مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-05-17   مخپرونکئ : 054 - دبېنوا خبریال - روزګان

دهلمند په نادعلي ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده .

حضرت محمد روحاني هلمند
چارواکي وایې چې دتیرې شپه یې دوسله والو سخت بریدونه په شاه تمبولي دې او وسله والو ته یې دانه تلفات اولي دې . خو ولایتي شورا بیا وایې که حکومت دروانو ناامنیو په وړاندې جدې اقدام ونه کړې ،دښار او ولسوالیو اړوند نوري سیمي به هم دوسله والو لاس ته ولویږې . له تیرې شپي راهسي دهلمند ولایت دنادعلي په ولسوالۍ کې جګړو زرواخستي دی ،او دوسله والو لخوا په یو شمیر امنیتي پوستو بریدونه تر شوې دې چې دسختو جګړو له امله داسې ویل کیږې چې ځیني پوستو دلږ وخت لپاره سقوط شوي دهم دې خو ددې ولایت سیمه یز چارواکي یي نه مني . په دې اړه دهلمند دوالي ویاند عمر ځواک ورسنیو ته وویل چې دوسله الو لویي برید یې په شاه تبولي دی دارنه تفات اوښتي دې ځواک دغه راز زیاته کړه چې دتیرې شپې په جګړه کې چې۱پولیس وژل شوي او ۳تنه ټپیان شوي دې په ورته وخت کې بیا دهلمند ولایتي شورا وکیلان ددغه روانو نا امنیو په وړاندې ډیر انډیښمن لرې ددې شورا مرستیال عبدالمجید اخندزاده وايې چې حکومت باید ژرترژره دوسله والو پرمختګ مخه ونیسي . همدغه رازبیا دپولیسو یوې سرچیني دنوم نه ښودلو رسنيو ته وویل چې دتیري شپې په جګړه کې ددې ولات په نادعلي ولسوالۍ کې پنځه افغان سرتیري وژل شوي دې او ۷ نور ټپیان دي.خودولایت مقام په یوه خپره شوي خبرپاڼه کي راغلي دې چي دنړیوالو ځواکونو دهوایې ملاتړ په شمول دافغان ځواکونو دځکمنیو عملیاتو پرڅ کې ددې ولایت دنادعلي او ګرمسیر په ولسوالیو کي يي ۲۹ وسله وال وژلي دي او ګڼ شمیر نور ټپیان دي خوبل لورته بیا دوسله والوویاند قاري یوسف احمدي و خپل لورته داوښتو تلفاتو په اړه څه نه دې ویلي خو نوموړې ورسنیو ته ویلي دي چي دنادعلي په ولسوالۍ دتیري شپې په جګړه کي يي ۷ پوستي نیولي دي او ۲۲ افغان سرتیري يې وژلي دي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery