مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-04-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د غلو لاس مچي ده په کار

محمود نظری

 نیم وطن سو سندر غاړي نیم سم پوډریان
 د دې خرابو ځایو نو سمه آبادي ده په کار
 د غلو او لوچکانو له پوره باید سو خلاص
 د هغو نور لکه دپيرانو لاس مچي ده په کار
 دا نیم کله طالبان باید ژر تر ژره مولیان سي
 هغو ته د فارغیدو رسم د لنګوټې تړي ده په کار
 د« کري» په دې کونډو دا کور کله جوریږي
 هغو ته نوره د دې کوره کوچکشي ده په کار
 په دې وخت تیر پارلمان دا وطن کله جوړیږي
 هغو ته نوره بې تنخواه رخصتي ده په کار
***
نه تیره غیچی سوې نه ماشین د جوس کشي سوې
 تا ویل دغلو سنتي ته لکه ما تیره غیچي ده په کار
 په هیڅ ډول غله او خاین دي دا پڅه غیچي کار نه کوي
 لکه چې تا ته هم دغیرت کومه پیچکاري ده په کار
 د واک تر مخکې دی په زیږو خبرو دا اسمان ګزاوه
 تاویل ولس او دنیا ته د لویو غلو جوس کشي ده په کار
 ښه خبر یې چې د ترمپ او کیري سره ښه ورانه ده
 د هغه باور ته دلویو څوغلو د جیبو غیچي ده به کار
 که دي نور دنیا او ولس په دې او هغه وغولوی
 ترمپ ته د دې زاړه نظا م د مبلایل تبدلي ده پکار
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery