مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 0000-00-00   مخپرونکئ : 083 - دبېنوالیکوال- انګلستان

د اصلي دړی د پرله پسې شمیرې لیدل

ب.بهیر وردګ

پوښتنه:
گرانه وروره سلامونه
 
خداي ج دي وكړي چه اختر مو په خير سره تير كړي وي
وروره ما د اختر څخه د مخه تاسو ته ايمل در ليږلي وه غوښتل مي چه يوه م چه د مدر بورد سيريل نمبر بيدون لدي چه سي. پي. او. خلاصه كړو او هلته يي وگورو څنگه كولاي شو چه په سكرين يي مخ ته راولو او هم دارنگه د لن كارد سيريل نمبر په سكرين څنگه معلومولاي شو مگر څواب مو تر اوسه ندي راغلي. ام يد دي چه دا ځل يي څواب په بينوا پاڼه كي و گورم
 
ستاسي ورور محبوب الله
ځواب:
ګران محبوب الله جانه!
سلامونه د تیر اختر مبارکي تاته هم وایم .
له حوصلې دې مننه دا چې لږ په ځنډ ځواب درکوم ومې بخښه.
ستا د پوښتنې په هکله باید ووایم چې دا کار یواځې د وینډوز د عامل سیستم په مټ نه دی شونی بلکې کولای شو چې دا کار د ځینو پوستکالو په مټ ترسره کړو.د وینډوز د عامل سیستم په دننه کې د System Information  په نامه یوڅه شته دي ولې په دې ځای کې نشو کولای چې د اصلي دړې Serial Number وګورو دلته ستاسو د سیستم په هکله عمومي معلومات دي .
پاتې شوه خبره د پوستکالي:
د Advisor په نامه ځیني پوستکالي شته دي چې دا کار کولای شي او د دې پوستکالو په مټ کولای شو چې د خپل سیستم د اصلي دړې Serial Number وګورو.تاسو دا پوستکالي له انټرنیټ نه په وړیا توګه ترلاسه کولای شی .د Belarc Advisor  په نامه یو پوستکالی له لاندې لیکې څخه په وړیا ډول ترلاسه کولای شی .

http://www.belarc.com/free_download.html

وروسته همدا پوستکالی په خپل سیستم کې انسټال کړﺉ .له انسټال کولو وروسته تاسو به د Desktop پر مخ د Belarc Advisor په نامه یو Shortcut وګورﺉ .اوس که مو غوښتل چې د خپل سیستم د اصلي دړې Serial Number او یا هغه ټول معلومات ترلاسه کړﺉ کوم چې دا سیستم یې لري نو یواځې په همدې Shortcut دوه ځلې کښیکاږﺉ.څو شیبې وروسته به تاسو د انټرنیټ پلټونکي په بڼه یوه پاڼه وګورﺉ چې هلته ستاسو د ټول سیستم په هکله معلومات وي.

که دې پوښتنه بیا هم نه وي حل شوې بیا راته ولیکه.

په مینه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery