مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-08-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د چرسو په بدل کې استادي!

امېد ځواک


 پوهنه چې د يو هيواد د ابادۍ بنسټ بلل کېږي، د يو هيواد د وګړو او مشرانو لپاره که غواړي، چې هيواد يې پرمختګ وکړي او د نورو هيوادونو سيال شي، نو د پوهنې وضيعت ته دې ډېر پام وکړي او په دې برخه ډېر تمرکز وکړي، ځکه په نړۍ کې اوسني پرمختګونه د زده کړو او علم له برکته دي.

اسلام هم په مسلمانانو د زده کړو کولو ټينګار کړی او زده کړې کول يې په هر مسلمان نارينه او ښځينه فرض ګرځولې دي.

زمونږ اوسنی حالت، چې له نړۍ سره يې له سيالي کولو غورځولي يو، د زده کړو د کيفيت ټيټوالی دی، زمونږ ډېری ښوونځي مسلکي ښوونکي نه لري، تعليمي سيستم مو معياري نه دی، کمزوری مديريت او د زده کوونکو له سويې لوړ نصاب، هغه څه دي چې له نړيوالو وروسته پاتې يو.

  په تعليمي سيستم کې زمونږ تر ټولو لويه ستونزه کمزوری مديريت او فساد دی، چې د تعليمي سيستم ملا يې ماته کړې.

دغه ستونزې دي، چې زمونږ ډېری هیوادوال ترې کړېږي، د هيواد په ډېرو ولايتونو کې تعليمي سيستم له ضعف سره مخ دی، چې يو له دې ولايتونو پکتيا هم ده.

د پکتيا د پوهنې وضيعت چې ورځ تر بلې په خرابېدو دی او په نشت حساب دی، لامل يې د دې ولايت د پوهنې د رييس له لوري، په ښوونځيو کې د غير مسلکي، د اړيکو له مخې او د پيسو په بدل کې د ښوونکو ګمارنه ده.

د پکتيا د پوهنې رييس، چې له دې وړاندې د پکتيکا ولايت د پوهنې رييس و، د فساد له امله له هغه ولايته تېښتې ته اړ شو او پکتيکا يې پرېښودله.

نوموړی اوس په پکتيا ولايت کې د يو تن ځايي قومندان په مرسته د دې ولايت د پوهنې رييس ټاکل شوی، چې ويل کېږي د يو شمېر تړونونو له مخې چې له ځايي قومندان سره يې کړي، هغه کسان چې د پخواني رييس له لوري د فساد له امله له دندو ګوښه شوي و او له قومندان سره يې اړيکه لرله، بېرته به په خپلو دندو ګمارل کېږي او دا کار يې وکړ، د پوهنې رييس هغه کسان چې د پخواني رييس له لوري له دندې ګوښه شوي و او په فساد کې تر ستوني غرق و، بېرته په هماغه بستونو وګمارل.

د پوهنې رييس د پکتيا ولايت په هغو سيمو کې چې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې دي، د بډو په بدل کې تش په نوم ښوونکي ګمارلي دي او يا يې هم د اړيکو له لارې ګمارلي دي، چې ښوونکي هلته د وسله والو له وېرې نه شي ورتللی او زده کوونکي د زده کړو وخت په لوبو کولو تېروي.

نوموړی اوس هغه ښوونکي چې د امتحان له لارې د ښوونکي دندې ته بريالي کېږي، يا خو يې پر ځای بل کس ګماري او يا ترې په بدل کې ۱۰۰۰۰ افغانۍ او يوه کيلو چرس غواړي.

دې رييس په ډېری ښوونځيو کې د خپلې ولسوالي اړوند کسان په دندو وګمارل او هغه ښوونکي چې کلونه، کلونه يې استادي کړې وه او په دې برخه کې يې کافي تجربه لرله له دندو ګوښه کړل او يا يې هم په ټيټو بستونو وګمارل.

  نوموړي د ۶ مياشتني راپور د وړاندې کولو پر مهال وويل، چې په پکتيا ولايت کې يې ۲۱۰ تنه نجونې په دندو ګمارلې دي، خو دا مهال په ټوله پکتيا کې د نجونو يوازې ۵ يا شپږ لېسې موجودې دي، چې يوه يې په څمکنيو ولسوالي کې او نورې يې په مرکز ګردېز کې دي، چې پکې ډېره برخه نارينه ښوونکي زده کړې ورکوي ، په داسې حال کې چې په نورو سيمو کې ښځينه ښوونکې د ټولنيزو ستونزو او امنيتي ستونزو له امله نه شي کولای، چې ښوونځيو ته لاړې شي، ۲۱۰ نجونې که په هر ښوونځي تقسيم کړو، نو هر ښوونځي ته ۳۵ ښوونکې رسېږي، چې دا يې د فساد يوه بله بېلګه ده.

يوازې دا ستونزې نه دي، چې دلته يې يادونه وشوه، بلکې دې ته ورته نورې لسګونه بېلګې دي، چې د پوهنې وضيعت يې په صفر کې ضرب دی.

که د هيواد او په ځانګړي ډول د پکتيا ولايت د پوهنې وضيعت په دې ډول روان وي او مشران مو په خواږه خوب ويده وي، نو يوه پېړۍ به نور هم له نړيوالو وروسته پاتې شو.

ولسمشر دې ژر تر ژره د پوهنې وضيعت له اوسني حالته راوباسي، په ولايتونو کې دې داسې رييسان په دندو وګماري، چې رښتيا هم د پوهنې رياست وړتيا ولري او وړ کس وي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery