مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-04-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دود او دستور

پوهنمل محمد وارث


له نیکونو میراث پاتی
 یادښه کلتور بلګه ده
 دمیلمه قدر همیش کړو
 چی ساتلی مو دیره ده اوحجره ده
 په چم اوپه ګاونډ کې
 لا دخپل سر له قاتله هم غچ نه اخلو
 او
 اشرکار مو ښه دود دی
 په ګډ کار کې څومره خوند وي
 ټولې ستونزې کړي اسانه
 ډیرې سترې مسلې د خلکو منځ کې
 په جرګو او مرکو باندې هوارې
 درناوی دخپل مشرانو
 د کشرانو وجیبه ده
 دوطن په ننګ سرونه بیاډالۍ شي
 هره پیغله دوطن بیا
 په میوند کې
 ملالۍ شي
 خو!
یو دود مې د خپل قوم هیڅ خوښ نه شو
 ګناه کار به ورور او پلار وي
 خو خورلڼه به سوره بدو کې ورکړي
 په کم عمرکې واده شي
 هوسا ژوند ېې
 د بدیو قرباني شي
 تل د غم دپټي لاندې
 له ژوندونه وي بیزاره
 ماڼیجنه وي له وروره او له پلاره
 که ښکاره په خوله خندا کړي
 ولې زړه ېې له درد ډک وي
 له غم ډک وي
 له پټ درده
 هم رنځیږي
 هم کړیږي
 هم په کم عمر زړه شي
 هم په رنځ باندې اخته شي
 بدي پاتې په خپل ځاﺉ وي
 زیږوي نورې بدیانې
 په خپل کور کې وهل کیږي
 رټل کیږي
 سپکې سپورې ورته کیږي
 دا کلتور که ناپوهي ده
 دا د ټولو ناداني ده
 نه قانون کې صراحت شته
 نه په دین او په مذهب کې اجازت شته
 نه پوهیږم !
رواجونه یاغي شوي
 که فکرونه باغي شوي
 دا نو کوم ډول انصاف دی
 ددې کار به څه انجام وي
 اوس تجویز نیول په کار دي
 لږ ګریوان کې سر کړﺉ ښکته
 قضاوت ضمیر کې وکړﺉ
 دا ناوړه دود په سیند باندې لاهو کړﺉ
 دا ناوړه دود
 په سیند باندې
 لاهو کړﺉ

 اسلو ـ ناروې

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery