مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-07-25   مخپرونکئ : 091 - دبېنوالیکوال -جرمني

پاکستان وېشل یوه لاره ده، څو ترهګري لمنځه لاړه شي

ژباړن : له انګلیسي ژبې الماني ته ښاغلی ته ام.ټ. کایپل او له الماني څخه پښتو ته سراج الحق ببرک زی ځدراڼ د پاکستان وېشل یوه لاره ده، څو ترهګري لمنځه لاړه شي. دا د هغي کتاب نوم دی، چې یوه پاکستاني لیکوال، څېړنوال او د اې ایس اې یو پخواني مامور په نامه د سید جمال الدین لیکلي دی . لیکوال په دې کتاب کې د هغو موضوعګانو په اړه لیکي، کومي د پاکستان سره د ترهګرۍ ضد جګړه کې تړاو لري. د پاکستان دولتي تروریزم په ډراماتیکه توګه ټوله سیمې يې په سیستماتیکه ټوګه د ترهګرو شبکو په فعالیتونو بدله کړی ده او منفي اغیزې پر نړیواله سوله پریوتي دي. په دې کتاب کې د پاکستان د څارګرې ادارې اې ایس اې او د دوی تبلیغاتي جماعت رول په ژوره او بنستیزه توګه څېړل شوي دي. همدارنګه په دې کتاب کې د ترهګرۍ وده، د ترهګرو غوښتنې، د راتلونکو ترهګرۍ او د ترهګرو لوبې تحلیل شوي دي. په دې کتاب کې د اې ایس اې اوسنۍ کړنلارو په اړه ځانګړې کره مالومات راټول شوي دي او همدا راز د اې ایس اې څارګرې ادارې ستراتیجي هم رابرسیره کړي ده، دوی څنګه د دې ستراتیجي له لارې نړیواله سوله او امنیت له منځه وړل غواړي. همدارنګه دوی څنګه د سپېڅلې جهاد او شهادت تر نامه لاندې د نړۍ اسلامیزیشن کولو ته مخه کړي ده. په دې کتاب کې د پاکستان تاریخ په هکله، د پاکستان پوځې ډیکتاتوریو په اړه او د دوی مذهبي فرقیزو ډلو په اړه مالومات را ټول شوي دي په دې کتاب کې راغلي دي، چې دوی څنګه شپه ورځ په دې بوخت دي، څو د ترهګري جګړې تر نامه لاندې نړۍ او نړیوال وغولوي. لیکوال په دې اړه د کارپوهانو سره خبرې اترې کړی دي. د کتاب لیکوال جنرال مشرف په اونیفورم کې یو تروریست نومولي دی. سید جمال الدین یو محرک فعال لیکوال دی. په سویلي اسیا کې پاکستان په کومو بېلابېلو ترهګریزو فعالیتونو کې لاس درلودلي دی، هغه يې ټولې څېړلي دي. په ۱۹۹۹ کال کې سید جمال الدین د پرویز مشرف پوځې کودتا ورسته مجبور شو، له پاکستانه فراري شي. دی د پاکستان د سیاسي، مذهبي ډلو او دولتي ادارو سره ښې اړیکې لري. ما ژباړن د لیکوال سید جمال الدین له کتابه ٬٬د پاکستان وېشل یوه لار ده، څو ترهګري لمنځه لاړه شی ٬٬ یوه موضوع راژباړلي ده. ما ته دا موضوع ځکه په زړه پوري ده، چې وسمهال پاکستاني لیکوال هم د خپل حکومت دوه مخیتوب نور نشي زغملي. په کتاب کې نورې موضوعګانې همه شته. د کتاب سریزه په لاندې ډول پيلیږي. پاکستان کې د امریکا متحده ایالاتو په سفارت کې د امنیتي چارو یو مامور ښاغلي مائیکل ایوانوف داسي وایي. ٬٬پاکستان اوس د تروریزم مرکزي ثقل ګرځیدلي دی. دا هیواد ما ته په ټوله نړۍ کې یوازینې هیواد دی چې په دې نوم مشهور شوي دی. په دې هیواد کې ځښتي ډیرې ترهګرې ډلې مېشتي دي. دوی د امریکا او د لویدیځ ایډیالونو په وړاندې جنګیږي٬٬. د کتاب لیکوال سید جما ل الدین لیکې، د ده په اند، دا امریکايي امنیتي مامور د پاکستان په اړه ځښټ ډیر ریښتیا ويلي دي . ٬٬پر ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په شلمه نیټه د امریکې جمهور ریس وویل، په دغه سیمه کې هر ملت باید دا پریکړه وکړي، یا به د موږ پخوا کې، یا به د ترهګرو پخوا کې وي ٬٬ . لیکوال سید جمال الدین دبنګلدیشي لیکوال J.S. Gupta د خپلواکي غورځنګ تاریخ څخه په خپل کتاب کې یوه خورا مهمه تاریخي پېښه بیانوي. Chittagong لیکوال د کتاب په یوه برخه کې داسي لیکلي، یو شمیر محصلینو یو ټلګرام ترلاسه کړو، دوی غوښتل دا ټلګرام د اګرباد ستیشن څخه رادیو پاکستان ته د خپرولو لپاره ولیږي. داټلګرامي خبرونه د بنګالي ډاکټر مجهوله انور له لوري وژباړل شوي وه. د دې خبرونو خپرولو اجازه د جګپوړو چارواکو لخوا ورنه کړل شوه. دغه محصلین د کلوګاټ په پله واوښتل او هغي سیمې ته راورسیدل ،چې د ختیځ بنګال د یوه پوځې کنډک له لوري د میجر ضیاوالرحمن په مشري کنترولیده. دې بنګالي سرتیرو همدغه رادیو ستېشن کنترلولو، په ۱۹۷۱ کال د مارچ په شپږویشتمه نیټه د ماښام په ۴۵ .۱۹ دقیقو میجر ضیاوالرحمن د شیخ موجیبو الرحمن له لور د بنګلدیش خپلواکي په یوه اعلامیه کې په لاندې ډول خپره کړه. زه میجر ضیاالرحمن دلته د بنګوبونډوها شیخ موجیب الرحمن په غوښتنه دا اعلانوم، چې د یو خپلواک ولسي جمهوریت بنګلدیش بنسټ کیښودل شو. Shadhin.Bangla. Betra.Kendro زه د شیخ موجیب الرحمن په نامه پر ټولو بنګالیانو غږ کوم. د لویدیځ پاکستان پوځ په وړاندې راپورته شئ او موږ به تر ورستي بنګالي پوري وجنګیږو، څو خپل پلارنۍ هیواد آزاد کړو. د الله ج په فضل بری زموږ په لوري دی. Joy Bangla د کلورګاټ راډیوڅپې تر محدودي سیمو پوري خپریدي. دغه خبر د یوې چاپاني بیړۍ له لوري، چې د بنګال په خلیج کې روانه وه ثبت شو. همدغه خبر بیا د استرالیا او ورسته د بې بې سې راډیور له لوري هم خپرو شو. له دې مهاله د ۱۹۷۱ کال د مارچ شپږویشتمه نیټه رسماً د بنګلدیش د خپواکۍ ورځ لمنځل کیږي. وسمهال دې ته ورته خبرې د پښتونخوا، بلوڅستان، سند د سیاسی مشرانو لخوا اوریدل کیږي،٬٬ اې ایس اې د جناح پاکستان اشغال کړي دی، څو تیر نه د ترهګرو د تریینګ کمپونه جوړ کړي. د پښتونخوا، بلوڅستان او سند سیاسي مشران باید راپورته شي او زر تر ززه د ملګروملتونو سره اړیکه ونیسي او ترینه غوښتنه وکړي، چې موږ په خپله غوښه د پاکستان تجریه یا وېشل غواړو. څو پرته له وینو تویولو پر ترهګرۍ بریالي شو. لکه څنګه پر ۱۹۷۰ کال کې داسي وشول. کله چې سیاسي تاوترخوالي زور واخیست او ستیږ د پاکستان پوځ او بنګالي پاڅونوالو د اغ و ډب لپاره چمتو شو. په پایله کې په زرګونه مسلمان بنګلیان ووژل شول . د کتاب لیکوال سید جمال الدین لیکي، ترڅو واشنګټن په دې باور وي، پاکستان به امریکا ته د نړیوالي ترهګرې ضد جګړه کې ګتور پریوځي، دا به ناشوني وي، چې واشنګټن دې فشار ورنو ته سره ټيټ کړي، څو پاکستان یو ترهګر دولت په نامه ونوموي. د ترهګرې په وړاندې جګړه کې د امریکا متحده ایالاتو د ډیرو سوله خوښوونکو ملتونو په وړاندې یو ډیر مبهم او ګونګ دریځ غوره کړي دی. همدارنګه کله چې د تروریزم په برخه کې د پاکستان رول باندې د یو مخکښ دولت په ټوګه خبرې کیږي. د امریکا متحده ایالاتو منډې را منډې د هند او پاکستان ترمنځ د انفرادي اړیکو ساتلو او د خورا حساس نازک تعادل ساتلو او ښه کولو په برخه کې یو روښانه کسر یا درز لیدل کیږي. کله چې هند د ترهګرې له امله شکایتونه کوي، کومه ترهګرې چې د پولې له هغې غاړې ورته را روانه ده. ولې د امریکا متحده ایالات په ښکاره توګه اعتراف نه کوي او د پاکستان سره د یو ٬٬ ترهګر دولت ٬٬ په څیر چلند نه کوي ؟ د یوولسم د سپټمبر د پیښې راهیسې د امریکا متحده ایالاتو بهرنۍ سیاست د سویلي اسیا اړوند په دریو اړخونو باندې ولاړ دی. د امریکا متحده ایالات په ځای د دې چې پاکستان د نړيوالي ترهګرې مرکز په توګه و پېژني .امریکایان تر اوسه له دې ویریږي او سم نه پوهیږي، چې د پاکستاني جنرالانو سره څنګه چلند وکړي،کله چې دوی پاکستان د نړیوالي ترهګر ی مرکز په نامه وپېژني. امریکایان نشي کولای په خپله سیاسي ستراتیجي کې د ایران سربیره پاکستان هم ورشامل کړي. په ریښتينه مانا پاکستان د پسه په پوستین کې یو لیوه دی . . National Commission on Terrorist Attacks Upon the Unitad States (9/11 Commission ) د دامریکې ملي کمیسیون داسي شواهد او ثبوتونه وموندلي، چې اسلام اباد د طالبانو سره د یوولسم دسپټمبر ترهګریزو بریدنو څخه مخکې ګډه همکاري درلودله. پاکستان دا ادعا هم لري، چې دوی د ترهګرې په وړاندې جګړه کې تر یوه بریده پریکنډه ګامونه اخیستلي دي او ډیر د القاعدې جګپوري غړي نیولي دي .د یوولسم سپټمبر کمیسیون رپوټ دا هم لیکې : طالبانو د دې توان هم لرلو، د نړیوالو فشارونو او د ملګرو ملتونو د بندیزونو سره سره بن لادن ته د تېښتي خوندي لاره برابري کړي. اصلاً دا کار پرته د پاکستان له همکاريو ناشوني وه. د امریکا د کانګرس د پلټنو سرویس یو بل رپوټ پر بنست، پاکستان له دې حقیقته هم ځان خلاصوي، چې طالبان او نورې وسله والې ډلې له پاکستانه پرته له ځنډه پر آزاده پوله تګ راتګ کوي، دوی په افغانستان کې د امریکايي، ناټو او افغان ځواکونو په وړاندې جنګیږي. د افغانستان په اړه د امریکې Post War Governance, Security and U.S. Policy لیکي، امریکايي او افغان چارواکي په پرلپسي توګه پاکستان تورنوي، چې طالبانو ته اسانتیاوې برابروي، دوی د پاکستان په ښارونو کې په ازاده ټوګه غونډې ترسره کوي او خپلې ډلې سمبالوي. یو لویديځوال ډیپلومات چې نې غوستل نوم یي واخیستل شي، نیویارک ټایمز ته په ښکاره ټوګه داسي توضیحات ورکړي .کله چې سړی د طالبانو په اړه خبرې کوي، له دې سره سړی ته د طالبانو په اړه دا ډیره اسانیږي، په پاکستان کې د طالبانواوسیدول. هلته ځانونه سمبالول او تمویلول، او له دوی سره هر اړخیزه مرستې او ملاتړ کیدل .له دې څخه یوه نورماله خبره جوړه شوي ده. لیکوال سید جمال الدین په خپل کتاب کې لیکي، دی مجبور شو، هغه پاکستان چې د اې ایس اې استخبارتي شبکې او پوځ له لوري حمایه او اداره کیږي، ووځي، څو د دې شبکې د ځښتو ډیرو ناارامه کونکو فشارونو له امله لاړ شي. هغه وایي، د پاکستان استخبارتي شبکه په کرده نړۍ کې په ترهګریزو فعالیتونو کې ښېکله ده. لیکوال لیکي، زه ځکه مجبور شوم له پاکستانه لاړ شم، ما ځښټو ډیر مالوماتو ته لاسرسي ومیندلو او د تړل شویو دروازو تر شا په پټو پټو رازونو او حقیقتونو باندې وپوهیدم. کوم چې د مذهب په نامه د پټو رازونه او حقیقتونو واګې د اې ایس اې استخبارتي شبکې او د دوی تبلیغاتي جماعت په لاس کې وه. دوی خپل پټ رازونه او موخې د قرانکریم آیاتو په آزاد تفسیر کې نغښتي دي او د عیسویانو، یهودانو، هندیانو او نورو غیر مسلمانو ټولنو په وړاندې نفرتونه خپروي. لیکوال لیکې: ما هیڅکله له دې حقیقت ویلو څخه لاس نه دی اخیستلي او هیڅ وخت به ترینه په شا هم نشم، د پاکستان په اړه به ټول حقیقتونه بیانوم او تشریح کوم او د پاکستان ٬٬ ترهګر دولت ٬٬ څېره او ریښتني انځور به نړیوالو ته وړاندې کوم. لیکوال لیکي: له نړیوالو څخه زما خواست او غوښتنه دا ده، پاکستان ووېشئ ، څو تروریزم له منځ یوړل شئ . . www.Petitiononline.com. www.voiceoftebelievers.com لیکوا ل لیکي : لیکني مي لومړي په دې پاس پته کې خپري شوې او ورسته دګڼ شمیر ویبپاڼو له لوري خپري شوي دي د ګڼ شمېر اخبارونو له لوري هم خپرو شو . ( Petition) پر ۲۰۰۱ کال کې دسید جمال الدین دغه درخواست سید لیکې، زما دغه مبارزه به تر هغه روانه وي او په دې لاره کې تر هغه ولاړ یم او سرښندنه کوم، تر څو پاکستان په دې نړۍ کې شتون ولري، زه به ترهغه په دې لاره کې ودریږم، څو نړیواله ټولنې ته دا ثابته کړم، چې پاکستان له تشدده او ترهګرې ډک یو هیواد دی. پاکستان یو لعنتي هیواد دی، پاکستان یو ډیر بد او شریر هیواد دی. پاکستان نه یو اسلامي دولت دی او نه یو نړیوال دولت دی. پاکستان د ترهګرو لپاره د کالیو بدلو خونه یا د پانسمان خونه ده. لیکوال لیکي : د دې سربیره زما په اند د ترهګرې ضد جګړه په خپل تعریف کې باید د پاکستان د اې ایس اې په وړاندې هم تر سره شي. ځکه دوی دلته طالبان رامنځ ته کړل، دغو دواړو خظرناکو ډلو د جهاد په نامه ترهګرې ته په توله نړۍ کې ځانګړې پریکندیزه ځواک وروبښه. دوی ډیر ښه سمبال شوي، دوی اوږد مهاله پلانونه د عیسویانو، یهودو او هندیانو لپاره جوړ کړي دي. دوی چې هر چیري ژوند کوي باید لمنځه یولاړل شي. لیکوا ل په خپل کتاب کې لیکي، دا کتاب باید د ترهګرې په اړه د نړیوالو پام ځانته راوګرځوي، ترڅو پاکستان په نړۍ کې د شتون اجازه ولري، نړي مجبوره ده، چې له دې ناوړو پیښو او اغیزو سره ژوند وکړي. پاکستان هغسې نه دی،چې څنګه دی ځان خلکو ته ښيي. پاکستان په قانوني توګه نوره هیڅ واک او اختیار نلري، څو د ملګرو ملتونو یو قانوني غړی هیواد واوسي. پاکستان بل چاته اجازه نه ورکوي، چې د یو بل مذهب سره په سوله کې سولیزه ژوند وکړي کله چې زه پاکستان وایم، زما مطلب د پاکستان بې موراله بد اخلاقه پوځ او د هغې ګوداګۍ لاسپوځۍ څارګره اداره اې ایس اې ده او د دوی له تبلیغيانو څخه می مطلب دی. له هغي پاکستانه مي مطلب نه دی، چې په کې سوله خوښوونکې ولسونه لکه پښتانه، سندیان، بلوڅان، کشمیریان او بي ګناه پنجابیانو اوسیږي. او له هغو مظلومو خلکو څخه مي هم مطلب نه دی، چې دوی د وژنکې پوځ او پوځیانو له خوا وهل شوي، ټکول شوي دي او د ټولنې څنډو ته ټیلوهل شوي دي. پاکستان باید له همدې امله زر تر زره تجزیه او ووېشل شي ! یو بل دلیل چې پاکستان باید ووېشل شي هغه دا دی، د پاکستان په وړو ښارونو یا ځلعو کې د پرلپسې ډیریدونکې ناامنې دي. په دې سیمو کې په پوره اندازه دا ډول ټوکې شتون لري، چې د پاکستان په صوبو کې یوه ولسي ټولپوښتنه تر سره شي، څو دا روښانه شي، آیا د دغو صوبو خلک په ریښتني توګه د دې اوسني پاکستان تر چتر لاندې ژوند کول غواړي او که نه ؟ Encyclopedia Brittanica . یوه اصطلاح تعریف کړي په نامه د ولسي ټول پوښتنه یا( Pledisyit) دا اصطلاح په دې مانا کارول کیږي، څو ولسي خلک یا د یوه هیواد ټول وګړې یا د یوې سیمې خلک د یوې ځانګړې موضوع یا حقایقو په اړه وپوښتل شي او خلک د رائیو ورکولو له لارې پریکړه کوي. رایه ورکونکې مجبور دي، یو وړاندیز ومني او یا يي رد کړي. نه دا چې د دوو موادو ترمنځ یا د یو بدیلي الترنټیف ترمنځ ټاکنه وکړي. د دې ولسي ټولپوښتنې له لارې دا شونی کیږي، څو د عامو خلکو څخه رایه واخیستل شي، پرته له دې چې کوم اپوزیسیوني ګوند په کې برخه اخیستلي وي. توټالیټر یا ډیکتاتوري ریژیمونه له دې لارې خپل واک ته مشروعیت ورکوي او خپل واک ټینګوي. که سړی له دې تعریف او اصطلاح څخه کار واخلي، بیانو پاکستانۍ ولس د یوې ملي ټولپوښتنې مستحق ګرځې. د کتاب څخه داسي اخیستنه کیږي، چې په پاکستان باید یوه غیر ګوندې ټولپوښتنه تر سره شي. په دې ټولپوښتنه کې باید څلور واړه صوبې، پنجاب، پښتونخوا، سند، بلوچیستان او د کراچي دیارلس میلیونه اردو ژبې وګړې او همدارنګه په نورو نږدې شاوخوا وړو ښارونو کې اوردو ژبې ډیره کې باید یوه پریکړه وکړي. آیا دوی یو متحد پاکستان غواړي، که وېشلي پاکستان غواړي. لیکوال لیکي، زه د دې ګرانټي کوم، چې پښتونخوا، سند او بلوچیستان به د یو متحد پاکستان په ضد به پریکړه وکړي. دوی به خپل برخلیک په نوي هویت پښتونستان، سندي، بلوچیستان او جناحپور خپلواکو دولتونو کې وټاکې. داسي یوه ټولپوښتنه دې باید زر تر زره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر نظارت لاتدې تر سره شي. زما اپیل یا غوښتنه د ټولي نړۍ څخه د دې کتاب په مرسته دا ده، په پاکستان کې باید د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې یوه داسي ولسي ټولپوښتنه تر سره شي. څو عدالت پلي شي. دا ټولپوښتنه باید د یو ستر جمیل صبر ورسته د ازموېښتي ټسټ په توګه تر سره شي، آیا پاکستان د هیواد په ټوګه وجود یا شتون ولري که نه؟ پاکستان اصلاً په سیاسي توګه هیڅ مانا نلري. پاکستان پرته له یوه پنجابي پوځي ډیکتاتورۍ او د دوی استخبارتي شبکې اې ایس اې څخه پرته بل شي نه دی. دا پنجابي واکدارن نړیوالي ټولنې ته له حده زیات نور د زغملو وړ نه دي. اوس د دې وخت رارسیدلي دی، څو ملګري ملتونه نور دغه بده ښکارنده یا پمنه ناروغي وپېژني، کومه شي چې پاکستان په دې اوسنی فورم کې له ځانه ښیي. د وسمهال ګواښونو ته په کتو سره د پاکستان تجزیه یا وېش هیڅکله هم دومره اړینه نه وه، لکه نن چې نړۍ د پاکستان له خاوري ګواښل کیږي. لیکوال سید جمال الدین په ټینګار سره وايي او زیاتوي،زه هیله کوم د دې کتاب لوستونکي باید د ٬٬ اړتیاوو بنسټیزو کانسپټ په اصلولو ځانونه وپوهوي،هغه دا موضوع په دې کتاب کې په جلا څپرکۍ کې لیکلي ده. لیکوال د اړتیاوو موضوع په لنډه توګه په دې ډول لیکې. پاکستان باید په پینځو برخو ووېشل شي، څو په سویلي اسیا کې د سیاسي ځواکونو یو طبیعی توازن رامنځته شي او له دې سره به په نړۍ کې سیاسي سوله ییز چاپیریال رامنځ ته شي. نړیوالو ته به بوش او بلیر د پاکستان له وېشلو سره یوه بهترینه ډالۍ وړاندې کړي، پرته له دې چې دوی له خپل دوتره یا دفتره ووځې او د پاکستان تجزیه او وېش به د موجوده حقیقي ترهګریزو نړیوالې شبکو له منځه وړلو سره مترادفه یا هممانیزه وي .هیله کیږي، پاکستان وویشئ، څو په ټوله نړي کې ترهګرې له منځه لاړه شي . پای
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery