مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-09-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ديارلس ټنه نشه يي توکي وسوځول شول

benawa afghanistan
 دغه نشه يي توکي یې په ۳۱۳ پېښو کې د ۳۳۶ تنو سره د ۱۴۳ عرادو وسایطو او ۲۳ وسلو سره یو ځای نیولي وو چې په کې تارياک، هيروين، چرس، مورفين، مسکرات، جامد او مايع کمياوي مواد، کافين، پاپاورين، امفتامين او شراب شامل و

ننګرهار ولایت کې د ګډو کورنیو ځواکونو له لورې په ۱۳۹۳ او ۹۴ کلونو کې تر لاسه شوي دیارلس ټنه بېلابېل ډوله نشه یې توکو د تلې په ۴مه د یو ګډ پلاوي په حضور کې د دې ولایت د روداتو ولسوالۍ په سرخ دیوال سیمه کې وسوځول شول .
ننګرهار سرپرست والي او امنيه قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي وويل، دغه نشه يي توکو کې چې په کې تارياک، هيروين، چرس، مورفين، مسکرات، جامد او مايع کمياوي مواد، کافين، پاپاورين، امفتامين او شراب شامل دي، د ګډو کورنیو ځواکونو له لورې د عملیاتو،پلټنو او نورو هلو ځلو په ترڅ کې په دیارلس سوه درې نوي او څلور نویم کالونو کې نیول شوي وو،چې نن وسوځول شول .
نوموړي زیاته کړه، دغه نشه يي توکي یې په ۳۱۳ پېښو کې د ۳۳۶ تنو سره د ۱۴۳ عرادو وسایطو او ۲۳ وسلو سره یو ځای نیولي وو او په وینا یې پولیسو همدا راز تېر کال او د روان کال په ترڅ کې ۱۶ ټنه نور نشه یي توکې هم تر لاسه کړي،چې د قانوني مراحلو له بشپړیدو وروسته به وسوزول شي .
د کورنيو چارو وزارت نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې معينيت د عدلي او قضايي څانګې مسئول وويل،د يادو ديارلسو ټنو نشه يي توکو په تور د نيولو شوو کسانو قضيې څيړل شوي، چې له يو کال څخه تر شلو کالونو پورې بندیان شوي دي .
ده زياته کړه، چې په ننګرهار کې د ۱۳۹۵ کال په ترڅ کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې ځانګړې قطعې شل بېلابېل عمليات کړي، چې د نشه يي توکو د پروسس شل فابريکې او ۳۰ ټنه نشه يي توکي يې ځای پر ځای لمنځه وړي.
د ننګرهار عامې روغتيا رئیس ډاکتر نجيب الله کاموال وويل، اوسمهال په دې ولایت کې۶۵۰۰ تنه په نشه یې توکو روږدې کسان درملنې ته اړتیا لري،چې د عامې روغتيا روغتون د ۲۲۵ تنو د درملنې بستر ظرفيت لري،چې په هرو ۴۵ ورځو کې یې درملنه کیږي .
ده د کار ټولنيزو چارو وزارت څخه غوښتنه وکړه، چې د نشه يي توکو روږدو کسانو ته د درملنې وروسته د کار موندنې زمينه برابره کړي.
د دې ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رئیس ادريس ساپي وويل،تېر کال د ننګرهار په ۱۴ ولسوالیو کې ۱۴ زره هکتاره کوکنار کرل شوي وو، چې د ولايت مقام په هڅو اته سوه هکتاره کرل شوي ځمکه کې کوکنار لمنځه یوړل شول .
د ننګرهار حج اوقافو ریاست استازي مولوي محمد مطهر وویل،نشه د انسان عقل لمنځه وړي او د اسلام مبارک دين له نظره يې کاروبار حرام دی او د نشه يي توکو پر کاروباريانو یې غږ وکړ، چې د دې توکو پر ځای دې حلال کاروبار وکړي. 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery