مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-12-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

عطا له پيله باغي ((نامنونکی وسرتنبه)) وو، دی او وي به

سيد حسين پاچا

عطامحمد نور:
زه د بلخ والي وم او والي يم،‌ هېڅوک نشي کولی چې ما له ولايت نه ليرې کړي

په ټولو اسماني اديانو، مدني و بشري قوانينو کې د بغاوت افعال واقوال وخصايل او د تهديد ((ګواښنې)) ټکي روښانه دي، ان تر دې چې د فقهې په کتابونو کې د صريحي وکنايي طلاقو ټکي هم روښانه دي. د شمال ټلوالې ځينې جهادي سرتنبه ګان خپل ځانونه له قانونه مثتثنی او پورته بولي. د امريکا ونړيوالې ټولنې په شتون کې د مرکزي حکومت ګواښنه او ننګونه د زغم وړ نه ده.


د بلخ زورواکي او سرتنبه ته :
په حکومت کې ګډون، هم ترې بغاوت او هم د اپوزيسيون درېواړه دندې پرمخ وړل سره منافي دي. د اسلامي ارزښتونو او هم د اساسي قانون پر بنسټ يو څوک چې د دولت معاش خوري، ګواښل وبغاوت يې شرعًا ناروا او هم له قانون سره په ټکر کې دی

عطا محمد نور :
ښاغلي نور وويل " هېڅ مقام ما له کارڅخه ګوښه کولی نه شي، خو په تفاهم، چې جمعيت ته مې صلاحيت ورکړی چې د هغې لارې مونږ خپل حق ترلاسه کړو او هغه هم چې زه له کار څخه لاس واخلم، خپل کانديد نوم مې له وړاندې هم ورکړی وو، چې څوک بايد د امنيه قوماندان او والي په توګه وټاکل شي ".
د بلخ پخواني والي وويل، د جمعيت وړانديز چې د وزيرانو او سفيرانو ټاکل په کې شامل دي په اړه يې بيا وروسته هم خبرې کېدلی شي.

تېر ته په کتو د عطا پرتله له صدام حسين او له معمر قذافي سره د نشت برابر ده، خو دا چې دلته يو ولايتي چارواکی د حکومت پر وړاندې په زغرده رادانګي او مرکزي حکومت ته ګواښنې وګوتڅنډنې کوي، بلکې نظام ګواښي او حکومت وبهرنيان ورته لا بيا هم له زغمه کار اخلي او غبرګون نه ښيي.

عطا د جمعيت په پلمه نور څه غواړي؟ همدا اوس څو تنه د شمال ټلوالې لوړپوړي چارواکي دي؟ څومره يې وزيران دي، څومره يې سفيران وواليان، جنرالان او نور لوړپوړي دولتي چارواکي دي؟ عطا په هماغه وخت کې د جمعيت يوه برخه وه ا اوس هم د جمعيت يوه برخه ده. نوموړی دې خپله ستونزه له جمعيت سره خپله حل کړي

ښاغلي نور وويل " څنګه زه خپل ملت يوازی پرېږدم چې داعش راشي په بډوډو مو سپاره شي، د سرتېري سر پرې کړي او لور يې خپل جنګيالي ته په نکاح کړي، زه څنګه دا ومنم چې داعش راشي زمونږ خلک راټول کړي او ورته ووايي چې له سره کلمه ووايه او له سره نکاح وکړو چې تاسو له سره مسلمان شئ چې مسلمان نه يې، زه څنګه دا ومنم چې داعش راشي او د خلکو څو کلن ماشوم په منځ کې وشکوي".

ښاغلي نور وويل " مونږ ورته ويلي چې مونږ خو قهريه قوه نه لرو، کله چې راباندې قهريه قوه استعمال شوه بيا نو هغه وخت هر ډول دفاع چې په توان کې لرو او څه چې په لاس راوړلی شو، د جهادي قوماندان څخه نيولې د خلکو له کورونو او له هرځای څخه چې په لاس راوړلی شو بيا نو هغه وخت مونږ مجبوريږو چې ځواب ورکړو".
*** *** ***
ويل کيږي چې د بلخ دغه زورواکي جنګسالار له خواوشا ۱۴ کالو راهيسې د بلخ په ولايت منګولې ټينګې کړي،‌ په مختلفو دولتي دوايرو کې يې د خپلې خوښې او چينل کسان مقرر کړي، ناقانونه سوداګرۍ او د نشه ييزو توکو قاچاق کوي او په پراخه کچه په اختلاس او بشرضد فعاليتونو کې لاس لري.‌
همدارنګه ويل کيږي چې ښاغلی نور په بلخ ولايت کې د ښکاره وسله والو تر څنګ د طالبانو په نامه وسله والې ملېشې هم لري.‌
د رسنيو د راپورونو له مخې، د بشري حقونو دغه ناقض جنګسالار د روان /۲۰۱۷/ کال د اګست په مياشت کې خپل يو سياسي سيال محمد آصف مومند ونيو،‌ بندي يې کړ او د شکنجې پر وخت يې په خپلو غاښونو ترې غوږ پرې کړ،‌ او تېره اونۍ يې د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله ته اخطار ورکړ چې غاښونه به يې ورمات کړي.‌

په نړيواله ټولنه کې قوانين د همدې لپاره مينځته راغلي چې زورواکي، بېلاري او نامنونکي خلک لارې ته راولي او سم يې کړي، خو زموږ جهادي غلو چې جهاد به يې البته الله تعالی يا منظور وي او يا نه، خو له ولسه يې پرې باج واخېست او خلک يې پرې پزې ته راوستل. د جهاد او د اسلام پر نوم يې په زرګونه نارواوې وکړې. حرام ورته حلال دي ځکه چې جهاد يې کړی دی. د بيت المال او پردی مال راته غنيمت دی. له واکه هم لاس نه اخلي او د جهاد پر پلمه د مرکزي حکومت پر وړاندې علنًا (صراحتًا)، فعلاً و قولاً واخلاقًا سرغړونه کي، بلکې نظام ګواښي. د نظام ګواښونکی له نورو سره توپير لري. ورته زغم او مراعات يې له قانون او ولس سره ظلم دی. د جهادي لنډه غرو يوه بېباکي همدا ده چې دوی ادب نه لري. اصول نه مراعاتوي او ځان له قانونه پورته ګڼي. د ځان او د ډلې ګټې ورته له ملي ګټو مخکې وي. کاشکې چې دې ځينو ځينو خو هاغه د خپلې ډلې ګټو او د خپلې ډلې سياسي او ان د ځان سياسي ځانوژنې ته يې کتلای.

جمعيت، حکومت او نړيواله ټولنه يا په بله مانا امريکا وناټو چې هلته يې قواوې پرتې دي او په ښکاره دا وايی چې موږ د افغانستان له حکومته ملاتړ کوو، نو بيا ولې دغسې يو زورواکی او سرتنبه د دوی په شتون کې حکومت وګواښي او ولې د حکومت لوړ پوړو چارواکو ته ګواښونکي توري وکاروي. تېر ته په کتو چې نوموړی په ناقانونه سوداګرۍ او د نشه ييزو توکو قاچاق کوي او هم په پراخه کچه په اختلاس او بشر ضد فعاليتونو کې لاس لري.‌ همدارنګه د ښکاره وسله والو تر څنګ د طالبانو په نوم ملېشې هم لري او هم يې په حکومتي دوايرو کې د خپلې خوښې او خپل چينل خلک ځای پر ځای کړي دي ولې يې دومره بېباکۍ او خپلسرۍ ته پرېږدي؟ دوی چې د طالب و داعش بهرني ګواښ ته متوجه دي، نو ولې له نظامه خړوبوونکي ګواښ ته متوجه نه دي او ولې دومره ښکاره سرغړونو او بېباکيو ته پرېښی دی؟

عطا که له خپلې ډلې سره په حکومت کې د واک پر وېش ستونزه لري، له خپلې ډلې سره دې يې حل کړي، خو د حکومت د ړنګولو ګواښ او هم د ملي امنيت د عامه نظم د ګډوډۍ حق نه لري. د ګوند د خپلمينځي ستونزې په پار څوک حکومت نه ګواښي او نه څوک د حکومت د ړنګولو حق لري. عطا دې خپل غوږونه ښه خلاص کړي چې که چا څه ورته په غوږ کې اېښي وي سر دې پرې خلاص کړي. که يې ولس ته خدمت کړی وي هغه نه ورکيږي او که يې له چا سره بد کړي وي، نو بد د چا نه هيريږي.

اسماعيل خان :
د ولسمشرغني له خوا د عطامحمد د استعفا منل او يا په دې برخه کې د هغه حکم د قران ټکی نه دی چې په ماتولو يې څوک کفر ته وځي.

د اسماعيل خان په ځواب کې :
ښاغلی اسماعيل خان دې پرې لومړی سوچ او بيا منښته وپرېکړه وکړي. د بېلګې په توګه :
نوموړی پورته وايی چې د ښاغلي حکم د قرآن ټکی نه دی چې پر ماتولو يې څوک کفر ته وځي. کفر يا نه منښته (انکار) داسې شی نه دی چې د انسان خدای مه کړه لکۍ او ښکرونه وشي،بلکې کړه وړه (فعل / عمل) او وينا (قول) يې سره ورته نه وي او له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې وي. عطا محمد نور و اسماعيل خان او نور زورواکي دې په دې پوه شي چې د بغاوت (سرکښۍ) واختلاف نظر کې توپير شته.
د مکې د سوبې (فتحې) په صورت کې له بنديانو سره د تعامل په صورت کې د پېغمبر عليه السلام او د حضرت عمر رضی الله عنه ترمينځ د نظر توپير وو. ان تر دې چې د عمر رضی الله عنه او د الله تعالی رايه يوه وه، خو د محمد صلی الله عليه وسلم او د ابوبکر رضی الله عنه رايه بله وه. دا د دې مانا نه ده چې عمر رضی الله تعالی پر محمد صلی الله عليه وسلم باندې پر مرتبه کې لوړ وو. ځکه چې د هغه او د الله تعالی خبره يوه وه، بلکې په ټوله کې هېڅوک د الله تعالی د پېغمبر له شان سره سم نه دي.
همدارنګه د راشده خليفه ګانو، صحابه کرامو، ايمه وو، محدثينو او د علماو ترمينځ په يوه مساله کې توپير شته، خو په اصولو کې بيا هېڅ نشته.

يا لکه د سوريې د د دمشق په نيونه کې خالد رضی الله عنه د ابوبکر صديق رضی الله عنه له لورې پوځي سرلښکر وو، خو چې عمر رضی الله عنه خليفه شو د هماغه جنګ په وخت کې يې له دندې ليرې او پر ځای يې ابوعبيدة بن الجراح يې وټاکه، بلکې دمشق د جنګ پر ځای له سوله ييزې لارې فتحه شو. تر پايه خالد رضی الله عنه د عمر رضی الله عنه بغاوت خو لا څه ان چې مخالفت يې هم ونه کړ. دا يې لا هم وويل چې د عمر رضی الله عنه په ژوند کې مخالفت نه شي کېدای.

دا چې اوس تورن اسماعيل چې له نوم سره يې د ((خان)) کليمه هم کارول کيږي دا ځکه چې بيت المال يې چور کړی او د خلکو حق يې غصب کړی او هم يې د بيا رغونې په وخت کې چې د اوبو وبرېښنا وزير وو درې ميليارده ډالره حيف وميل کړي، نو ځکه يې د ((خان)) کليمه هم عارضي دنيوي عزت دی چې الله تعالی به يې ترې اخلي او هم به پرې د الله تعالی به سختې محاسبې سره مخ کيږي. تورن اسماعيل ته بايد دا روښانه وي چې ((الله تعالی خپل حق چې چا ته يې خوښه وي بښي، خو د بنده حق چا ته نه بښي)). زما مشوره ورته دا ده چې خپل ضمير وايمان ته دې وګوري که د چا حق ورسره وي، نو ښه به دا وي چې وريې کړي او وروسته يې نه کړي. خو که سترګې پرې پټوي او يا ورته اسلامي وجهادي پلمې لټوي، نو له داسې پلمو دې ځان وساتي. يا به حرام حلال ګڼي چې دا هم بده ده او يا به پرې خوښ وي چې دا هم بده ده. د حرامخور عبادت څښتن تعالی نه قبلوي.

همداسې په ((وأولی  الامر منکم)) کې چې د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم اطاعت او بيا د مسلمان حاکم اطاعت چې دا يو اسلامي ارزښت (حکم) دی، ولې د يو ښکاره متمرد ملاتړ کړي چې دا خو بيا له قرآني مدعا ((ولاتعاونوا علی الاثم والعدوان))  چې پايله يې ((شديد العقاب)) سره په ټکر کې ده، ولې په ښکاره سرغړونه کوي؟ قرآن خو هېڅکله چا ته د ظلم او له ظالم څخه د ملاتړ سپارښتنه نه کوي، نو اوس نوموړی پر کومو قرآني ټکو استدلال کوي؟

څښتن تعالی دې د بلخ د بُتکدې بُت او ملاتړي يې رواني، معنوي، جسمي، قوّتًا او حمايتًا ذليله کړي. خسرالدنيا والاخرة يې کړې. زموږ لپاره د څښتن تعالی همدا ډاډيېنه بس ده چې د څښتن تعالی خاينين، مختال فخور، فرحين، معتدين، مسرفين، مفسدين، خوان کفور، کافرين او ظالمان،نه خوښيږي. په دې هيله چې تورن اسماعيل جهادي ټيکه دار يو ځل له پيله ((الحمد)) تر پايه ((والناس)) يو ځل قرآنکريم تلاوت کړي ګوندې دغه پورته ټکي يې يو ځل يې مخې ته ورشي او پرې سوچ وکړي او پر مفهوم او انجام يې ځان پوه کړي او د منښتې واک يې هم خپل دی. لومړی پرې ښه سوچ وکړي چې پرې قانع شو، نو پرېکړه دې خپله وکړي چې خپله غاړه له مرګه مخکې خلاصوي او که عقبې ((آخرت)) ته يې پرېږدي.

دېته دې هم سوچ وکړي چې ((يوم يفر المرء من اخيه؛ وامّه وابيه؛ وصاحبته وبنيه لکل امرئ منهم يومئذ شان يغنيه)) چې نن ورته حرام راټولوې او غصب ورته کوې او سبا ته به يو له بله بيا بېزاره ياست، نو اوس يې وخت دی چې خپله حسابي دې پاکه کړي.

عطا، تورن اسماعيل او ملاتړي (خواخوږي) دې پر دې پوه شي چې اوس خلک پوه دي. حق وناحق توپيرولای شي او نور په ولس د هسې بېځايه جهادي لنډه غرو او بېباکو ځای نشته. جهاد ټولن ولس کړی او دا د ټولس حق دی چې ترې ګټه واخلي، نه يو څو د ګوتو پر شمېر غله.

په نړيوالو قوانينو کې هېڅوک نه شي کولی چې څوک بلڅوک وګواښي او يا يو څوک حکومت او يا يې چارواکي او کارمندان وګواښي. ګواښنه قانونًا منعه ده. پوليس او امنيتي چارواکي يې تر څېړنو او تر تعقيب لاندې نيسي. هېڅ يو دولتي لوړپوړی او ټيټپوړی چارواکی چا ته ګواښ نه شي کولی او نه ورته ګواښونکې توري (کليمات) کاروي. د پوليسو او د کورنيو چارو پورې اړوند ارګانونه له سياسي مسايلو سره سروکار نه لري، بلکې د عامه نظم ودسپيلين مراعات ساتي.

په درنښت

 

جنرال رازق شخصي بنديخانې لري او بنديان پکې ربړوي
www.taand.com/archives/100971
نور ويلي؛ "زه د بلخ والي وم او يم به!"
http://rohi.af/fullstory.php?id=61697
عطا محمد نور "عبدالله عبدالله د لستوڼي مار دی، زما په ګوښه کېدنه کې ۲۰ يا ۳۰ سلنه ولسمشر ، ۷۰ او ۸۰ سلنه ډاکټر عبدالله لاس لري"
http://rohi.af/fullstory.php?id=61691
اسماعيل خان د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور د دريځ ملاتړ وکړ
http://www.taand.com/archives/100994
عبدالله: جمعيت د عطامحمد نور له لرې کولو سره همغږی و
http://www.bbc.com/pashto/42476460
عبدالله: د نور استعفی منلو سره موافق وم، خو جمعيت هم راسره وو
https://www.pashtovoa.com/a/ceo-abdullah-responded-to-atta-noor-remarks-on-his-resigantion-/4178009.html
اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د عطا محمد نور څرګندونې رد کړې
http://rohi.af/fullstory.php?id=61764
عطامحمد نور: زه د بلخ والي وم او والي يم،‌ هېڅوک نشي کولی چې ما له ولايت نه ليرې کړي
http://www.taand.com/archives/101188
نور: هېڅوک مې ګوښه کولی نه شي يوازې په تفاهم کار پرېږدم
https://www.pashtovoa.com/a/after-two-week-of-removal-atta-noor-returned-to-office-today/4185473.html
والی برکنار شده بلخ از سوی ریاست جمهوری افغانستان: والی بودم، هستم و می‌مانم
http://www.dawatmedia24.com/صفحه-دري/والی-برکنار-شده-بلخ-از-سوی-ریاست-جمهوری/

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery