مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-01-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

حاصل کرده واکمن

محمود نظری

 

 چی دپاکستان له بازار څخه یې دیپلوم تر لاسه کړی وي
 د هغه دپرتوګاش په لیدو خلک هغه ته حاصل کرده وایي
 په سلو کې اتیا د اوس واکمن ټول د پاک حاصل کرده دي
 چي دفاکلتې فارغ سوی وي هغه ته بیا تحصیل کرده وایي
 یو بله ډله د نقاق ډاکټران د افغان د تاریخ دښمنان دي
 دې دګوټو په شمېر د پردو غلامانو ته دلته کم اصل پوده وايي
***

هلته چې شتمن عزت لري هلته غلا خلکو ته شمشمه او اعتبار لري
 که پوهه مقام ته لازمي سي هلته بیا جعلي دیپلومونه ډیرښه بازار لري
 هر مشر شل لکه ځان بې سواده دوستان حاصل کرده سلاکار ان لري
 د اساني رسمي غلا لپاره دلته جهادي غرتي او جعلي دیپلوم ښه بار لري

 دا وطن په دې دیپلومي غلو نه ابادیږي بیغمه اوسه لالا غني
 چې هر مشر یې سل لکه کوکي طوطیان ویاندان شرین ګفتار لري
 دلته هر چوتارسړی له یوپسه سره غواړي د ټول کلي شپون سي
 مالدار ته خوار او زار ګوري څکه په غاړه د پیرامریکا بابا تومار لري

 بې ځایه غرور لکه دشیطان سترګې ‌‌ړندې کړي دلته د هر واکمن
 هم یې وطن چورکړهم ټوله ورځ د عدالت غوښتلو غړمبار لري
 غدار واکمن بیله د امریکا له امره باچا په جرثقیل لیري کولای نسي
 هر یو واکمن دلته په سر کې دماغزو په ځای وراسته بوس خروار لري

 داسې مالومیږي چې ټول د یو ګونډدي دا ِغاښور د ګدام موږګان
 هر یو خپله خاصه داړه لري هم هر یو خپل کرايي ماما او پلار لري
 دا دایمي د ګدام وزیران والیان اوکومندانان څوک تبدیلوای نسي
 په اصل کې هر یو یې نارنجي کالي تسبیح په لاس په غاړه زنار لري
***

دیو واکمن ډاکټر څخه وپوښل سول آیا ښوونځي دی هم لوستې ده
 ول شکر الحمداله نه ده مي لوستې دا بد کار اخیرت کې شدیدنارلري
 ول شګر الحمدالله مسلمان خو يي او لمونځ دی هم پوره زده دی
 ول شکر الحمدالله نه دی مي زده دا د هغه ملا کار دی چې دستار لري

 ول موږ پوه نسو چې ته حاصل کرده یې که تحصیل کرده یې که کم اصل؟
 ول پارلمان ته تحصیل کرده یم ځان ښو دل ولس ته د ډاکټر خپل خمار لري
 ول خلک ستا له خبرو نه یوهیږي چې تا ان ښوونځی لا هم نه ده لوستي
 ول زور وریم په زور چور اوغصب کوم خلک مي دتحصیل سره څه کار لري

 دې وطن ته داسې دیپلومومه راځي چې پوهنتون يي لا جوړ سوی نه دی
 دلته سیاسې ګوندونه چې ټول دیو کورنۍ وي سته چې یې ټول ماشیندار لري
 دلته د افغان ضد، د وطن ضد، داسلام ضد لوی او لوړ واکمنان سته
 همدا خلک په شورا او اجراییه ریاست کې ډیر لوی ځواک او اقتدار لري

 د ګوتو په شمېر کم اصل پودهګان هر ورځ په تلویزیونو کې دنقاق اذانونه کوي
 لکه سپي په هغه کاسه کې چې ډوډۍڅټي په هغه کې هر ورځ څو واره شوبار لري
 یووطن پرست دې دښمنانو ته څه نه وایي او نه یې په لغته په خوله وهي
 نن د افغان ا واسلام سره سبا بیا د افغانستان د نوم او باني سره تانتار لري

 نن یې دافغان او اسلام په نوم د تابعیت تذکره لکه سمساره ژوندي تیره کړه
 سبا ته اساسي قانون بل سبا ته د پیسو د نوم د تغیر لپاره هم شورشار لري
 که د تاریخ ددښمنانو او پردو مرییانو اوس خولې ماتي نسی په دې ملي خبرو
 په دیموکراسی یې تذکره بایله د بندولو يي اوس دااجراییه بیاڅه اختیار لري

 دلته یوازی زور چلیږي، لاپي چلیږي اولغتي ، هنګا او له پایڅې رایستل
 په دیموکراسي یې افغانان ختا ایستلی هغوی یې د منلو اونه منلو اختیار لري

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery