مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-03-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ګرانه ملګريه ! ( ليک)

اسدالله غيرت


لومړۍ برخه
اسدالله غيرت
سلامونه او نيکې هيلې !
له هر څه مخکې اړينه ګڼم چې ووايم ، کله چې زه د ښار په لېسه کې په زده کړو بوخت وم ، ستا د لياقت او اخلاقو خبرې مې ډيرې اوريدې ، ما نه منله چې د کلي په لېسه کې دې داسې با استعداده زده کوونکي شتون ولري .
خو کله چې ما د ښار له لېسې څخه د کلي ښوونځي ته سه پارچه راوړه ، ستا پوهه او اخلاق مې له نيږدې وليدل ، زښت ډير درنه متاثره شوم .
قسم درته کوم ، چې زيات خوښ شوم او ستا په څير د اخلاقمندو او تکړه وروڼو ارمان مې وکړ . په هماغه شيبه مې ستا پلار او کورنۍ  ته د زړه له تله دعاګانې وکړې ، چې ستا په پالنه او روزنه کې يې له حده زياته هڅه کړې ده .
تېره ورځ د پښتو مضمون ښوونکي هم ټولګيوالو ته ستا د لياقت خبرې کولې او د پيغور په ډول يې ورته ويل چې د هېواد په څير تکړه شئ ، درسونه ووايئ .
زه ستا زياتې پوهې او نيکو اخلاقو له تا سره مينه کولو ته اړ کړم ، باور وکړه چې له حده زياته مينه درسره لرم ، کله دې چې ګورم د خوشالۍ احساس کوم ، په نشتون کې دې سخت ځوريږم او يو ډول د ورکې فکر راسره ملګری وي .
هېواده ملګريه !
ګوره زه تاته کومه تمه او هيله نلرم ، يوازې پاکه او مقدسه مينه درسره لرم ، هغه هم ستا د غوره اخلاقو او پوهې له امله . زه ډاډه يم ، چې ستا راتلونکی به ډير نيکمرغه وي ، ځکه ستا په څيره کې د غوره راتلونکې نښې له ورايه ښکاري .
وړمه ورځ ستا يو کليوال ستا د خويونو او عادتونو په اړه راته ويل ، چې ډيره مطالعه کوي ، هر وخت يې کتاب په لاس کې وي ، له کوره ډير نه راوځي ، د مشرانو زيات قدر کوي ، له همزولو سره د نيک چلند له امله د هغو په زړونو کې ځانګړی ځای لري ، پنځه وخته لمونځ او د قرانکريم تلاوت په پابندۍ سره کوي او د ورځې ټول کارونه د مهالويش له مخې مخکې وړي .
باور وکړه چې زه مو له دغو کړنو ډير متاثره يم ، هڅه کوم چې ، ستا خويونه خپل کړم او په خپل ژوند کې عملي جامه ورواغوندم . خو ګوره يوه وعده به راسره کوئ ، هغه دا چې ماته به د ورورۍ لاس راکوې او د يوه رښتينې ورور چلند به راسره کوئ ، نيکې مشورې به راکوې او ما به له ځان سره يو ځای منزل ته رسوې .
زه باوري يم ، چې ستا مرسته به زما په ژوند کې ژور مثبت بدلون رامنځ ته کړي او که خدای ج کول خپلو هيلو ته به مې ورسوي ، ځکه په ژوند کې د نيکو او هوښيارو ملګرو شتون د يوه ښه لارښود هومره ښې پايلې له ځانه سره لري ، نو هيله کوم چې خپلې نيکې مشورې او لارښوونې دې له ما مه دريغوه .
نور نه غواړم چې ليک مې لا پسې وغځوم ، ممکن ستا د ستړيا سبب وګرځي ، وروستۍ خبره مې دا کوله چې کله دغه ليک درته ورسيږي ، هيله ده په ځواب کې يې ليک راته وليکئ او همدې سلسلې ته دوام ورکړې .
مننه
ستا ملګری رښتين

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery