مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-03-07   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

له خپلي ښځي سره د لواطت شرعي حکم .

دارالافتآء : أبوالفضل .

فتوی نمبر (۶) .
مستفتي   :  سليمان .

سلامونه
بعد له سلامه :
زما دا سوال دئ بې ادبي هم کیږی خو باید ځان اگاه کړو  که چیرته  میړه له  خزی سره ده شاه خوانه معامله اوکړی ایا دا گناه ده اویا دا چی څه نور حکم لری ؟
             مننه
        سلیمان


 الجواب بتوفیق العزیزالوهاب
که یوسړئ  له خپلي ښځي سره لواطت يعني دشادخوابدفعلي وکړي نوداډېره کبیره اوغټه ګناه ده او في الحاله توبه کښل له دغه فسق څخه  پردوۍ دواړو باندي لازمه ده اودنیوي سزائې  داحنافو د ټولو امامانو په اتفاق داده چي داسلامي حکومت له خوابه تعزیر ورکړکېږي او دادامام احمدبن حنبل رحمه الله مذهب هم دئ  .
 او د امام شافعي (رحمه الله) مذهب دادئ چي که له خپلي ښځي سره د لواطت فعل مکرر صادر سو نو د وخت حکومت به تعزير ورکوي ، او د امام مالک (رحمه الله) په دې باره کښي مذهب دادئ چي تأديب به ورکول کيږي .

ددې جواب د تثبیت دپاره د أحنافو دغه کتابونه «فتح القدير مع الهداية ج۴ ص۱۵ /زيلعي ج۳ ص۱۸/ حاشية ابن عابدين ج۳ ص۱۵۵ » او د مالکي مذهب دغه کتابونه «القوانين الفقهية ج۳ ص۲۳۲  / حاشية الدسوقي ج۴ ص۳۱۴ » او د شافعي مذهب «مغني المحتاج /ج۴ص۱۴۴» او د حنبلي مذهب :«کشاف القناع ج۶ ص۹۴/ الانصاف ج۱ ص۱۷۶» او دارنګه د مذاهبو د ذکرسوي تشریح په باره کښي «الموسوعة ج۳۵ ص ۳۴۰ /۳۴۱» وګورۍ  .

د عام لواطت په باره کښي هم أحناف د تعزیر لفظ د لوطي د جزا په مورد کښي کاروي  ، او په فتاوی کامله ص۴۴ کښي د تعزير د لواطت مثالونه په دې شکل ذکر سويدي : (۱) په اور باندي سوځول (۲) دیوال باندي رانړول (۳) له لوړ ځاي څخه سرچپه راغورځول او د شا له خوا څخه يې په ډبرو ويشتل (۴) په درو وهل  (۵) بندي کول تر هغه پوري چي مړ کيږي او يا توبه ګار کيږي .
او کوم سړئ چي له لواطت سره عادتي سي نو د وخت بادشاه بې سیاستًا په قتل رسوي .
ومن الله التوفيق  .

حرره  : أحقر المخلوقین محمد معین الدین أبوالفضل أفغاني کان الله له  .

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery