مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-12-23   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دملت حوصله مخ پرخلاصېدوده!

حبيب الله غمخور
په پښتو کي متل دي وايي آس یې نعلاوه چنگښې هم پښه پورته کړه ! همدا اوس مي داروپا پروخت دشپې پراوه بجې او۱۵ دقيقې دطلوع تلوېزيون له لاري،دکندهاردپوليسودنالوستی قوماندان ،دمزاردپوليسودقوماندان اونور دولتی چارواکو خبري واورېدې چې دمزاردوالي معلم عطا دبرطرفه کولوپه اړوند دي نالوستواوبې خبرودهيواد جمهوررئيس ته لارښودنې اوگوت ځنډنې کولي . زه پردې اوس خبري نه کوم چي دکندهار دولايتی شورا رئيس دابې علمه مشر او يوشمېرغړي دزابل دولايتی شورا ديو شمېرغړوپه گډون پرون په خپله ناروا اوملی ضد ناسته کي په بې شرمی دهغه حاکميت پرخلاف غيرعالمانه اوغيراخلاقی له حقوقي صلاحيت او مسوليت نه خودا له کوڅوراټول سوی خبرندي ولي دومره مست اوليونی دي چې څه یې پرخوله ورځی هغه وايي. اوپردې له بحث نه تېرېږم چې دالنډ غرتردې ځايه څنگه رارسېدلي دي؟ پوهېږم دوي به ووايي موږدکرزی ميراث خواره يو هغه راوستليو. خوکرزی داسي گلان کرلی چي رېبل یې ډيروخت نيسي.داله ملت نه بېگانه پدې نه پوهېږي چې ولايتی شورادملک دجمهوررېس پروړاندي قانونی مسوليت لري نه دلارښودنې مکلفيت . رابسو دې خبري ته چې دکندهاردپوليسو قوماندان رازق اودمزاردپوليسو قاماندان دا هيره کړې چي پوځي افسران دي اودوي جمهوررېس خو پرځاي پرېږده دکورنيو چارووزارت دعادي رئېس پروړاندي مسوليت لري اودهغه دامرمنلو مسوليت لري . زه نه پوهېږم ولي هغه چې له جوالی گری او... نه دنجات په خاطردلته پردولتي دنده وگمارل سو لار ترېنه ورکه سول ؟ او نه يوازي ځان بلکي هرڅه یې هيرکړه ؟ مگردوي نه پوهېږي چې پرون څوک وه او نن څه کوي؟؟ً؟ وړانديزمو دادی چي دکورنيوچارووزارت دخپلوافسرانو پروړاندي خپل ورسپارل سوی مسوليت سرته ورسوي. دهرافسر دکړنواوڅرگندونوپروړاندي دکورنيو چارودوزارت ننداره دوزيرلخوا دقانون او دقانوني مسوليتونو پروړاندي سرغړونه ده ،په هغه وخت کې بايد ترهرڅه وړاندي له وزيرنه پوښتنه وسی. داچې دامنيتی افسران دنورپه دفاع کي چغی وهې داټول پېژندل سوی غله اودولتی مافياده،له دوي نه بايد هرڅومره چې ژر کېږي ددوي دکړنو پوښتنه وسي . نه دکندهار دپوليسوقوماندان اونه هم دمزار يابل ولايت دپوليسو قوماندان دټول ملک امنيت ساتونکي دي اونه دا حق لري چې دهيواد ولسمشرته گوت څنډنې وکړي . نه رازق اونه هم دمزارقوماندان اوددوي ملاتړی ولس اوملت ته وفاداردي . دوي خپلو بهرنيو بادارانوته ترهرچا وفاداراودهغوي په هدايت کارونه سرته رسوي،پدې موږ له پخوا پوهېږو.ايا دوي خپله نه پوهېږې چې څه کوې؟ اړينه ده چې له ټولورازونه پرده دلته پورته سی؟ داخو ساده کاردی . له هغونه مې هم جدي غوښتنه داده چې کرزی ته یې درازق چي يونالوستی اودخرابی سابقې څښتن دمقرری سپارښتنه کړې وه ،خپل چونگړی دي پرځاي کښېنوی،کنه پرځاي کښېنول یې موږته ساده دی،کندهار پده نه ورانېږي. متاسفانه کرزی دخپلو نوروناروا اقتصادي اوسياسي موخو لپاره دانا لوستی نه يوازي داچي مقرروکړ ډير ژر یې دوسله وال ځواک پرټولوافتخاراتو پښه کښېښودل دانالوستی حرفوي قاتل یې چي يوازي له پاکستان نه ديوچا په سپارښتنه رالېږل سوی دسترجنرالی تررتبې ورساوه ؟داهم دکرزی يوه له وطن سره دجفا اوملي افتخاراتوسره دخيانت نه هېرېدونکې بېلگه ده . دسترجنرال ترمقامه دټولوبې کفايتو رسولوله امله دادي اوس موږ ددې ټولوسترو اوناستروجنرالانوسره دخپل هيواد دملی گټو اوافتخاراتودساتلو لپاره لاس په گريوان يو.فکر کوم دولتی چارواکي اومسولين که دقانون پلي کولو ته ژمن وي بايد دا بې کفايته ستراوناسترجنرالان پرخپل ځاي کښېنوي. ددې ترڅنگ زموږولس پدې باوردی،داملت چي اوس ددې ټولوملي اونړيوالو ناخوالوسره لاس په گرېوان دي دا دامريکا اودامريکا دلاسپوڅي کرزی دتيروتنو اوجنايتونوپايله ده . امريکا اودامريکا پلويان هيوادونه بايد خپل سرکښه نوکران وتړی، نورددي خاموش ملت دصبرکاسه ډکېږې.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery