مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-04-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په ولسي جرګه کې د همايون همايون او څو تنو پردي پالو وکيلان درد له کومه ځايه سرچينه اخلي؟

عبدالله افغانمل
ملي شورا د ولس کور دی خو تدریجي داسې ښکاري چې د ولس دا کور د جاسوسانو په ځاله بدلیدونکی دی،په وروستیو کې د حکومت پر وړاندې د ولسي جرګې د يو شمېر پردی پالوغړو عقده مندانه کړنې، د لاسلیکونو راټولول،استجواب او استيضاح له ورايه ددې ښودنه کوي چې دوی غواړي د شخصي عقدو پر بنسټ د ولس استازي د ملګرتيا،ډلبازۍ او شخصي ګټو پر بنسټ سره را ټول کړي.
په ولسي جرګه کې داسې هم نه ده چې ټول جاسوسان، کمیشنکاران، پردي پالي،قراردادیان او يا دوسیه لرونکي دي بلکه د ملت په دې کور کې داسې استازي هم شته چې هره شيبه ددې وطن پر ژغورنه فکر کوي، همدا د ملت ريښتوني استازي کړای شي چې په هره شونې لارې د روسيي، پاکستان او ایران د جاسوسانو پټې پروژې او عقدې په نطفه کې خثنی کړي.
همايون همايون او ورسره څو تنه وکيلان ټول افغانستان پيژني، د دوی ژوند له روسيي، تر اوکراين، کمیشنکارۍ، جاسوسۍ او بیا تر کال مخکې پورې هر افغان ته معلوم دی، له ولسه دا هم پټه نه ده چې ددوی هره خبره د خدای لپاره نه بلکه د شخصي ګټو پر بنسټ ده دا چې پر دوی تيل بند شوي، پټې بې حسابه پيسې نه ورځي، د روسانو د جاسوسۍ مرکز يې تړل شوی، ډير ځوانان ترې بیزاره شوي دي دوی د خپلو لګښتونو د پوره کولو لپاره يو ډول په سياسي باجګيرۍ لګيا دي خو نور په دې وطن کې نه سياسي باجګيرانو ته ځای شته او نه ددې مظلوم ملت بيت المال ددې توان لري چې د روسي، ایران او پاکستان جاسوس ته بې حسابه اوپراتيفي يا خیراتي پيسې ورکړي.
همايون درې کاله مخکې يو شان نفوذ لاره او نن بل شان، درې کاله مخکې يي دروغ هم خلکو منل او اوس په داسې يو وضعيت کې قرار لري چې ناشونې به وي خپله رښتيا خبره هم په چا ومني ځکه چې دې سړي په ډيره سپين سترګي ملي ګټې او د هیواد روان وضعيت هير کړی او هره شيبه هڅه کوي چې خپلې عقدې په پارلمان کې وباسي.
په ولسي جرګه کې که لس، شل جاسوس او پردي پالي استازي ترې لرې کړې ډير داسې په وطن او خلکو مين استازي هم شته چې په هر حالت کې يي د ولس او خپلو موکلینو له باوره دفاع کړې دوی ته په کار دي چې د جاسوسې او خبیثه کړئ د شخصي غرايزو اوعقدو مخه ونيسي او اجازه ورنکړي چې په ننداره ایزه استيضاح يا استجواب سره د کابينې وزیران او د امنیتي برخې مسولین اړباسي چې له دوی سره معاملې ته تیار شي ځکه چې نوره چاړه د افغان ملت تر هډوکي پورې رسيدلې او هره معامله به روان ناورین نور هم چاغ کړي، له پوره يوې نيمې لسيزې زغم وروسته اوس اړتيا ده چې په درې ګونو قواوو کې جديت ته لومړيتوب ورکول شي.
همايون او ګروپ يي په ډير مهارت هر ګذار د افغانستان پر استخباراتو کوي، د دوی نيوکې او نظریات د سمون لپاره نه دي بلکه هڅه يي داده چې څارنوالۍ ته استول شوې دوسيي يي حذف شي، بې حسابه پيسې بیرته ور روانې شي، د ساتونکو معاشات او د موټرو تيل يي ورکول شي،د دوی په خوښه په دې مهمه اداره کې ځينې مقررۍ وشي... دوی چې نن سبا له سياسي انزوا سره مخ دي او ولسي کرکه په خپل اوج کې ده کله وايي چې ما ترور کوي، کله وايي حکومت د خپلې خوښې وکيلان پارلمان ته راوستل غواړي، کله وايي وطن تباه دی او حکومتي مسولین ویده دي او... خو د دوی دا خبرې ددې لپاره دي چې دوی په سياسي بازار کې خپل ارزښت له لاسه ورکړی، ولس پر دوی کړی باور ترې اخیستی، مبلغين او پلويان يي د هرې ورځې په تيريدو سره مخ په کميدو دي او د پياوړي نظام د سبوتاژ لپاره دوی ته له پخوا ورکول شوی پلان تقريبا ناکام شوی او استخباراتي څو میليوني ډالره دفاتر يي تړل شوي،خوله ور پلویان، قلموال،روڼ اندي او.... ترې تلي دي، دا چې له دوی څخه هغه چې د میاشتې دوه درې زره ډالر معاش، د کال ماډل موټر او لوکس دفترونه په واک کې ورکول شوي وو ځي نو څه فکر کوئ چې په خپلو ولايتونو کې به هغه ولسونه چې دوی ته يي يو وخت رايه ورکړې وه پر دوی باور وکړي؟ ځواب يي نه دی ځکه ولس اوس دوی ټول ډير ښه پيژندلي دي.
په سياست کې سياسي ځيرکتیا ډيره مهمه وي او هغه سياسي ځيرکتيا لري چې د سياست په ابجدو لږ یا ډير پوی شي خو د همايون په شان کمیشن کار،د ظاهر قدير په شان شين بې سواده، د عبدالرحيم ايوبي په شان د خپل ولس او قوم دښمن، د لالي حميدزي په شان شرابي او نشه يي او... به کله هم ددې وړ نه شي چې له سياسي عقلانيته په ګټه اخیستو حتی خپله پټه جاسوسي او نورو ته خوش خدمتي توجې کړای شي، سياسي بې سوادي همدا څو منحوسې څيرې دومره منزوي کړي دي چې اوس د استجواب او استيضاح لپاره لاسلیکونه هم په پيسو راټولوي که يي نه منئ ورشئ د نادرخان کټوازي صیب پاڼه وګورئ چې مياشت مخکې يي ليکلي وو« شرميږم چې د داسې يوې جرګې استازی يم چې وکيلان يي هره خبره په پيسو کوي، رايه په پيسو پلوري، استجواب او استيضاح ته لاسليک او يا شين يا سور کارت په پيسو پورته کوي» دا د يو ريښتوني وکیل درد دی او دده په شان ډير نور ريښتوني وکيلان هم شته چې د معقول سياست په لړ کې کړای شي د ولس کور د ولس د دښمنو هیوادونو له جاسوسانو وژغوري.
ياد مو شي چې لالی حميدزی د کابينې د يو شته وزیرګل آغا شيرزي ساتونکی وو، په ياد به مو وي چې لالی د کابل په کارته سه کې يوه شپه نشه راوتلی وو هوايي ډزې يي کړې او پوليسو لکه چارپای نشه کور ته بوته،عبدالرحیم ايوبي د ناټو د اکمالاتي کاروانونو د امنيت مسول وو، په هوټل کې يي شاګردي کړې وه خو دا چې بې دريغه پيسې يي پيدا کړي ماضي يي هیره کړه او په حال کې ځان داسې ښيي چې نوموړی له پلاره همداسې اشراف پيدا وو، له اوکراين او مسکو څخه راغلی د جعلي پاسپورتونو او لایسنسونو جوړونکی همايون هيڅ چا نه پيژانده خو پيسو او وخت دوی وکيلان کړل، همايون په ډيرو شحخصي مجالسو کې چې دده بانډ او د يو خصوصي بانک مافيايي ګروپ ورسره وي نه يوازې نشې کوي بلکه ښځې ګډوي، هارمونيه او رباب غږوي او د ډيرو ناقانونه کړنو پريکړې په هم هغه کور کې کيږي چیرته چې په شپه له شلو ښځو سره د پيسو په بدل کې زنا کيږي« ددې ځای د افشا لپاره بلې ليکنې ته په تمه شئ»
دوی د سياسي ماشومتوب او ټيټ شعور له امله نن داسې مات شوي دي چې پرون يي د ملی امنيت لوی رئيس استجواب کړ، په سري غونډه کې استازو ته حقايق وويل شول خو دا چې دوی غیرحاضر وو، د دوی پلان تطبیق نشو بیا يي هڅې پيل کړي دي چې لاسلیکونه را ټول کړي او استيضاح ته زمينه مساعده کړي.
ددې وطن ستونزې په داسې عقده مندانه استجواب، د روسانو د پټو پلانونو په پلي کيدو، ایران او پاکستان ته په خوش خدمتي نه کيږي بلکه ددې وطن ستونزې هغه وخت حل کيدای شي چې د همايون، ظاهر قدیر او ډيرو نورو جاسوسو وکيلانو ځای شعوري وکيلان ونیسي،د پارلمان د ناقانونه دوه کلن ماموریت نيټه نوره پای ته ورسيږي او بیا په دې شورا کې د جاسوس، پردي پالي، متعصب، فاشيست، افغانيت او اسلاميت ضد څيرو شتون احساس نشي.
په دې وطن کې نورې ستونزې کمې نه دي،بيکاري، ناامني، د ولس او نظام تر منځ د واټن ډيريدا په خاطر د پاکستان، ایران او روسيي هڅې،د پاکستان او ایران اقتصادي يرغل،د اوبو د مدیريت د سبوتاژ په خاطر له طالب ترهګرو د ایران ګټه پورته کول، د داعش په پروژه کې د پاکستان پټه ونډه او.....دوی ددې پر ځای چې د يوې پياوړې قوې په توګه له نظام سره د برنیو ستونزو په حل کې لاس په کار شي دوی د نظام د سبوتاژ او وحشت ته د بازار موندنې په پار د پيسو او پټو معاملو په بدل کې لاسليکونه راټولوي.
تاریخ به يي ولیکي:« افغانستان له کړاو سره مخ وو،ولس پر داسې خلکو باور کړی وو چې زرهي موټرې ورسره وې، پارلماني خونديتوب ورکول شوی وو، د ولس په کور کې د استازیتوب حق ورکول شوی وو خو دوی ددې ټولو امتیازاتو په بدل کې د ولس د استازیتوب پر ځای د ایران، پاکستان او روسيي لپاره جاسوسي کوله، د اوبو د مدیریت مخالف وو، د اقلیت او اکثريت په نوم يي له يو بل سره تعصبونه کول، په تشنابونو کې به پيسې ويشل کيدې، د ولسي جرګې لومړي مرستيال به په خپل بنډار ځای کې شل ښځې اول ګډولې بیا به يي ورسره ډله ایزې زناوې کړې او.....»
له شرمه ډک تاريخ
 له شرمه ډک استازی
 دا کیسه نوره باید پای ته ورسوو، رايه ورکوو، کارت اخلو او نور غل او خاين د خپل استازي په توګه نه ټاکو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery