مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-04-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په افغانستان کې د ساختماني پروژو پخپل وخت نه بشپړېدو لوی لاملونه

محمد اسمعیل صمیم


یوې پروژې ته هغه وخت بریالۍ پروژه ویلۍ شو کله چی نوموړې پروژه د بوديجې مطابق، په ټاکلي وخت کې، او د ټاکل شویو معیارونو سره سم بشپړه شي.  په پرمختلونکو هیوادونو لکه افغانستان کی د ساختماني پروژو په خپل وخت بشپړېدل د هیواد په ابادۍ کی رغنده رول لوبوي مګر له بده مرغه په افغانستان کی ساختماني پروژې د بعضو لاملونو له وجې په خپل وخت نه بشپړیژي او دغه ستونزه نه یوازې داچی د پروژې په قرارداي شرکت او اړونده تمویلوونکې اداره یا ډونر باندې بده اغیزه کوي بلکه په هیواد کی مېشت نورې تمویلوونکې ادارې یا ډونران او همدارنګه په پروژه کی ټول ښکېل کسانو او ادارو یا سټیکهولډرز باندې بده اغیزه لرلۍ شی.  سربیره پردې د پروژې په خپل ټاکلي وخت نه بشپړیدل د پروژې ټولټال قیمت هم جګوي او دغه ستونزه د قراردادي شرکت او اړونده تمویلونکې ادارې یا ډونر ترمنځ یو لړ شخړې رامنځته کوي چی په پای کی د پروژې د لغوه کېدو سبب ګرځي.  د پروژې لغوه کېدل په افغانستان کی نن صبا یوه عادی خبره ګرځېدلې ده او دمره پاملرنه  نه ورته کیژي لکه  په پرمختللو هیوادو کې.  د پروژې لغوه کېدل  په حقیقت کی کولۍ شي د ټول هیواد په اقتصادی حالت باندې بده اغیزه وکړي ځکه همدا ساختمانی پروژې دي چی د هیواد د لا پرمختګ لپاره زمینه برابروي.
 
خو داټول ولې؟
امنیتي ستونزې
امنیت هغه لویه ننګونه ده چی افغانستان د لسیزو راهیسې ورسره لاس او ګریوان دۍ او د هیواد د پرمختګ په ځانګړي ډول د ساختماني پروژو په پلي کېدو کی لوی خنډ دۍ.  که څه هم دافغانستان دولت ترخپله وسه زیار باسي ترڅو د ساختماني پروژو د پلې کېدو لپاره وړ شرایط برابر کړي خو بیا هم د زیاتره پروژو په امنیت کې کوم چې په لرو پرتو کلیو، ولسوالیو او ولایاتو کی دي پاتې راغلۍ دۍ.  په کوم ځای کی چی امنیت خراب وي پلې کوونکې اداره نشي کولای خپل ساختماني توکي او وسایل په اسانۍ سره د پروژې ځاي ته یوسي.  سربېره پردې دوی ته ستونزمنه ده چی د پروژې لپاره تخنیکی او غیر تخنیکی کسان په اسانی سره وګماري ځکه خلک په اسانۍ زړه نه ښه کوي ترڅو خپل ژوند په خطر کی واچوي.
بډې اخیستل او ورکول
بډې ورکول او اخیستل د نړۍ په ټولو هیوادونو کی شتون لري مګر په افغانستان کې داسې سرطان ګرځېدلۍ چی نه یوازې ساختماني پروژې وژني بلکه د نورو پروژو او ورځني کار او باره لپاره یی سرخوږۍ جوړ کړۍ دۍ.  بډه اخیستنه او ورکونه له هغه ځایه پیلیژي چې کله ډونر د پروژې لپاره بودیجه تصویب کړي یعنی کېدای شي پدې کې د ډونر نه نیولې تر یوعادي کاریګر پورې کسان ښکېل وی خو لوی لامل یی د دولت په چوکاټ کی هغه کسان دي کوم چی د پروژې د پلي کېدو لپاره ورسره سلاه او مشورې کيژي. د مثال په توګه اړوند ولسوال او والي د ټولونه زیات پکې ښکېل کسان دي.
د غیر مسلکي کسانو ګمارنه
په افغانستان کې د پروژو لپاره د کسانو په ګمارنه کې د ټولو نه زیات شخصي اړیکې په نظر کې نیول کیژي او دا کار د دواړو یعنې پروژې پلي کېدو او کیفیت لپاره لوی خنډ ګرځي ځکه غیر مسلکي کسان دا وړتیا نلري ترڅو اړونده پروژه په ټاکلي وخت کې او په لوړکیفیت سره بشپړه کړي.  دغه ستونزه د افغانستان د ننه په زیاتره پروژو کی لیدل کیژي خو په دولتي پروژو کی تر ټولو زیاته ده. 
د پروژې د مدیریت پلان یا پراجکټ منجمنټ پلان نه شتون
 دا یو دهغه لاملونو نه دۍ کوم چې په افغانستان کی زیاتره ساختماني پروژې ورسره مخ دي. ‌*د پروژې د مدېریت پلان هغه رسمي او قبول شوۍ سند دۍ کوم چې د پروژې د پلي کېدو او کنټرول لپاره کارول کیژي* خو له بده مرغه په افغانستان کې پلي کوونکې ادارې او ډونران دغه ته هیڅ پاملرنه نکوي.  دغه پلان باید مخکې د پروژې د پلی کېدو نه د پروژې د مدیر یا پراجکټ منېجر پواسطه جوړ او اړوند ډونر ته د تصویب لپاره واستول شي.  د پروژی د مدېریت پلان جوړول  اسانه خبره نده هغه ځکه چی دغه پلان په خپل جوړښت کی ۱۷ نور فرعي پلانونه او سندونه لري نو په همدې وجه پلې کوونکې اداره یا کمپنۍ  د هرې پروژې لپاره باید وړمدېر وګماري.
د هوا اغېزې
افغانستان یو غرنۍ هیواد دۍ چې وچ او یخ ژمۍ لري او له همدې وجې د ژمي په موسم کی د ساختماني پروژو کار په ټپه دریژي په ځانګړي ډول په هغه ولایاتو کې کوم چی ژمۍ یې د واورې سره مل وي لکه د افغانستان مرکزي او شمالي ولایتونه.  که څه هم د پروژو تمویلونکې او پلې کوونکې ادارې د هوا دغه حالات د پروژې د بشپړېدو د وخت په ټاکلو کی په پام کی نیسي خو په ځینې ولا یاتوکی سړه هوا د مني په موسم کی پیلیژي او د پسرلي د موسم یوه برخه هم له ځان سره وړي چی ژوندۍ بېلګه یی د بامیانو ولایت دۍ کوم چی یخ اقلیم لري. دا یوازې ژمۍ ندۍ چی د ساختمانی چارو د کوندتوب لامل ګرځي بلکه په ځینو ګرم سېرمه ولایاتولکه ننګرهار او کنړ کې د دوبي موسم ګرمي داسې حالت ته رسیګي چی د ځینو ساختماني چارو لکه کانکریټ اچول پکې ستونزمن وي.  په پرمختللو هیوادو کې د دواړو یخ او ګرم موسمونو لپاره لازم تدابیر په نظرکی نیول کیژي خو په افغانستان کې دغه تدابیر یاخو ډیر کم نیول کیژي او یا خو هم هیڅ نه نیول کیژي او په پایله کې پروژه په خپل وخت نه بشپړیژي.
 
د پروژې ډیزاین
د یوې پروژې په بشپړ ډول پلی کیدل هغه وخت شون دي چې کله پروژه په تخنیکي  ډول د ټولو ساختماني کوډونو په نظر کی نېولو سره ډیزاین شي . د پروژې د بشپړ ډیزاین لپاره تخنیکي سروې ته ضرورت دۍ چی په افغانستان کی د امنیتی ستونزو او یا هم د اړونده  ادارې د ټمبلۍ له کبله دا کار نه ترسره کیژي چی په پایله کی پروژه د یونا بشپړډیزاین سره مل کیژي او وروسته د پلې کېدو په وخت کی ډیزاین د عمل په ډګر کی د پلې کېدو وړنوي. د دې نه لویه ستونزه خو داده چی ځینې ډیزاین انجېنران د کاپی او پېسټ نه کار اخلي او د نورو ورته پروژو ډیزاین کاپي کوي. 
په پروژو کې ښکېل کسانو یا ادارو تر منڅ نه همغږي ‎‎
په افغانستان کی د پروژو لنډ مهاله خاوندان لکه ډونر او پلې کوونکې اداره د پروژې دایمي خاوندان یعنې ولس او دولت دي د پروژې له پیل نه تر پایه له پامه غورځوي او داسې ګمان کوي چی دوی اصلآ په پروژه کی هېڅ برخه نلري مګر په حقیقت کی د پروژې اصلی خاوندان خپله اړوند ولس او دولت دۍ او د دوی سره باید د پروژې د پیل نه تر پایه د پروژې د ښې پلي کېدو لپاره سلاه او مشورې وشي او هیڅکله هم له پامه ونه غورځول شي.

په درنښت

دالاس، امريکا 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery