مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-10-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د امارت مشرتابه بايد طالبانو او ولس ته جواب ورکړي!

الحاج مولوي عبدالرؤوف


\\\
\دوه ورځې وړاندې په رسنيو کې خبر خپور سو چې یوه امریکايي – کاناډايي جوړه او ۳ ماشومان یې د طالبانو له ۵ کاله برمته توب وروسته د پاکستان له لوري امريکا ته تسليم سول.
د دې خبر په اورېدلو سره زما په شمول له ډېرو افغانانو او مجاهدينو سره ډېرې اندېشنې پيدا سوې. ځکه دغه امریکايي – کاناډايي جوړه او ۳ ماشومان یې د مخلصو مجاهدينو د قربانيو په بدل کې د پنځو کالو په اوږدو کې په ډېرو سختو شرايطو کې د خپلو مجاهدو اسيرانو د خلاصون لپاره وساتل سول، او بيا پرته له دې چې خپل هدف ترلاسه کړی سي خوشې سول، او هغه هم د پاکستان لخوا، چې دې کار د طالبانو استقلاليت هم تر سوال لاندې راووست.
زه  د امارت د يو غړي په توګه د دې لپاره چې پخپله د طالبانو لخوا له ستونزو سره مخ نه شم، په مستعار نوم د خپل مسؤليت د اداء کولو او د اصلاح په هدف، د دې ليکنې له لارې غواړم خپل غژ تر مشرانو ورسوم، ترڅو زر تر زره مجاهد ولس ته د دغې اندېشنې جواب ووايي، که جواب نه لري نو دا دې ومني چې دوی هرڅه د پرديو په اشاره کوي او خپل استقلال نلري.
ايا د پرديو په خوشه د دې بنديانو خوشې کول د هغو مجاهدینو قربانیو او سرښندنو ته په سپکه سترګه کتل نه دي چې پنځه کاله يې په سختو حالاتو کې دغه بنديان ساتلي وو؟ او ددغومجاهدينو او دټولو فدایانو له وينو سره خيانت ندی؟
ایا دا پېښه دطالبانو په اړه هغه ټول شکونه په حقيقت نه بدلوي چې مشران په خپل واک کې نه دي او هر څه د پرديو په اشاره کوي؟
که په دې پېښه کې طالبان خپلواک نه وي، نو بې له شکه چې هرڅه به د دې لپاره سوې وي چې پاکستان په دې وروستیو کې له سختو فشارانو لاندې و، او په دې کار سره به د ټولو فشارونو مخه ونيول سي او د امريکا او پاکستان ترمنځ راپيدا سوې فاصله به په ډېره اسانۍ ختمه سي.
 بله دا چې زموږ د پخواني طالب ملګري سيد طيب اغا هغه ټولې خبرې به کټ مټ راښکاره سوې وي کومې يې چې تېر کال د يو ليک په ترڅ کې کړې وې چې طالب مشران يې په خپلو پرېکړو کې بې واکه بللي وو او کومه مشوره چې طيب اغا ورکړې وه، ډېره پرځای او معقوله وه « طالب مشران دې افغانستان ته راوګرځي او له پاکستان سره دې پټې او نا رسمي اړيکې پرې کړي ترڅو د پاکستان له فشاره لرې خپلواک تصميمونه ونيولی سي».
په پای کې د امارت له ټولو ملګرو غواړم چې نور د نا چيزو مصالحو او امارتي او تنظمي تعصب څخه تېر سئ ، په روانو حالاتو تجاهل مه کوئ او لژ تر لژه په ژبه او قلم خپل مسؤليت ادا کړئ ترڅو مشران د شهيدانو په سرښندنو جوړ سوی اسلامي امارت د مرحوم اميرالمؤمنين د پخواني مسير سره برابر کړي. او لاندې خبرو ته هم جواب ووايي:
د طالبانو لخوا د پاټکونو اچول د څه لپاره؟
له ټولګټو پروژو ټکسونه اخستل د څه لپاره؟
د داعش په نوم  د ځينو خپلو پخوانيو ملګرو وژلو په اړه بايد وضاحت ورکړي چې ايا په دوی باندې لګول سوي تورونه حقيقت لري او که هسې د شخصي تضاد له وجې وژل سوي دي؟
هغه کسان چې د امارت اهداف دمنځه وړي، د امارت نوم بدوی او د طالب په نوم د هر ډول جرمونو مرتکب کېږي د هغوی مخه ولې نه نيول کېږي؟
که د پورتنیو سوالونو جوابونه له مشرانو سره نوي، نو بیا بايد مخلص مجاهدين له علماء کرامو پوشتنه وکړي چې د بې اختیاره قیادت اطاعت څنګه دی؟
والسلام

  

 

ملا هبة الله اخوندزاده ته د سید طیب اغا ۸ وړاندیزونه
 

د اکتوبر 21, 2016 نیټه په قطر کې د افغان طالبانو د سياسي دفتر پخواني مشر او د ملا محمد عمر نږدې ملګري سيد محمد طيب اغا د طالبانو اوسني مشر ملا هبة الله اخوندزاده ته يو ليک لېږلی او هغه ته يې اته وړانديزونه ايښې دي، چې په لاندې ډول دي:

له پاکستانه وتل
طيب اغا په خپل ليک کې پر ملا هبته الله اخوند زاده غږ کوي چې د طالبانو مشران او د شورا غړي دې له پاکستان څخه ووځي. د نوموړي په خبره دا ډول به پاکستان هغه څه په دوی نه مني چې د طالبانو يا افغانستان په تاوان وي. نوموړی وايي، دا کار ښايي د پاکستان په ګټه هم وي چې دا وخت له نړيوالو فشارونو سره مخ دی.

بهرنيو جنګياليو ته ځای ورکول
طيب اغا پر مخ ليکي، په افغانستان کی په تیرو وختونو کی دا ثابته شوېده چې بهرني جنګيالي هیڅکله د مهاجر او یا مېلمه پر مرتبه نه دې قانع شوي بلکې هغوی د شراکت دار او ځينو ډلو خو آن د واکدار په حیث د اوسېدو هڅه کړې ده. نوموړی وړانديز کوي چې د زابل پیښې ته په کتلو سره دې په تیرو دوو کلونو کې د راوستل شوو غېر افغان جنګياليو فعالیتونه کنټرول او د نورو راتګ وځنډول شي.

د "امیرالمومنین" نوم لغوه کول:
سيد محمد طيب اغا په خپل ليک کې وايي، د "امیرالمومنین" پر ځای دې د "امیر" یا "مشر" نوم وکارول شي ځکه د امیر المومنین په نامه د بیعت لپاره د جنګ کولو او فشار راوستلو لپاره دې تر هغه وخته انتظار وشي تر څو په پوره ډول د امارت يا امیر شرایط پوره شي او په هېواد کې دننه کنټرول تر لاسه کړل شي. نوموړی پرمخ ليکي چې دوی د نه بیعت په خاطر تر فشار لاندې کړل شول او د داسې حالاتو جوړېدو هڅه وشوه تر څو یا خو بیعت وکړي او یا له کوربه هیواده ووځي. اغا ليکي، د بیعت حاصلولو لپاره به د یو چا مخالفت او یا ورسره جنګ نه کېږي، او نه به هم څوک ځورول کېږي. نوموړی پرمخ ليکي، دا څنګه کېدای شي چې په پاکستان کی ناست قیادت په بل هېواد یا افغانستان کې له نورو څخه د بیعت غوښتنه کوي؟

د "امارت" له منځه وړل:
طيب اغا په خپل ليک کې وايي، د طالبانو لپاره که د "امارت" پر ځای "تحریک" وکارول شي ښه به وي. د نوموړي په خبره "امارت" به د حکومت په معنا هغه وخت مناسب وي چې د هېواد مرکز او ورسره اکثریت خاوره د طالبانو په بشپړه کنټرول کې شي. د اغا په خبره یوازې د حکومتي تشکیلاتو په جوړولو او مطبوعاتي تبلیغاتو او پر اطرافي سیمو کنټرول او د بل په هېواد او خاوره کې د اکثرو مشرانو او تشکیلاتو وجود به په خپله خاوره کی د یو حکومت په معنا نه وي.

د سياسي دفتر رول:
طيب اغا ليکي، د سیاسي او بهرنيو چارو لپاره دې د پخوا په شان یوازې سیاسي دفتر وکارول شي. هغه طالبان چې د پاکستاني، ایراني او نورو بهرنيو استخباراتو سره مستقیم یا غیر مستقیم اړیکې ساتي، د یو یا دوو خبرداریو وروسته دې د یو څه وخت لپاره او یا د نه اصلاح په صورت کې د ټول وخت لپاره له کاره ګوښه کړل شي، ځکه چې له دغو استخباراتو سره ارتباط شر او تباهي ته لاره هواروي. اغا ليکي، تېر وخت دا ثابته کړې ده چې د تحریک د استخباراتو کمیسیون او د ځینو نورو مسولينو لخوا د بهرنيو استخباراتو د درواغجنو او مغرضو معلوماتو پر اساس یو شمېر هېوادوال په داخل او خارج کې له منځه وړل شوي، بندیان شوي او یا ځورول شوي دي.

د مالي کمیسیون چاري:
طيب اغا ليکي، که څوک غواړي په خپله خوښه له طالبانو سره مالي مرسته وکړي خو ښه دی، که نه باید په مرګ او بل شي تهدید نشي او نه همپه زور پیسې ور څخه واخیستل شي.

په مساجدو او نورو ځايونو کې چاودنې او وژنې:
طيب اغا ليکي، تر څو چې یوه جامع تګلاره جوړيږي، ټولو طالبانو ته دې امر وشي چې په مساجدو کی د مخالفینو وژل او چاودنې، او بې له واقعي شرعي محاکمې د مخالفینو د بندیانو وژل په قطعي ډول جدي منع دي. نوموړي پرمخ ليکي، دا څه وخت مخکې چې د مدني حرم شریف څخه د باندې په لږه فاصله کې کومه چاودنه وشوه، پر ټوله اسلامي نړۍ کې یې ډېر بد اغېز وکړ. د ده په خبره که څه هم نور مساجد د نبوي حرم شریف په څېر نه دي، خو بیا هم هر مسجد د مسلمانانو په زړونو کې ځانګړی حرمت لري. دی طالبانو ته په مخاطب ډول وايي، چې که دوی په نورو ځایونو کې په مساجدو یا مساجدو ته نږدې چاودنې غندي، په خپله خو یې باید په هېڅ صورت ونه کړي.

نوموړی زياتوي، همدارنګه په عامو لارو کې له موټـرونو څخه د مشکوکو خلکو را کښته کول او بیا وژل چې د لساني، قومي او منطقوي دښمنیو سبب ګرځېدلی، بند شي. دی زياتوي، پر پلونه او سړکونه او نورو ټولګټو ځایونو چاودنې کول او یا د هغه جوړوونکي کاریګران او انجینران او د خیریه او تعمیراتی مو سسو کارکوونکي چې د ملت د هوساينې او د وطن د جوړېدو لپاره کار کوي، له منځه وړل یا تښتول او یا د افغاني بندیانو وژل بايد بند شي.

یوه جامع ملکي، سیاسی او اقتصادي تګلاره جوړول:
نوموړی پرمخ ليکي، یوازې د یوه مخالف کس د له منځه وړلو په خاطر پر روغتونونو، تعلیمي او پر نورو ملکي ادارو بریدونه کول او بې ګناه خلګ پکې وژل غېر شرعي اعمال دي نو د داسې ټولو کارونو عاملینو ته باید جزا ورکړل شي او هم د تحریک خلګو او ملت ته ور وپېژندل شي. نوموړی پرمخ ليکي، د طالبانو برخورد باید اسلامي وي نه انتقامي.

طيب اغا ملا هبته الله ته د طالبانو د تګلارې په اړه وړانديز کوي چې په قطر کې دې د طالبانو سياسي دفتر ته دنده وسپارل شي چې هغوی په نسبتاً آرامه او ازاده فضا کې د شورا د غړیو د کمیسیونونو مسولینو، په داخل او خارج کې د بې طرفه علماوو د لارښوونې او د سیاست پوهانو، د پوهنتونونو استادانو، او په هېواد مینو محققینو، مخورو او قومي مشـرانو له مشورو سره سم د اسلامي شریعت مطابق یو جامع ملکي، سیاسی او اقتصادي تګلاره جوړه کړي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery