مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-12-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

عطا نور مانور کوي او خپل قوت زیات ځلوي

سرلوڅ مرادزی

 نن د ډېسمبر په ۳۰ مه، د بلخ لیری شوی والي عطا نور یوې غونډې ته خبرو کې وايی«تر څو چې ولسمشر او د جمعيت اسلامي ګوند د بلخ د والي د بدلون په تړاو هوکړې ته ونه رسېږي د والي په توګه به کار ته دوام ورکړي. خو د افغانستان سیمه ييزو ارګانونو اداره بيا وايي مکلف دي چې د بلخ د نوي والي د معرفي کولو په برخه کې د ولسمشر حکم پلی کړي، بي بي سي»
عطا نور دا هم وايی اسلامي جمعیت به ارګ سره خبرو او هوکړه کې د پخوانی ټاکنیز ایتلاف سلا هم ځان سره ولري. خو د هغه پخواني ایتلاف مهم غړي اوس د اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره همغږي دي چې څه مهال وړاندې يي ارګ سره په ګډه له بلخ ولایته د عطارنور په لیري کولو کې اقدام کړی دی.
عطا نور او په اسلامي جمعیت کې د هغه سخت دریځه او جنګسالار ګروپ لکه اسماعیل خان، ضیا او احمدولي مسعود، صلاح الدین رباني او ځیني نورو اوس نه یوازې په حکومت کې خپل پخواني ټاکنیز ایتلاف خپه او پښیمانه کړی، بلکې په خپل ګوند اسلامي جمعیت کې يي هم د عبدالله عبدالله په مشرۍ منځلارې او د سوله ییزچلند پلویان له لاسه ورکړي دي.
عطا نور خپل پروني ملګري عبدالله عبدالله ته د بازار په کچه ښکنځلې کوي، هغه د لستوڼي مار بولي او د غاښ ماتولو ګواښونه ورته کوي، په داسې حال کې چې پرون د عبدالله عبدالله په مټ او ملاتړ د بلخ والي ګمارل شوی وو. ایا د بازار په ژبه چې خپل پروني ملګري او یاران له لاسه ورکوي، عطا نور کولای شي نور افغانان چې د روغ مغز او فکر خاوندان وي، د ځان او خپل سخت دریځه جمعیت په لور راجلب کړي؟
 عطا نور چې له ډېر پخوا څخه یو وتلی جنګسالار او لنډه غر وو، پخپل وروستي ښکنځلمار او بازاري سیاست سره، د اسلامي جمعیت سخت دریځه اړخ ته يي چې له هغې هم په ټولنه کې مارکيټ او ځای نه لري، بله ضربه ورکړه او له پخوا يي زیات په ټولنه کې ګوښه کړ.
د عطانور په سرخېلۍ د اسلامي جمعیت د سخت دریځې ډلې په وړاندې د اجراییه رییس عبدالله عبدالله غوڅ دریځ که یوخوا د ستاینې وړ دی، بلخوا داسې دریځ د واک او حکومت په ټولو برخو کې په ټاکلو او غوڅو اقداماتو سره ارزښت پیداکوي او مانا لري.
که عبدالله او پلویان يي غواړي چې د ملي یووالي حکومت په پاتې موده کې چې له دوه کلونو هم کمه پاتې ده، په روان ټپه ولاړ حالت کې بدلون پېښ شي او بل ځل لپاره د ولسمشرۍ په ټاکنو کې برخه واخیستلای شي نن يي وخت دی د واک ویش له دعوو چې له ټاکنو وروسته يی دری کاله پرې عبث تېرکړل، لاس په سر شی، بیرته اساسي قانون ته ستانه شي او له ولسمشر غني سره په ګډه د ملت بنسټيزه غوښتنو او پوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره راوګرځي.
البته عیني حالاتو ته په کتو، دا هم نه شو ویلای چې ګواکې په تېرو درې کلونو کې هیڅ نه دي شوی، خو دا باید هم ومنو چې تېر درې کلونه د اصلي ستونزو د حل پرځای په خوشې ناندریو او بېځایه سازشونو تېر شول چې بیرته نه راګرځي! دغه پیر کې زیات فرصتونه، مالي او بشري امکانات په سین لاهوشول او د افغانانو بېوزلۍ او بېوسۍ ته ډېر لږ پام وشوو.
د ملي یووالي حکومت چې د دوه ټیمونو څخه په ګډه جوړ شوی وو، موخه داوه چې په ټاکنو کې پاتې راغلی ټیم به د اپوزیسیون پرځای، بریالي ټیم سره ګډ او یوځای کار کوي. په ټاکنو کې د عبدالله په مشرۍ پاتې راغلی ټیم به خپل ځواک د حکومت د تخریب پرځای، د مرکزي حکومت د ټینګولو او پیاوړي کولو لپاره کاروي. هغه انرژی چې د حکومت په تخریب کې ضایع کیږي، هغه به په ګډه د هېواد په ودانۍ او د افغانانو په سوکالۍ کې لګیږي.
خو له بده مرغه داسې ونه شول، حکومت سره یوځای شوي ټیم دوه مخې لوبه وکړه. که څه هم عبدالله او پلویان يي مرکزي حکومت سره پاتې شول، خود عطا نور په سرخېلۍ د جمعیت سخت دریځه ډله هم په حکومت کې پاتې شوه او هم يي د اپوزیسیون لوبه پرمخ یووړه.
البته په ټاکنو کې دواړه ټیمونه نګه او سوچه نه وو او له بېلابېلو سیاسي ډلو ټپلو جوړ وو. د ولسمشر غني په مشرۍ د ټاکنیز ټیم یوې برخې له بریا وروسته، د غني سیاسي تګلار او عملي کړنلار ته شا کړه ، خپلو شخصي غوښتنو ته ستنه شوه، لار يي بېله کړه او اشرف غني يي په سپین میدان پريښود. دغو ډلو د موقت حکومت او لويي جرګې له لارې د منتخب حکومت په وړاندې سنګر ته ودانګل چې هلته هم مات شول او څه يي ترلاسه نه کړل. خو د دې هر څه سره سره بیا هم د هېواد سلامتیا، ملي هویت، تاریخ، ملي ارزښتونو او ګټو ته ژمنې دي، نظام سره وي او یوازې حکومت سره د اختلافاتو په دایره کې ښکېل پاتې شوې.
د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم چې د اسلامي جمعیت، نظار شورا، د ارغنديوال په مشرۍ اسلامي ګوند، د محقق وحدت ګوند، د زلمي رسول له ډلې او یو شمېر نورو څخه جوړ وو، د اسلامي جمعیت سخت دریځه برخه او نظارشورا يي د پخوا او تل پشان د مرکزي حکومت سره په تربګنۍ او د ملي ارزښتونو او ګټو سره په دوښمنۍ کې مخې ته ولاړه. د دې ټاکنیز ایتلاف نورې برخې د عطا نور د څرګندونو په توپیر، د عبدالله عبدالله او ارګ سره په ګډه کار کوي. د جمعیت سخت دریځه ډله چې عطا نور يي اوس مشري کوي، مرکزي حکومت سره د ټکر او ډغرو سربېره، په تذکرو کې د افغانیت او اسلامیت مخالفت کوي، د افغان او افغانستان له نوم سره حساسیت او دوښمني پالي، په اساسي قانون کې د تسجیل شویو ملي ارزښتونو او ملي ترمینالوژي سره مقابله کوي او د افغانستان له تاریخه انکار کوي.
د عطا نور په سرخېلۍ دا ډله نه یوازې په افغانستان کې د مرکزي حکومت او نظام سره مخالفت ته ادامه ورکوي، بلکې د ملي ګټو او ارزښتونو په نوم څه نه پېژني. دا ډله د افغانستان حیثیت او بقا ته له داعش، سخت دریځه طالبانو او نورو تروریستي ډلو کمه نه ده!
عطا نور په خپله نننۍ وینا کې مزار ته د داعش د راتګ په پلمه غواړي په درواغو سره ځان مزاریانو ته خواخوږی او مدافع وځلوي، په داسې حال کې چې د دې ترییستونکو خبرو څخه د هغه موخه، خپله چوکۍ او شتمني ساتل دي. د اسلامي جمعیت سخت دریځه ګروپ، د داعش او طالب سره یوشان د ولسونو، سولې او امن دوښمن دی!
مرکزي حکومت ته پکار دي چې د دې هېواد دوښمنه ډلې د پروپاګند، مانور او خپل قوت د زیات ځلاوي تر اغیز لاندې رانشي.
د دې سړیخورې ډلې په وړاندې غوڅ اقدام به د ولس او حکومت ترمنځ رامنځته شوی واټن چې په عمده توګه همدې ډلې زیږولی، پایته ورسوي او افغانان به له پخوا زیات پر مرکزي حکومت راټول کړي!
د ۲۰۱۷ کال د ډېسمبر ۳۰ مه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery