مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-04-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو ۳۰ تړلي ښوونځي له ۱۱ ورځو ځنډ وروسته بیرته فعال شول.

راحیله جواد

د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو ۳۰ تړلي ښوونځي له ۱۱ ورځو ځنډ وروسته بیرته فعال شول.
د لوګر ولایت والي الحاج محمد انور اسحاقزي او د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال د یادې ولسوالۍ له یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو سره په کتنه کې د ښوونځیو په بیا فعالولو کې د دوی هلې ځلې وستایلې.
دولایت والي د څرخ ولسوالۍ له دیني عالمانو، قومي مشرانو او خلکو مننه وکړه چې د ښوونځیو په خلاصون کې همکاري وکړه او غوښتنه یې وکړه چې خپل ټول ماشومان ښوونځي ته ولیږي څو له زده کړو محروم نه شي.
د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې یاد ښوونځي له تېرو یوولسو ورځو راهیسې طالبانو د افغان ځواکونو له خوا پر یوه کور د ترسره شویو عملیاتو په غبرګون کې تړلي وو.
په دغه ښوونځیو کې د نجونو او هلکانو ۳۰ ښوونځي شامل وه، چې ۱۰ لېسې، ۸ منځني او ۱۲ لومړني ښوونځي دي،چې په یاد شویو ښوونځیو کې ټول ټال ۱۱۴۳۶ تنه زده کوونکي سبق وایي، چې له دې ډلې ۲۲۶۲ تنه نجوني دي.
چې دغه ښوونځي د دیني عالمانو، قومي مشرانو او زده کوونکو د کورنیو غړو په منځګریتوب بیرته د زده کوونکو پر مخ فعال شول.
د یادونې وړده،چې په لوګر کې دا مهال د نجونو او هلکانو ۳۰۹ بیلا بیل تعلیمي مرکزونه فعالیت لري، چې ټول فعال دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery