مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-07-18   مخپرونکئ : سهار ګل

وتلی امريکايی ناول ليکونکی موريسن سپلين ومړ.

سهار ګل

                                ;     

مجرمانه پېښو ته انعکاس و کوونکی امريکايي ناول ليکوال، موريسن سپيلن له نړۍ څخه سترګې پټې کړې. اته اتيا کلن سپيلن خپل لومړی ناول، I The Jury  (زه، قاضي)  پر 1946 زېږديز کال وليکی. نوموړي ددې ترڅنګ دمايک هامر د لړۍ د دوولسو وړو ناولونو په شمول څلرويشت نور اثار خپلې ټولنې او مينه والو ته وړاندي کړل. د نوموړي وتلي ناولونه، The Killing Man( وژونکی سړی)، Vengeance is Mine (غچ زما دی) او My Gun is Quick ( زما ټوپک تېز دی) دي. د هغه يو بل اثر  Kiss Me Deadly ( په مرګونې توګه مې ښکل کړه) د فلم په توګه  پر 1955 کال د سينما د پردې پر مخ د خپلو مينه والو لپاره وړاندې شوی دی.
سپيلن د امريکا  په سهي ي کارولينا ايالت کې په خپل کور کې سا ورکړه چې تر دې دمه يې د مړينې کره لامل نه دی څرګند شوی.
ياد شوی ام يکايی ليکوال، پر 1918 زېږديز کال په نيويارک کې نړۍ ته راغی  او په ګاونډ، نيو جرسي کې يې لوی شو، چې د ليکوالۍ نړۍ ته يې په طنزي ليکونو سره سر ورښکاره کړ. 
سپيلن، چې پوره نوم يې فرانک موريسن سپيلن وو او په عامو وستوالو کې په مکي سپلين مشهور وو، د خپلو ملګرو ليکوالو په منځ کې د يوه کره کتونکي په توګه پېژندل شوی و. نوم وړي ويلي:
“تاسو هغه وخت غوره ګڼل کېدای شئ، چې خلک مو غوره کړي.”

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery