي نو ده ته د ښې لاري هدايت کوي. بايد په اسلامي احکامو کي هم ډير ځيرک اوسي تر څو په اسلام کي ډیر علم تر لاسه کړي او هم به ستاسو اخیرت نېکمرغه وي، او دده اينده به هم ډيره ښه وي. وروسته بايد څنګه درسونه زده کړي؟ دا هم يو لوی مشکل دی چي زموږ بشريت ورسره مخ دی. کوچنی تل غواړي چي علم زده کړي ځکه ورته اړتيا لري که چیري دی ورته وهڅول سي نو ډير پام به يي پر خپل زده کړو وي، دی بايد داسي ورته وهڅول سي چي په مکتب کي ډول ډول د ساتيري شيان سته کوچنيان هلته لوبي کوي ستا به هم سات ورسره تېر وي. په همدې ډول په نرمو الفاظو بايد ورته تشويق سي. کله چي دی خپله هغه ځای چي تاسو يي ورته استوی بايد ډير مثبت او دخوشحال کیدو داسي الفاظ ورته وکاروی چي هلته یاد ماشوم زړه ښه کي. په کورنۍ کي هم ځيني وخت د مور او پلار شخړي وي، کوچنی تل د مور اوپلار حرکات (کړني) تعقيبوي او ددوۍ لار ښه ګڼي. دا کار هم په کوچنيانو ډير منفي تاثير لري ځکه چي دی ډير وخت د خپل مور او پلار سره یوځای وي نو ډيره زده کړه ددوۍ څخه کوي. که چيري پر ناکي خبره تحديد يا هم ورټل سي نو بيا زده کړه په سمه توګه نسي کولای. دا یو رښتیا خبره ده چي ماشوم تاسو پر ژړا او یا هم پر داسي کار په وارو وارو مه وهی ځکه چي هغه کوچنی د وهلو او بد الفاظو سره عادي کیږي او په عادي اصطلاح سپین سترګی اموخته کیږي. يوه ستونزه زموږ په ټولنه کي ډيره سته چي کوچنی ولي ژړيږي؟ کوچني ته موږ هغه څه نه ورکوو چي دی يې غواړي يعني دی غواړي چي لږ څه وګرځي او د نورو کوچنيانو سره وويني. دی غواړي خوراک هم وکړي خوراک هم بايد په ټاکلي اندازه ورکول سي چي ناروغ نسي. ځيني پوهان هم دا وايي چي غذا ټول عمر بايد په کمه توګه وخوړل سي ځکه ډېر خواړه پر یوه ځای انسان ته ستونزي پیدا کوي. ډېر ناز: که مو چيري کوچني ته تر حد ډېر ناز ورکوی ډير بد به اموخته سي او بې تربیې به وروزل سي. کوچنيان د هغه لندې لښتي په څير دي چي پر هره خوا يي کږوې کږيږي. يعني که چيري کوچنی ته ښه روزنه ورکړو ښه روزل کيږي که بده روزنه ورکړو بد به وي دا حقیقت دي. کوچنی زدکړي ته اړتيا لري کوچنی هر هغه څه ته ضرورت لري چي په هغه سره کوچنی خوشحاله کيږي لکه قلم، کتابچه، پنسل، کتاب دا ټوله هغه څه دي چي کوچنی په خپل ژوندانه کي ورته اړتيا لري، کوچنی ستاسو واليدينو په لاس روزل کيږي. کوچنی په ښه فضا کي ښه درس ته اړتيا لري چي په هغه سره دی ښه روزل کيږي. کوچنی د کورنۍ هغه خوشحالي ده چي په هغه سره موږ ښه احساس کوو. کوچنی داسي الفاظ غواړي زده کړي چي په هغه سره دی وکولای سي په ټولنه کي د نورو کوچنيانو سره په هم دغه ښو الفاظو خبري وکړي او پر تاسي واليدينو باندي لازمه ده چي خپل کوچنيانو ته ښې او باادبه خبري ورزده کړی. ستاسو د زدکړي نتیجه هغه وخت معلومیږي کله چي ستاسو کور ته ميلمه راسي نو همدغه کوچنی چي ستاسو هغه زده کړي خبري را په ياد کي نو هم هغه خبري ورته کوي. کوچنی زموږ په ټولنه کي هغه تنکی ګل دی چي موږ او تاسي ټول ئې دهغه د بوی څخه دخوند اخستلو لپاره بايد هغه ته ښه تربیه ورکو. کوچنی تل غواړي چي تفريح وکړي. د کوچني ډيري اړتياوي سته خو دهغو څخه بايد هغه اړتياوي پوره سي چي دده په ګټه تمام سي نه په زیان. هغه د ځان په ښه او بد نه پوهيږي بايد هغه ته زده کړو چي مشر راسي بايد ورته سلام واچوی او داسي نور مهم ټکي. کوچني روزل غواړي هغه هم بايد داسي وروزل سي چي وطن ته هم د خدمت مصدر وګرځي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery