مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-05-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په کندهار کي د بيان آزادۍ نړيواله ورځ ولمانځل سوه

benawa afghanistan
راحیله جواد
کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي د خبرو په پيل کي ټولو افغانانو ته د بيان آزادۍ د نړیوالي ورځي مبارکي وويله


 نن سهار د کندهار په ولايت مقام کي د يو لړ مراسمو پر مهال د بيان آزادۍ نړيواله ورځ ولمانځل سوه. په غونډه کي د کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي تر څنګ د ولايت مقام د ټولنيزو چارو مرستيال حاجي اغالالي دستګيري، د ولايت مقام د اداري چارو مرستيال حاجي عبدالحنان منيب او ګڼ شمېر خبريالانو، ليکوالانو او مېرمنو ګډون کړی وو.

کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي د خبرو په پيل کي ټولو افغانانو ته د بيان آزادۍ د نړیوالي ورځي مبارکي وويله او ويې ويل چي د بيان توانايي د انسان او ژوی تر منځ د بېلتون تر ټولو مهم خط دی. د فطرت له مخي يوازي انسان ته دا صلاحيت ورکول سوی دی چي د بيان په واسطه خپل فکر انتقال کړي يا د نورو تمايلات ځان ته معلوم کړي. حقيقت دا دی چي د بيان آزادي د بشر له لومړيو حقوقو څخه دی چي په هر صورت يې تحقق لازمي دی.

هغه زياته کړه چي د اوسني نظام يوه له لويو لاسته راوړنو څخه همدا د بيان آزادي ده چي په هيڅ صورت سترګي نه سي پر پټېدای. د بيان آزادي د ډېرو قربانيو په ورکولو لاسته راغلې ده، نو په کار ده چي دې لاسته راوړني ته د قدر په سترګه وګورو.

په کندهار کي د يوناما مشر ښاغلي سايمن د ملګرو ملتونو د سرمنشي پيغام وړاندي کړ. په پيغام کي افغان خبريالانو ته د دې ورځي مبارکي ويل سوې وه او ليکل سوي ول چي خبريالان لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي، خو موږ هيله لرو چي حکومت د خبريالانو خونديتوب ته ځانګړې توجه وکړي.

د غونډي په ترڅ کي د آزاد ژورناليسټانو د مرکز، نی او پريس کلب مسئولينو خبري وکړې او په پای کي يو شمېر خبريالانو او دولتي مسئولينو ته جايزې او ستاينليکونه ورکول سول.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery